Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
9 verses
1اے بنى اِسرائيله، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځه، ولې چې ستا ګناهونه ستا د راغورزېدو سبب جوړ شوى دى.
2مالِک خُدائ ته راوګرځئ او د خپلو ګناهونو اقرار وکړئ، او هغۀ ته ووايئ، ”زمونږ ټول ګناهونه معاف کړه او رحم وکړه او مونږ قبول کړه چې مونږ ستا ثناء صِفت سره تا ته قربانى پېش کړُو.
3اسور مونږ نۀ شى بچ کولے او نۀ مو جنګى آسونه حِفاظت کولے شى. مونږ چې کوم بُتان جوړ کړى دى هغې ته به هيڅکله نۀ وايو چې تاسو زمونږ معبودان يئ. ځکه چې صرف هم تۀ، مالِک خُدائ په يتيم باندې رحم کوې.“
4بيا مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به د هغوئ بېوفائى ختمه کړم او شفا به ورکړم. زۀ به د زړۀ د اخلاصه د هغوئ سره مينه کوم، زۀ هغوئ ته نور غصه نۀ يم.
5زۀ به د بنى اِسرائيل دپاره د پرخې په شان يم. زۀ به هغوئ لکه د نيلوفر ګل و ګلزار کړم، د لبنان د دِيار د ونو په شان به يې جرړې مضبوطې وى.
6د هغې څانګې به خورې شى لکه د زيتون د ښائسته ونو په شان. د هغې خوشبو به د لبنان د دِيار د ونو په شان وى.
7زما خلق به يو ځل بيا زما د سورې لاندې اوسيږى. هغوئ به لکه د غلې په شان لوئ شى، او د انګورو د بوټى په شان به ګلونه نيسى. د هغوئ مشهورتيا به د لبنان د ميو په شان وى.
8اے بنى اِسرائيله، د بُتانو نه ځان لرې ساته. هغه زۀ يم چې ستاسو د دُعاګانو جواب درکوم او ستاسو خيال ساتم. زۀ د هغه ونې په شان يم چې همېشه شنه وى، ستاسو ټولې مېوې زما د طرف نه دى.“
9هر څوک چې هوښيار وى نو هغه دې په دې خبرو باندې پوهه شى او په خپلو زړونو کښې دې ځائ ورکړى. د مالِک خُدائ لارې صحيح دى او صادقان خلق په دې روان وى، خو سرکشه به په دې لارو تيندک وخورى او وبه غورزيږى.