Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1کله چې فشحور د اِمير زوئ څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې مشر اِمام وو، هغه څۀ واورېدل د څۀ چې يرمياه پېشګوئې کوله،
2نو هغۀ يرمياه نبى راګېر کړلو او په کوړو يې ووهلو او بيا يې هغه پاس د مالِک خُدائ په کور کښې د بنيامين په دروازه کښې د لرګى په کُنده کښې بند کړلو.
3په بله ورځ کله چې فشحور هغه د کُندې نه آزاد کړو، يرمياه هغۀ ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ستا نوے نوم اېښے دے او د نن نه پس به ستا نوم فشحور نۀ وى بلکې په هر اړخ باندې دهشت.
4ځکه مالِک خُدائ په خپله دا فرمائى چې، زۀ به په تا او ستا په دوستانو باندې دهشت راولم، او تۀ به په خپلو سترګو سره د هغوئ وژل د دشمنانو د لاسه ووينې. زۀ به د يهوداه ټول خلق د څپرکیل بادشاه ته حواله کړم، څوک چې به د هغوئ نه ځينې څپرکیل ته قېديان بوځى او ځينې به په تُوره قتل کړى.
5زۀ به د دې ښار ټول مال دولت او د هغوئ ټول قيمتى سامانونه او د يهوداه بادشاه خزانې د هغوئ دشمنانو ته حواله کړم. هغوئ به دا لوټ کړى او څپرکیل ته به يې يوسى.
6ترڅو چې ستا خبره ده فشحوره، تۀ او ستا مکمل خاندان به هم ونيولے شى او څپرکیل ته به بوتلے شى. هلته به تاسو او ستا هغه ټول دوستان مړۀ او ښخ شى چا ته به چې تا په دروغو پېشګوئې کوله چې هيڅ پرواه مۀ کوئ خير به شى.“
7اے مالِکه خُدايه، تا زۀ دوکه کړم، او زۀ دوکه شوم. تاسو زورَور يئ او زۀ دې مغلوب کړم. زۀ اوس ټوله ورځ د مسخرو شوم، او هر څوک ما پورې ټوقې او خندا کوى.
8کله چې هم زۀ خپله خولۀ خلاصوم، نو بيا ضرور زۀ د ظلم او تباهۍ په حقله چغې سورې وهم. ځکه چې زۀ د مالِک خُدائ د کلام په وجه ټوله ورځ کنځل او بدې ردې تېروم او سپکولے شم.
9خو چې کله زۀ ووايم چې، ”زۀ به د مالِک خُدائ په حقله خبرې نۀ کوم او نۀ به نور د هغۀ پېغام چا ته رسوم،“ نو بيا د هغۀ کلام زما په زړۀ کښې لکه د اور په شان بليږى او هغه اور زما هډوکو ته رسيږى. زۀ په ځان کښې د هغۀ د ايسارولو د کوشش په وجه ډېر ستړے شوے يم او زۀ هغه نۀ شم ايسارولے.
10ما د خپل ځان په حقله د ډېرو خلقو ګونګوسى اورېدلى دى. هغوئ وائى چې، ”هرې خوا ته دهشت دے بس دهشت. راځئ چې د هغۀ اِطلاع ورکړُو. راځئ چې د هغۀ په حقله اِطلاع ورکړُو.“ زما نزدې دوستان هم زما د غورزېدلو په انتظار دى، او هغوئ وائى چې، ”شايد چې هغه دوکه شى، نو بيا به يې راګېر کړُو او د هغۀ نه به خپله بدله واخلو.“
11بلکې مالِک خُدائ د يو طاقتور جنګيالى په شان ما سره دے، نو بيا څوک هم چې زما د ژوند ختمولو پسې دى هغوئ به هيڅکله هم کامياب نۀ شى، او په خپله به تيندکونه وخورى. هغوئ به ناکاميابه شى او په شرمونو به وشرميږى، د هغوئ دا بېعزتى به هيڅکله د هېرېدلو نۀ وى.
12خو اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، تاسو په خپله صادق سړے وينئ، او تاسو په خپله د انسان د زړۀ او دماغ ژور سوچونه او رازونه آزمايئ. ما خپل خواست تا ته پېش کړے دے نو په دې وجه تاسو زما بدله اخستل ما ته وښايئ.
13د مالِک خُدائ حمد ووايئ. د مالِک خُدائ ثناء صِفت ادا کړئ. هغه غريبانان د شريرانو د لاس نه بچ کوى.
14په هغه ورځ دې لعنت وى په کومه چې زۀ پېدا شوے وم. او هغه ورځ دې مبارکه نۀ وى په کومه ورځ چې زۀ د مور نه پېدا شوم.
15په هغه کس دې لعنت وى چا چې زما د پلار د خوشحالولو دپاره دا زېرے راوړے وو چې، ”ستا زوئ پېدا شوے دے.“
16هغه سړے دې د هغه ښارونو په شان شى کوم چې مالِک خُدائ په بېرحمۍ سره تباه کړى وُو. هغه دې په سحر کښې د يرې چغې واورى او په غرمه کښې دې د جنګ شور واورى،
17ځکه چې زۀ هغۀ د پېدا کېدو نه وړاندې د مور په ګېډه کښې مړ نۀ کړم، ترڅو چې د هغې ګېډه زما قبر جوړ شوے وے.
18زۀ د مور د خېټې نه ولې دُنيا ته راغلم؟ د دې دپاره پېدا شوم چې په دُنيا کښې تکليفونه او کړاونه وګورم، او چې زما ژوند په بېعزتۍ کښې ختم شى؟