Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
8 verses
1د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
2”اے بنى آدمه، د انګور د بوټى څانګه د ځنګل د نورو ونو څانګو نه په کوم لحاظ سره ښۀ ده؟
3آيا د دې لرګے د کوم شى د جوړولو دپاره استعمالولے شى؟ ولې هغوئ د دې نه موږى جوړوى چې څيزونه پرې راځوړند کړى؟
4او کله چې هغه په اور کښې د سوزولو دپاره وغورزولے شى او اور د دې دواړه سرونه وسوزوى او مينځ يې په سکرو بدل شى، آيا دا بيا د څۀ شى دپاره په کار راځى؟
5د سوزېدو نه مخکښې چې دا د هيڅ کار نۀ وو، نو بيا به دا څومره بېکاره وى کله چې دا په اور کښې وسوزيږى او سکارۀ شى؟
6نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، لکه څنګه چې ما د انګور بوټى د ځنګل په بوټو کښې ورکړو چې د خشاک دپاره استعمال شى نو هم دغه شان سلوک به زۀ د هغوئ سره وکړم څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى.
7زۀ به خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، اګر کۀ هغوئ د اور نه بهر راوتل خو اور به بيا هم هغوئ وسوزوى. نو کله چې زۀ خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، نو تاسو به پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
8زۀ به هغه زمکه ورانه ويجاړه کړم ځکه چې هغوئ زما سره بېوفائى کړې ده، دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“