Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1په هغه وخت به د يهوداه په مُلک کښې دا سندره وئيلے شى، ”زمونږ ښار مضبوط دے. ولې چې د خُدائ پاک د خلاصون دېوالونه زمونږ چارچاپيره دى.
2د ښار دروازې کولاو کړئ چې صادق قوم ورننوځى، هغه قوم چې وفادار پاتې دے.
3د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى.
4په مالِک خُدائ باندې تل يقين ساتئ، ولې چې مالِک خُدائ پاک ابدى حِفاظت کوونکے دے.
5څوک چې مغروره وُو نو هغۀ عاجزان کړى دى، او هغۀ اوچت ښارونه راګزار کړى دى او خاورو سره يې خاورې کړى دى.
6او دوئ به د غريبانانو او مظلومانو د پښو لاندې راشى او چخڼى به شى.“
7اے مالِکه خُدايه، د صادقانو لار هواره ده، نو د صادقانو دپاره چې کومه لار تۀ جوړوې نو هغه نېغه ده.
8اے مالِکه خُدايه، ستا فرمانبردارى کولو سره مونږ تا ته خپله بهروسه ښايُو، او زمونږ د زړۀ خواهش دے چې ستا د نوم لوئى وکړُو.
9ټوله شپه زۀ ستا په لټون کښې يم، په سحر کښې د زړۀ د اخلاصه زۀ ستا طلبګار يم، کله چې تۀ د دُنيا د عدالت دپاره راشې نو خلق به پوهه شى چې اِنصاف څۀ څيز دے.
10کۀ په بدعمله باندې رحم وشى نو هغه د اِنصاف په مطلب ځان نۀ پوهوى، بلکې په کوم مُلک کښې چې اِنصاف کيږى هلته هم هغوئ بدعملى کوى، هغوئ د مالِک خُدائ لوئى نۀ منى.
11اے مالِکه خُدايه، ستا لاس هغوئ ته سزا ورکولو دپاره اوچت شوے دے خو هغوئ هيڅ غور نۀ کوى، او هغوئ چې ستا قوم دپاره ستا غېرت ته وګورى نو وبه شرميږى. او بيا به تۀ سور اور په خپلو دشمنانو نازل کړې.
12اے مالِکه خُدايه، تۀ به مونږ له امن راکوې، ځکه چې زمونږ ټولې کاميابۍ ستا د لاسه دى.
13اے مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، نورو مالِکانو په مونږ حکمرانى کړې ده، خو يواځې تۀ هغه هستى يې چې مونږ يې عبادت کوُو.
14خو اوس هغوئ مړۀ شوى دى او بيا به نۀ راژوندى کيږى، د هغوئ روحونه به واپس نۀ راځى، ځکه چې تا دوئ له سزا ورکړې ده او تباه کړى دې دى. او د هغوئ نوم او نشان دې ختم کړے دے.
15اے مالِکه خُدايه، تا خپل قوم له ترقى ورکړې ده، تا خپل قوم لوئ کړے دے او خپله لوئى دې څرګنده کړې ده. ستا د وجې د هغوئ علاقه په هر طرف باندې خوره شوې ده.
16اے مالِکه خُدايه، چې هغوئ په مصيبت کښې ګېر شول نو ستا تلاش يې شروع کړو او ستا د تنبيه لاندې يې دُعا شروع کړه.
17اے مالِکه خُدايه، تا مونږ داسې ژړولى يُو، لکه چې يوه ښځه د بچى د پېدا کېدو د درد په وجه ژاړى.
18مونږ په خوږ او درد مبتلا يُو، خو زمونږ د تکليف نه هيڅ هم پېدا نۀ شول. نۀ مونږ زمکې ته خلاصون ورکړے دے، او نۀ مو دُنيا ته ژوندون راوړے دے.
19خو زمونږ کوم خلق چې مړۀ شوى دى نو هغه بيا راژوندى شى. د هغوئ مړۀ جسمونه به بيا راژوندى شى. کوم چې په قبرونو کښې پراتۀ دى نو هغه به راپاڅى او د خوشحالۍ سندرې به وائى. لکه څنګه چې د پرخې څاڅکى زمکه تازه کوى، نو داسې به مالِک خُدائ هغه خلق بيا راژوندى کړى کوم چې پخواه مړۀ شوى دى.
20زما خلقو، خپلو کورونو ته ننوځئ او په ځان پسې دروازې بندې کړئ. د څۀ وخت دپاره ځانونه پټ کړئ چې د خُدائ پاک غصه سړه شى.
21وګورئ، مالِک خُدائ په آسمان کښې د خپل اوسېدو ځائ نه راروان دے چې د زمکې خلقو له د هغوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. کومه وينه چې په زمکه باندې تويه شوې وه نو هغه به راښکاره کړے شى او چې څوک وژلى شوى وى نو زمکه به يې نۀ پټوى.