Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1نو مُونږ په دے پوهه يُو چه زمُونږ وجُود دَ يو تمبُو په شان دے. کله چه دا تمبُو چه په مزکه دے، راوغورزولے شى نو مُونږ ته به دَ خُدائے له طرفه په آسمان کښے يوه داسے ماڼئ راکولے کيږى کُومه چه به په لاس دَ جوړ شوى کور په څير نۀ وى بلکه آبدى به وى.
2څنګه چه مُونږ په دے وجُود کښے کړيږُو اَؤ ډير ارمانجن يُو چه په خپل آسمانى کور کښے داخل شُو،
3اَؤ په هغۀ کښے لکه په جامه بربنډ ځان پټ کړُو.
4ځکه چه په دے تمبُو کښے په اوسيدو مُونږ دَ بوج دَ زوره په زبيرګو يُو دَ دے دَ پاره نه چه مونږ دا جامه ويستل غواړو بلکه په دے باندے بله اغوستل غواړُو، دَ دے دَ پاره چه کُومه چه فنا کيدُونکى ده هغه په غير فانى کښے بدله شى.
5اَؤ چا چه مُونږ دَ دے کار دَ پاره تيار کړُو هغه خُدائے دے اَؤ هغۀ مُونږ ته په بيعانه کښے خپل رُوح راکړو.
6ځکه چه مُونږ تل تر تله تسلى لرُو اَؤ په دے پوهيږُو چه تر څو چه مُونږ دَ وجُود په کور کښے يُو نو دَ مالِک په کور کښے نۀ يُو.
7ځکه چه مُونږ په ايمان ژوندُون تيرَوُو، نۀ چه دَ سترګو په ليدلو.
8غرض دا چه زمُونږ تسلى ده چه مُونږ دَ وجُود غوندے کور به پريږدُو اَؤ دَ مالِک سره اوسيدل زيات خوښوُو.
9که مُونږ دَ وجُود په کور کښے يُو يا دَ مالِک سره، خو زمُونږ دَ ټولو نه لوئے مقصد دا دے چه مالِک خوشحاله کړُو.
10ځکه چه دا ضرورى ده چه دَ مسيح دَ عدالت دَ تخت په وړاندے چه مُونږ حاضر شُو نو چه زمُونږ دَ ټولو حال څرګند کړے شى نو هر څوک به دَ خپلو هغو کارُونو بدل ومُومى کُوم چه هغوئ دَ وجُود په وسيله کړى دى که بد وى اَؤ که ښۀ.
11نو مُونږ دَ خُدائے دَ ويرے په مطلب پوهيږُو نو ځکه مُونږ دَ اِنسان دَ قانع کولو کوشِش کوُو. په خُدائے باندے زمُونږ حال ظاهر دے اَؤ دا اُميد دے چه زمُونږ حال به ستاسو په ضمير هم صفا ظاهر شوے وى.
12نو مُونږ خپله نيکنامى په تاسو نۀ زياتوُو بلکه مُونږ په خپله تاسو له موقعه درکوُو چه په مُونږ فخر وکړئ دَ دے دَ پاره چه تاسو هغوئ له جواب ورکړئ شئ څوک چه په ظاهر فخر کوى خو په باطن نه.
13که چرے مُونږ په خود کښے نۀ يُو نو دَ خُدائے دَ پاره يُو اَؤ که په خود کښے يُو نو ستاسو دَ پاره يُو.
14دَ مسيح مينه مُونږ مجبوروى ځکه چه مُونږ پوهيږُو چه که يو دَ ټولو دَ پاره مړ شو نو ټول مړۀ شول.
15اَؤ هغه دَ دے خاطره دَ ټولو دَ پاره مړ شو چه څوک چه ژوندى دى هغه دِ بيا دَ ځان دَ پاره نۀ وى ژوندى بلکه دَ هغۀ دَ خاطره دِ ژوندى وى څوک چه دَ هغوئ دَ پاره مړ شو اَؤ بيا ژوندے شو.
16نو اوس به مُونږ دَ چا په څپرکی کښے اِنسانى رائے نۀ لرُو اګر که مُونږ دَ مسيح په څپرکی کښے يو وخت اِنسانى رائے لرله خو اوس به داسے نۀ کوُو.
17دَ دے دَ پاره که څوک په مسيح کښے وى نو هغه نوے مخلُوق دے، زاړۀ څيزُونه تير شول، وګورئ هغه اوس نوى شول.
18ټول څيزُونه دَ خُدائے له طرفه دى چا چه دَ مسيح په وسيله دَ خپل ځان سره مُونږ پُخلا کړلُو اَؤ دَ پُخلا کولو پيغام ئے مُونږ ته سپارلے دے.
19مطلب دا چه خُدائے دَ مسيح په وسيله دُنيا دَ خپل ځان سره پُخلا کوله اَؤ دَ هغوئ ګُناهُونه ئے دَ هغوئ په ذمه وانۀ چول اَؤ دَ پُخلا کولو پيغام ئے زمُونږ په حواله کړو.
20نو اوس مُونږ دَ مسيح اَستازى يُو ګويا زمُونږ په وسيله خُدائے دا خواست کوى، مُونږ دَ مسيح دَ طرف نه منت کوُو چه دَ خُدائے سره پُخلا شئ.
21هغه چا چه ګُناه نۀ پيژنده خو خُدائے هم هغه زمُونږ دَ پاره ګُناه وګڼلو چه مُونږ په هغۀ کښے دَ خُدائے صداقت شُو.