Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1مالِک خُدائ فرمائى، ”ما خپل ځان هغوئ ته څرګند کړو چا چې زما تپوس نۀ کولو، او په هغوئ مې ځان پېدا کړو چا چې زما لټون نۀ کولو. ما وئيل چې، زۀ حاضر يم، زۀ حاضر يم. خو بيا هم دې قوم زما نوم نۀ اخستلو.
2ما ټوله ورځ سرکشه خلقو ته لاسونه کولاو نيولى وُو. خو هغوئ په خپلو غلطو لارو ځى او ګډو وډو خيالونو پسې ګرځى.
3هغوئ مسلسل زما په وړاندې زما بېادبى کوى. هغوئ په مقدسو باغونو کښې قربانيانې پېش کوى او د غېرو قومونو په قربانګاه باندې خوشبويۍ سوزوى.
4هغوئ په قبرستان کښې کښېنى او په پټو ځايونو کښې شپې تېروى. هغوئ د خنزير غوښه خورى، او د حرام خوراک ښوروا د هغوئ په لوښو کښې وى.
5او بيا دوئ يو بل ته وائى، ”ما ته مۀ رانزدې کېږه ګنې ما به پليت کړې. زۀ ستا نه زيات مقدس يم.“ داسې خلق زما په سپېږمو کښې د بدبوئ په شان دى، د داسې خراب بوئ په شان چې هيڅکله نۀ ختميږى.
6ګورئ، دا زما په وړاندې ليکلے شوى دى، زۀ به غلے نۀ پاتې کېږم او هغوئ له به پوره پوره سزا ورکوم. آو، بېشکه زۀ به هغوئ نه بدله اخلم.“
7مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ ته به نۀ صرف د خپلو ګناهونو بلکې د پلار نيکۀ د ګناهونو سزا به هم ورته ملاويږى. ځکه چې هغوئ په غرونو کښې خوشبويانې سوزولې دى او زما بېادبې يې کړې ده. نو ځکه به هغوئ له پوره پوره سزا ورکړم.“
8مالِک خُدائ فرمائى، ”ترڅو پورې چې په انګورو کښې لږ رس پاتې وى نو خلق وائى، چې دا مۀ ضائع کوئ، ځکه چې په دې کښې څۀ نه څۀ شته چې باعثِ برکت دى. زۀ به بنى اِسرائيلو سره هم داسې کوم. د خپلو خادِمانو د خاطره به زۀ ټول نۀ تباه کوم.
9زۀ به يعقوب او يهوداه له داسې اولاد ورکړم چې زما غرونه به قبضه کړى. زما غوره کړے شوى به د دې وارثان شى او زما خِدمت کوونکى به هلته اوسيږى.
10د شارون په مېدان کښې به ګډې چېلۍ څرى او د مصيبت په وادۍ کښې به څاروى آرام کوى. دا به زما د هغه خلقو دپاره وى چې څوک زما لټون کوى.
11خو تاسو چا چې مالِک خُدائ ته شا کړه او زما مقدس غر مو هېر کړو، چا چې د قِسمت معبود ته دسترخوان ويړ کړو او د بخت معبود ته مو د ميو جامونه ډک کړل،
12اوس به زۀ تُوره ستاسو په قِسمت کړم. تاسو ټول به د حلالونکى په وړاندې ټيټ شئ، ځکه چې کله ما آواز درکړو، نو تاسو جواب رانۀ کړو، او چې کله مې درسره کلام کولو، نو تاسو نۀ اورېدو. او زما د سترګو په وړاندې تاسو قصداً ګناه کوله او هغه څۀ به مو کول د څۀ چې تاسو ته پته ده چې زۀ ترې نفرت کوم.“
13نو ځکه مالِک خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”زما خادِمان به خوراک کوى خو تاسو به اوږى يئ. زما خادِمان به څښل کوى خو تاسو به تږى يئ. زما خادِمان به خوشحالى کوى خو تاسو به غمژن او په شرم پټ يئ.
14زما خادِمان به د خوشحالۍ سندرې وائى، خو تاسو به په مايوسۍ او غمژن زړۀ سره ژړا کوئ.
15زما د غوره کړے شوو خلقو په مينځ کښې به ستاسو نوم لعنتى وى، ځکه چې مالِک خُدائ به تاسو تباه کړى. او خپلو حقيقى خادِمانو له به يو بل نوم ورکړى،
16نو چې په مُلک کښې هر څوک هم د برکت دُعا غواړى نو هغه به د رښتياو خُدائ پاک په نوم برکت غواړى. هر څوک هم چې قسم کوى نو هغه به د رښتياو خُدائ پاک په نوم قسم خورى. ځکه چې د تېرې زمانې تکليفونه به هېر کړے شى. او زما د سترګو نه به پناه شى.“
17”ګورئ، زۀ نوى آسمانونه او نوې زمکه جوړوم. د تېرې زمانې څيزونه به نۀ شى يادولے، او نۀ به په خيال خاطر کښې راځى.
18خوشحاله شئ. او زۀ چې څۀ پېدا کوم نو په هغې همېشه خوشحالى کوئ. ګورئ، زۀ به يروشلم د خوشحالۍ ځائ جوړ کړم، او د هغې خلق به د خوشحالۍ سبب وى.
19زۀ پخپله به په يروشلم خوشحالى کوم، او د هغې په خلقو به خوشحاله يم. په هغې کښې به نور د ژړا شور او د پرېشانۍ چغې نۀ شى اورېدے.
20واړۀ ماشومان به نور په کم عُمر کښې نۀ مرى او ټول خلق به اوږدۀ عُمرونه تېروى. د چا عُمر چې صرف سل کاله وى نو هغه به هم ځوان ګڼلے شى. او څوک چې د سلو کالو نه مخکښې مړ شى نو هغه به لعنتى ګڼلے شى.
21خلق به کورونه جوړوى او په خپله به په کښې اوسيږى، د انګورو باغونه به کَرى او په خپله به يې خورى.
22بيا به داسې نۀ وى چې د کور جوړولو نه پس به بل څوک پکښې اوسيږى، او د باغ لګولو نه پس به بل څوک د دې مېوه خورى. زما د خلقو عُمرونه به د ونو په شان اوږدۀ وى. او زما غوره کړے شوى به د خپل محنت څيزونو نه ښۀ خوند اخلى.
23د هغوئ خوارى به بېځايه نۀ وى او د هغوئ بچى به د افت سره نۀ مخ کيږى. ځکه چې هغوئ به د مالِک خُدائ بختور خلق وى، هغوئ او د هغوئ اولاد به برکتناک وى.
24د دې نه مخکښې چې هغوئ ما له آواز راکړى زۀ به جواب ورکړم. هغوئ به لا د خپلو حاجتونو په حقله خبرې کوى چې ما به د هغوئ دُعاګانې قبولې کړې وى.
25شرمخان او ګډې به يو ځائ خوراک کوى، زمريان به د څاروو په شان بوس خورى او ماران به خاورې خورى. زما په مقدس غر، صيون باندې به نۀ څۀ غلط کار کيږى او نۀ به چا ته څۀ نقصان رسى. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“