Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
6 verses
1کله چې هغه وخت راشى، نو اووۀ ښځې به يو سړے راونيسى او ورته به ووائى، ”مونږ به په خپله د خپل ځان دپاره د جامو او روټۍ اِنتظام کوُو، خو چې مونږ صرف ستا په نوم پورې تړلې يُو چې تۀ زمونږ خاوند يې، او داسې به مونږ د شرم نه بچ شُو.“د يروشلم بحال کېدل
2هغه وخت راروان دے چې د مالِک خُدائ څانګه به د هغه مُلک هر يو بوټے او ونه لويه او ښائسته کړى. نو چې کوم اِسرائيليان ژوندى پاتې وى نو هغوئ ټول به خوشحاله وى او په هغه فصلونو به فخر کوى چې په هغه مُلک کښې پېدا کيږى.
3هر څوک چې په يروشلم کښې پاتې وى، نو خُدائ پاک به د هغۀ دپاره ژوند غوره کړے وى نو هغه به مقدس ګڼلے شى.
4مالِک خُدائ به د صيون ښار د ښځې ګندګى ووينځى، هغه به د يروشلم نه د وينې داغونه د عدالت روح سره او د اور روح سره صفا کړى.
5بيا د صيون په غرۀ او په هغه ټولو خلقو چې هلته راغونډ وى، په هغوئ به مالِک خُدائ د ورځې وريځ راولېږى او د شپې به ورباندې لوګے او ځلېدونکے اور راولېږى. د خُدائ پاک جلال به هغه ټول ښار پټ کړى او د هغې حِفاظت به وکړى.
6د هغۀ جلال به په هغه ښار باندې لکه د خېمې په شان وى چې د ورځې د ګرمۍ نه سورے جوړ کړى او دا به د امن ځائ وګرځوى او د باران او طوفان نه به يې محفوظ وساتى.