Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1مالِک خُدائ ما يرمياه له پېغام راکړو،
2”لاندې د کُلال کور ته لاړ شه، نو هلته به زۀ تا له خپل پېغام درکړم.“
3نو زۀ هلته د کُلال کور ته لاړم او ما هغه وليدو چې په خپله څرخه يې کار کولو.
4خو چې کوم لوښے به هغۀ د خټې نه جوړولو نو هغه به په لاس کښې هغه شان نۀ راتلو کوم به چې د هغۀ اُميد وو نو بيا به يې هغه خراب کړو او بل څيز به يې ترې نه جوړول شروع کړل کوم به چې هغۀ ته ښۀ ښکارېدو.
5بيا مالِک خُدائ ما له دا پېغام راکړو چې،
6”اے بنى اِسرائيلو، نو زۀ دا نۀ شم کولے چې تاسو سره هغه کار وکړم کوم به چې کُلال د خټې سره کولو؟ لکه څنګه چې خټه د کُلال په لاس کښې وه، داسې تاسو زما په لاس کښې يئ. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
7هرکله کۀ چرې زۀ وغواړم چې يو قوم يا بادشاهت د بېخ نه ختم کړم، يا هغه راوغورزوم او تباه يې کړم،
8او کۀ چرې هغه قوم کوم ته چې ما خبردارے ورکړے وى، د خپلو بدو عملونو نه راوګرځى، نو بيا به زۀ نرمۍ نه کار واخلم او د خپلې ارادې نه به واپس شم او په هغوئ به هغه افت نۀ راولم.
9او کۀ بل وخت کښې زۀ چرې دا ووايم چې زۀ به دا قوم يا يو بادشاهت آباد او قائم کړم،
10خو کۀ بيا هغه مُلک زما په وړاندې شرارت کوى او زما تابعدارى ونۀ کړى نو زۀ به د هغه ښۀ کولو اراده پرېږدم د کوم چې ما د هغوئ دپاره اراده کړې وه.
11نو اوس زما د طرفه د يهوداه او يروشلم خلقو ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى چې ګورئ، زۀ په تاسو د افت راوستلو تيارے کوم او ستاسو خلاف منصوبه جوړوم. نو هر يو دې د خپلو بدو طريقو نه راواوړى، او هغه څۀ دې کوى کوم چې ښۀ وى.
12خو هغوئ په جواب کښې ووئيل چې، خپله خولۀ دې په مونږ مۀ خرابوه، مونږ چې په کومو طريقو اوسېدل غواړُو هغه شان به اوسيږو، په سرکشۍ سره به د خپل زړۀ بد خواهشونه پوره کوُو.“
13”نو په دې وجه مالِک خُدائ فرمائى چې، د نورو قومونو د خلقو نه دا تپوس وکړه چې کله هم هغوئ د داسې کار په حقله اورېدلى دى. بنى اِسرائيل دې د پاکې پېغلې په شان وى، خو هغې ډېر بد کار وکړو.
14آيا د لبنان د غرونو د څوکو نه کله هم واوره ويلې شوې او ختمه شوې ده څۀ؟ آيا د هغوئ د غريزه او لرې چينو يخې اوبۀ بهېدل کله ختم شوى دى څۀ؟
15بلکې زما خلقو زۀ هېر کړے يم، او هغوئ بېکاره بُتانو ته خوشبويۍ وسوزولې، بُتان کوم چې د هغوئ د تيندک باعث شُو او دوئ يې د پخوانو ښو لويو لارو نه جدا کړل او په کچه لارو باندې روان شول.
16نو په دې وجه به د هغوئ مُلک په بيابان بدل کړے شى او نورو ته به د خندا ذريعه وګرځى. څوک هم چې په دې لاره تېريږى نو هغوئ به حق حيران شى او د يهوداه په حالت به يې د يرې نه وېښتۀ نيغ ودريږى.
17نو زۀ به لکه د نمرخاتۀ د با�� په شان هغوئ د دشمنانو په وړاندې خوارۀ وارۀ کړم. او د هغوئ د مصيبت په ورځ به زۀ خپل مخ د هغوئ نه واړوم او د هغوئ فريادونه به نۀ اورم.“
18نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“
19نو بيا ما ووئيل چې، ”اے مالِکه خُدايه، ما ته غوږ ونيسه او زما دشمنان چې زما خلاف څۀ وائى په هغې غور وکړه.
20ولې هغوئ د ښو بدله په بدو سره ورکوى څۀ؟ اوس خو هغوئ زما د وژلو دپاره کنده کنستلې ده. هغه وخت راياد کړه چې زۀ به ستا په حضور کښې ودرېدم او د هغوئ سفارش به مې تاسو ته کولو چې په هغوئ باندې خپل قهر او غضب مۀ نازلوه.
21خو اے مالِکه خُدايه، اوس پرېږده چې د هغوئ بچى د لوږې نه مړۀ شى، پرېږده چې هغوئ په تُوره قتل کړے شى. د هغوئ ښځې دې بورې او کونډې شى، پرېږده چې د هغوئ بوډاګان سړى په وبا مړۀ شى، پرېږده چې د هغوئ ځوانان په جنګ مړۀ شى.
22پرېږده چې ناګهانه په هغوئ جنګى سپاهيان ورننوځى، او د هغوئ د کورونو نه دې چغې او سورې واورېدلے شى. ځکه چې هغوئ زما دپاره کنده کنستلې ده او پټ دام يې راته خور کړے دے.
23خو اے مالِکه خُدايه، تۀ د هغوئ په ټولو منصوبو باندې پوهه يې چې زما د وژلو دپاره يې تيارې کړې دى. تۀ د هغوئ جرم مۀ معاف کوه او مۀ د هغوئ ګناه د خپلو سترګو نه اخوا کوه. پرېږده چې هغوئ ستا په وړاندې راوغورزيږى، او په خپل قهر او غضب کښې هغوئ له سزا ورکړه.“