Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
7 verses
1په هغه مُلک افسوس په کوم کښې چې د وزر آواز اورېدلے شى، او چرته چې د ايتهوپيا سيندونه بهيږى.
2د هغه مُلک نه د نيل درياب ته سفيران په داسې کشتو کښې ځى چې د لوخو نه جوړې وى. اے تېزو پېغام وړونکو، ځئ. هغه لوړو لوړو او د هوارې څرمنې خلقو له پېغام يوسئ د چا نه چې ټوله دُنيا يريږى، هغه مضبوط او جنګيالى قوم له پېغام يوسئ، د چا مُلک چې په سيندونو باندې تقسيم دے.
3څوک چې په زمکه اوسيږى نو هغوئ ټول دا واورئ. هغه نښې ته وګورئ چې د غرونو په سرونو به ښکاره شى. او چې بيګل غږيږى نو غوږ ورته ونيسئ.
4مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”زۀ به خپل د استوګنې ځائ نه په خاموشۍ سره ګورمه. خو زما دا خاموشى به داسې وى لکه د تکڼې غرمې د شُغلې په شان يا د لَو په وخت د سحر د پرخې په شان.“
5د انګورو راټولولو نه مخکښې، کله چې دا ټول ګلونه وغورزوى او انګور په پخېدو وى، نو مالِک خُدائ به حبشيان داسې په آسانۍ سره تباه کړى لکه چې د بوټو قينچيانې د انګورو د بوټى نه څانګې پرې کوى.
6د هغوئ د فوجيانو لاشونه به مارغانو او ځنګلى ځناورو ته پراتۀ وى. په اوړى کښې به هغوئ د مارغانو خوراک وى او په ژمى کښې به د ځناورو خوراک وى.
7يو وخت به هغه مضبوط او جنګيالى قومونه چې اوچت او هوارې څرمنې دى، د چا نه چې ټوله دُنيا يريږى مالِک خُدائ ربُ الافواج ته به د هغه مُلک نه نذرانې راوړى، کوم مُلک چې په سيندونو باندې تقسيم شوے دے. هغوئ به د صيون ښار ته راشى، چرته چې مالِک خُدائ ربُ الافواج استوګنه کوى.