Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1آيا مُونږ بيا خپله نيکنامى ښکاره کول غواړُو؟ يا مُونږ ته دَ بعضو په شان دَ نيکنامئ خطُونه ستاسو په لور دَ راوړلو يا ستاسو نه دَ آخستو حاجت دے؟
2زمُونږ خط چه زمُونږ په زړُونو کښے ليکلے شوے دے، هغه تاسو يئ اَؤ ټول خلق ئے پيژنى اَؤ لولى ئے.
3ښکاره ده چه تاسو دَ مسيح هغه خط يئ کُوم چه مُونږ دَ خادمانو په طور ليکلے دے، په سياهى نه، بلکه دَ ژوندى خُدائے په رُوح سره، دَ ګټے په تختو نه بلکه په زړۀ باندے.
4مُونږ دَ مسيح په معرفت په خُدائے داسے باور لرُو،
5په دے نه چه ګنى په خپله مُونږ دَ دے جوګه يُو چه دَ خپله انده څۀ خيال هم وکړو بلکه زمُونږ لياقت دَ خُدائے دَ لوريه دے،
6چا چه مُونږ دَ نوى لوظ دَ خادم کيدو جوګه کړى يُو، نۀ دَ ليکلى شريعت دَ لوظ نه، بلکه دَ رُوح دَ لوظ، ځکه چه ليکلے شريعت وژل کوى خو رُوح ژوندے کوى.
7اَؤ هر کله چه دَ مرګ هغه لوظ حرفُونه چه په ګټو ليکلى شوى وُو دَ دومره جلال وُو چه بنى اِسرائيل دَ مُوسىٰ په مخ دَ هغه جلال په سبب کُوم چه دَ هغۀ په مخ وو په غور سره هغۀ ته ونۀ کتلے شول، سره دَ دے چه په کميدو وو،
8نو دَ رُوح لوظ خو به بے شکه دَ دے نه زيات دَ جلال سره وى!
9ځکه چه که چرے مجرموُونکے لوظ دَ جلال وو نو دَ صادقوُونکى لوظ خو به ضرور دَ دے نه زيات جلالى وى!
10هغه جلال چه دَ څۀ وخت دَ پاره جلالى وو نو اوس دَ جلالى څيز په مخکښے هيڅ شے نۀ ښکارى.
11ولے چه هر کله چه فنا کيدُونکى څيزُونه جلالى وُو نو پاتے کيدُونکے څيز خو به خامخا جلالى وى.
12نو بيا مُونږ په دے اُميد ډير په زړه ورتيا سره دا وايُو،
13اَؤ دَ مُوسىٰ په شان نه، چا چه دَ دے دَ پاره په خپل مخ نقاب اچولے وو چه بنى اِسرائيل دَ هغۀ دَ فانى جلال اَنجام ونۀ ليدے شى.
14خو دَ هغوئ زړُونه سخت شول ځکه چه تر دے ورځے دَ زوړ عهد لوستلو په وخت دَ هغوئ په زړُونو پړده پرته ده اَؤ دا پړده يواځے دَ مسيح په وسيله پورته کيږى.
15خو تر دے ورځے چه کله هم دَ مُوسىٰ کتاب لوستلے کيږى دَ هغوئ په زړُونو پړده پرته وى.
16خو چه کله هم دَ هغوئ زړۀ دَ مالِک طرف ته راوګرزى نو دغه پړده پورته کيږى.
17اَؤ مالِک رُوح دے اَؤ چرته چه دَ مالِک رُوح دے، هلته آزادى ده.
18اَؤ هر کله چه زمُونږ دَ ټولو په بے نقابه مخونو کښے لکه دَ آئنے دَ مالِک جلال داسے څرګنديږى، نو دَ هغه مالِک په وسيله دَ هغه جلالى ذات څوک چه رُوح دے، مُونږ درجه په درجه دَ هغۀ په شان کيږو.