Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
2”دلته وادۀ ونۀ کړې او نۀ زامن او لوڼه پېدا کړې.
3ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې، کوم ماشومان چې دلته پېدا کيږى او هم داسې د هغوئ مور، پلار
4چې هغوئ به د سختو بيمارو نه مړۀ شى. او په هغوئ به هيڅ څوک ژړا ونۀ کړى او نۀ به يې ښخ کړى، او د هغوئ لاشونه به په زمکه لکه د سوټو په شان خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. او هغوئ به په جنګ او قحط مړۀ شى، او د هغوئ لاشونه به د ټپوسانو، او د ځنګلى ځناورو خوراک شى.
5مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، هغه کور ته مۀ ورننوځه په کوم کښې چې د مړى ژړا وى، د هغوئ سره ماتم او همدردى مۀ کوه، ځکه چې ما د هغه خلقو نه خپل برکت، مينه او رحم اخوا کړے دے، دا د مالِک خُدائ وينا ده.
6مالداره او غريبانان به دواړه په دې مُلک کښې مړۀ شى، هغوئ به نۀ ښخ کړے شى او نۀ به ورباندې ماتم وشى، د هغوئ دوستان به نۀ خپل ځانونه دردمند کړى او نۀ به د خفګان ښکاره کولو په وجه خپل سرونه د هغوئ دپاره ګنجى کړى.
7هيڅوک به هغوئ ته د غمرازۍ روټۍ نۀ راوړى، تر دې چې د خپل مور او پلار دپاره به تعزيت نۀ کوى، او نۀ به ورته څوک د تسلۍ دپاره څښلو له څۀ ورکوى.
8او هغه کور ته هم مۀ ورننوځه په کوم کور کښې چې د خوراک څښاک پروګرام وى او د هغوئ سره روټۍ ته مۀ کښېنه.
9ځکه چې دا مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ درته فرمائى، ستا په ژوند کښې او ستا د سترګو د وړاندې به زۀ په دې مُلک کښې د خندا او د خوشحالۍ آوازونه ختم کړم. نور به په کښې د ناوې او زلمى د خوشحالۍ آوازونه نۀ اورېدلے کيږى.
10کله چې تۀ هغوئ ته دا هر څۀ ووائې نو هغوئ به درنه تپوس وکړى چې، مالِک خُدائ په مونږ دومره سخت افت ولې نازلوى؟ مونږ څۀ غلطى کړې ده؟ مونږ داسې کومه ګناه د مالِک خُدائ خلاف کړې ده؟
11نو بيا هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى چې، ستاسو پلار نيکۀ زۀ هېر کړے وم، هغوئ زما په ځائ د نورو معبودانو عبادت او خِدمت وکړو. او هغوئ زۀ پرېښودم او زما د کلام تابعدارى يې ونۀ کړه.
12خو تاسو د خپل پلار نيکۀ نه هم زيات بد سلوک وکړو. ګوره چې څنګه تاسو هر يو زما د پيروى په ځائ د خپلو سرکشه او بدکاره زړونو خواهشاتو ته غوږ ونيولو.
13نو زۀ به تاسو د دې مُلک نه داسې مُلک ته وشړم چې نۀ يې تاسو ته څۀ پته شته او نۀ يې ستاسو پلار نيکۀ ته څۀ پته وه، نو هلته به تاسو شپه او ورځ د نورو معبودانو عبادت کوئ، ځکه چې زۀ به په تاسو نور رحم نۀ کوم.“
14مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”داسې وخت راروان دے چې خلق به داسې قسم نۀ خورى چې، د ژوندى خُدائ پاک په نوم مې دې قسم وى چا چې بنى اِسرائيل د مِصر نه راوويستل.
15خو هغوئ به داسې قسم خورى چې، د ژوندى خُدائ پاک په نوم مې دې قسم وى چا چې بنى اِسرائيل د شمال او د هغه ټولو مُلکونو نه راوويستل کومو ته چې هغۀ شړلى وُو. ځکه چې زۀ به هغوئ دوباره هغه مُلک ته واپس راولم کوم چې ما د هغوئ پلار نيکۀ له ورکړے وو.“
16مالِک خُدائ فرمائى چې، ”بلکې زۀ به اوس ډېر ماهيګر درولېږم چې هغوئ به دوئ راونيسى. او د دې نه وروستو به زۀ ډېر ښکاريان درولېږم او دوئ به هغوئ په هر يو غر، غونډۍ او د ګټانو د غارونو نه ښکار کړى.
17د هغوئ ټول عملونه زما د سترګو د وړاندې دى او زۀ يې وينم، هغه زما نه پټ نۀ دى، او تر دې چې د هغوئ ګناهونه هم زما د سترګو نه پټ پناه نۀ دى.
18زۀ به هغوئ له د خپلو ګناهونو او حرامو کارونو بدله يو په دوه ورکړم، ځکه چې هغوئ د بېساه شکلونو او نفرت آميزه بُتانو په وجه زما موروثى مُلک پليت کړے دے.“
19اے مالِکه خُدايه، تۀ زما طاقت او زما قلعه يې، د مصيبت په وخت کښې زما پناه ګاه يې. د دُنيا د آخر سر نه به قومونه تا ته راشى او وائى به چې، ”زمونږ پلار نيکۀ سره هيڅ نۀ وو بلکې دروغژن معبودان، هغه بېکاره بُتان چې دوئ ته هيڅ قسمه ښېګړه نۀ شى ورکولے.
20خلق خو ځان له خپل خُدايان په خپله جوړوى، خو په حقيقت کښې هغه صحيح خُدايان نۀ وى.“
21”نو په دې وجه به زۀ هغوئ ته په دې وخت کښې د خپل زور او طاقت په حقله تعليم ورکړم. نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې زما نوم مالِک خُدائ دے.“