Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
63 verses
1مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ګوره، زۀ به د څپرکیل او د هغۀ د خلقو خلاف تباه کوونکې هوا راوچته کړم.
2زۀ به څپرکیل ته غېر مُلکيان ورولېږم چې هغه چاڼ کړى او د هغۀ مُلک تباه کړى. او هغوئ به په هغۀ د هرې خوا نه حمله وکړى کله چې د هغۀ د تباهۍ ورځ راشى.
3د څپرکیل فوجيان ليندو راښکلو ته مۀ پرېږدئ، او زغرو اچولو ته يې مۀ پرېږدئ. د هغوئ ځوانان درنه بچ نۀ شى، د هغوئ فوجيان په مکمل توګه تباه کړئ.
4هغوئ به په څپرکیل کښې مړۀ شى، او د هغۀ په کوڅو کښې به سخت زخميان شى.
5خو اِسرائيل او يهوداه خُدائ پاک ربُ الافواج نۀ دى هېر کړى، کۀ څۀ هم چې د هغوئ مُلک د بنى اِسرائيلو د مقدس ذات په خلاف د ګناه نه ډک دے.
6د څپرکیل نه وتښتئ، د خپل ژوند د بچ کولو دپاره منډه ووهئ، د هغۀ د ګناهونو په وجه خپل ځان مۀ مړ کوئ. دا د مالِک خُدائ د انتقام وخت دے، هغه به ورته پوره بدل ورکړى د کوم چې څپرکیل حقدار وى.
7څپرکیل د مالِک خُدائ په لاس کښې د سرو زرو پياله وه، هغه پيالۍ چې ټوله زمکه يې نشه کړه. قومونو د هغۀ شراب وڅښل نو په دې وجه هغوئ اوس مست شول.
8خو ناګهانه څپرکیل هم راوغورزېدو په هغۀ ماتم وکړئ. د هغۀ زخمونو له مرهم ورکړئ. کېدے شى چې هغه شفا ومومى.
9مونږ به هغۀ ته شفا ورکړې وه کۀ چرې مونږ کولے شو، خو هغه اوس نۀ رغيږى. راځئ چې اوس هغه پرېږدو او هر يو خپل مُلک ته واپس لاړ شُو، د هغۀ سزا اوس آسمان ته رسېدلې ده، دا دومره لويه ده چې هغه اوس د اندازه کولو نه بهر ده.
10مالِک خُدائ دا خبره څرګنده کړه چې مونږ په حقه يُو. راځئ چې په صيون کښې هغه څۀ ووايو کوم کارونه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک کړى دى.
11خپل غشى تېرۀ کړئ، او خپل ډالونه راوچت کړئ، مالِک خُدائ دا مادى بادشاهان راوچت کړى دى، چې د څپرکیل خلاف پېش قدمى وکړى او هغه تباه کړى. دا د هغۀ انتقام اخستل دى د هغه چا نه چا چې د هغۀ کور پليت کړے دے.
12د څپرکیل د دېوالونو خلاف جنډا اوچته کړئ، د ښار محافظان مضبوط کړئ، او چوکيداران ودروئ او د پټ ګزار دپاره تيارے وکړئ، ځکه چې مالِک خُدائ به خپله منصوبه او مقصد پوره کړى، هغۀ چې څۀ وفرمائيل نو هم هغه به د څپرکیل د خلقو سره وکړى.
13اے څپرکیله، تۀ د ډېرو سيندونو په غاړه پروت ښار يې او د مال دولت او تجارت نه ډک يې، خو ستا اَنجام رارسېدلے دے، او ستا د ژوند تار شلېدلے دے.
14مالِک خُدائ ربُ الافواج په خپل ذات باندې قسم وکړو چې، زۀ به ستاسو ښارونه د دشمنانو نه ډک کړم، لکه څنګه چې يو پټے د مُولخانو نه ډک وى، او هغوئ به په تاسو باندې د فتحې چغې ووهى.“
15”مالِک خُدائ په خپل قدرت سره زمکه جوړه کړه. او په خپل حکمت سره يې دُنيا قائمه کړه. او په خپل عقل يې آسمانونه خوارۀ کړل.
16د هغۀ په حُکم باندې آسمان په غرار شى، هغه وريځې د زمکې د يو سر نه تر بل سره پورې خوروى. هغه برېښنا د باران سره رالېږى او د خپلو ذخيرو نه هوا رالوځوى.
17د انسان ټول نسلونه بېعقله او بېعلمه دى، هغه کاريګر چې بُتان جوړوى دوئ به د دې بُتانو په وجه وشرميږى، ځکه چې د دوئ بُتان هم دوکه ده او ساه په کښې نشته.
18دا بُتان فضول او د مسخرو څيزونه دى. کله چې د هغوئ د حساب کِتاب ورځ راشى دا به ټول تباه شى.
19خو مالِک خُدائ د يعقوب ميراث د دې بُتانو په شان نۀ دے. هغه د هر شى خالق دے، د بنى اِسرائيلو په شمول چې د هغۀ خپل قوم دے. او د هغۀ نوم ربُ الافواج دے.“
20مالِک خُدائ فرمائى چې، ”اے څپرکیله، تۀ زما د جنګ تبر يې، او زما د جنګ وسله يې. ستا په ذريعه به زۀ قومونه ذره ذره کوم، او زۀ به په تا بادشاهتونه تباه کوم،
21زۀ به ستا په ذريعه آسونه او د هغۀ سوارۀ ذره ذره کوم، زۀ به په تا ګاډۍ او د هغې چلوونکى تس نس کوم،
22زۀ به په تا ښځې او سړى ذره ذره کوم، زۀ به په تا بوډاګان او ځوانان وژنم، زۀ به په تا ځوانان او پېغلې ذره ذره کوم،
23زۀ به په تا شپونکى او رمې تس نس کوم، زۀ به په تا زميندار او د غوَيانو جوړې ذره ذره کوم، زۀ به په تا حکمرانان او مشران وژنم.“
24”ستا د سترګو د وړاندې به زۀ څپرکیليانو او څوک چې په څپرکیل کښې اوسيږى د هغوئ د بدو کارونو په بدله کښې چې يې په صيون کښې کړى دى بدله ورکړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
25مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ ستا په خلاف يم، اے تباه کوونکيه غره، تۀ چې ټوله زمکه تباه کوې. زۀ به خپل لاس ستا په خلاف دراوږد کړم، چې د اوچت ځائ نه دې رانسکور کړم، او چې درنه يو سوزېدلے او د ايرو غر جوړ کړم.
26ستا نه به يو کاڼے هم راوچت نۀ کړے شى چې د ګوټ کاڼے شى، او نۀ به درنه يو کاڼے د بنياد دپاره استعمال شى، ځکه تۀ به د تل دپاره په خرابه بدل شې. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
27په هغه مُلک کښې د څپرکیل خلاف جنډا راوچته کړئ، په قومونو کښې بيګل وغږوئ، قومونه د هغۀ په خلاف د جنګ دپاره تيار کړئ، او دغه بادشاهتونه د هغۀ په خلاف راوچت کړئ يعنې، اراراط، مِنى، او اشکناز بادشاهتونه د هغۀ خلاف راوغواړئ. او د هغۀ خلاف جنګى کمانډر مقرر کړئ، او د هغۀ خلاف دومره آسونه راولئ لکه د مُولخانو پرګله.
28قومونه د څپرکیل خِلاف د جنګ دپاره تيار کړئ. د مادى بادشاهان، د هغوئ حکمرانان او د هغوئ ټول مشران، او هغه ټول مُلکونه چې هغوئ ورباندې حکومت کوى راوغواړئ چې د هغوئ خلاف جنګ وکړى.
29زمکه لړزيږى او د دردونو په وجه چورليږى، ځکه چې مالِک خُدائ د څپرکیل په خلاف چې کومه منصوبه تياره کړې ده هغه نۀ بدلېدونکې ده. نو څپرکیل به په خرابه بدل کړے شى او يو کس به هم هلته نۀ اوسيږى.
30د څپرکیل فوجيانو جنګ بس کړو، او په خپلو برجونو کښې بند پاتې شول. د هغوئ زور ختم شو او هغوئ لکه د ښځو په شان بُزدله شول. حمله کوونکو د هغوئ کورونو ته اور واچولو او د هغوئ د ښار دروازې يې ماتې کړې.
31قاصدان د يو بل نه مخکښې کيږى او په منډه دى چې د څپرکیل بادشاه ته دا پېغام ورسوى او په دې يې خبر کړى چې د هغۀ ټول ښار قبضه شو،
32دشمن د سيندونو لارې ګودرې د تښتېدلو دپاره بندې کړې دى او په جبو او لوخو يې اور بل کړے دے او د څپرکیل فوجيان يرې راخستى دى.
33مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، څپرکیل لکه د درمند په شان تيار دے او اوس هغه وخت رارسېدلے دے چې خلق هغه د پښو لاندې کړى هرکله چې د لو وخت شروع شى.“
34”نبوکدنضر د څپرکیل بادشاه مونږ لواړ تېر کړُو، او هغۀ مونږ سرګردانه او مات کړُو، هغۀ مونږ لکه د تش منګى په شان يوې خوا ته وغورزولو. لکه د ښامار په شان يې تېر کړُو او زمونږ د ښو غوښو نه يې خپله ګېډه ډکه کړه، او نوره يې بيا د خولې نه تُو کړه.“
35خو اوس دې د صيون اوسېدونکى وائى چې، ”مونږ سره چې کوم ظلم زياتے شوے دے هم هغه شان حالات دې په څپرکیل راشى.“ د يروشلم اوسېدونکى دې وائى چې، ”زمونږ چې کومه وينه توئ شوې ده نو د هغې ذمه وارى دې د څپرکیل په غاړه وى.“
36نو په دې وجه مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”زۀ به ستاسو د حق دفاع وکړم او ستاسو انتقام به واخلم، زۀ به د هغۀ د سيند او چينو اوبۀ اوچې کړم.
37څپرکیل نه به د تباهۍ ډېرے جوړ شى، او ګيدړان به په کښې غارونه جوړ کړى. هغه به نورو ته د يرې او مسخرو شى، او څوک به هم په کښې نۀ اوسيږى.
38د څپرکیل ټول خلق به لکه د زمرو په شان شور کوى. او هغه به لکه د زمرو د ورکوټو بچو په شان غريږى.
39خو کله چې هغوئ په مستۍ کښې راشى نو زۀ به هغوئ دپاره مېلمستيا وکړم او هغوئ به ښۀ نشه کړم، نو بيا به هغوئ په چغو سورو او خندا ګانو کښې داسې د ټول عمر دپاره اودۀ کړم چې بيا به کله هم راوچت نۀ شى. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
40زۀ به هغوئ لکه د ګډورو، چېلو او ګډانو په شان حلالېدو دپاره بوځم.“
41مالِک خُدائ د څپرکیل په حقله فرمائى چې، ”د څپرکیل هغه لوئ ښار چې ټولې دُنيا به يې صِفت کولو څنګه شکست وخوړو او قبضه شو، د ټولو قومونو دپاره د څپرکیليانو نه څۀ يروونکے منظر جوړ شو.
42سمندر به په څپرکیل راواوړى او د هغۀ زورَورى چپې به څپرکیل پټ کړى.
43د هغۀ ښارونه به وران او تباه کړى او په اوچه دشته او ميره باندې به بدل شى، هغه به په داسې زمکه باندې بدل شى چې څوک به هم په کښې نۀ اوسيږى، او نۀ به څوک په کښې سفر کوى.
44زۀ به د څپرکیل معبود بيل بُت ته سزا ورکړم، او څۀ چې يې خوړلى دى هغه به پرې ګنډير کړم. قومونه به نور د هغۀ عبادت نۀ کوى. او د څپرکیل دېوالونه به راوغورزيږى.
45اے زما خلقو د هغۀ نه رابهر شئ. د خپل ژوند د بچ کولو دپاره د هغه ځائ نه منډه کړئ. او د مالِک خُدائ د سخت غضب نه وتښتئ.
46تاسو چې په دغه مُلک کومې افواه ګانې اورئ نو چې د هغې په وجه نۀ بېزړۀ شئ او نۀ ويرېږئ. دا افواه به کال په کال راځى. ظلم او فساد به مُلک کښې راوچت شى او بادشاهان به د يو بل سره جنګونه کوى.
47خو په حقيقت کښې هغه وخت راروان دے چې زۀ به د څپرکیليانو بُتانو ته سزا ورکړم، او د هغۀ ټول مُلک به وشرميږى، او د هغوئ قتل شوى کسان به ټول په کښې مړۀ پراتۀ وى.
48نو بيا به آسمان او زمکه او هر څۀ چې په کښې دى د څپرکیل په شکست د خوشحالۍ چغې ووهى، ځکه چې د شمال نه به تباه کوونکى فوجيان په هغۀ حمله وکړى، دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
49لکه څنګه چې څپرکیل د بنى اِسرائيلو او د ټولې دُنيا د قتل عام سبب جوړ شوے وو، نو بيا به هغه هم هغه شان قتل کړے شى.“۵۰”تاسو څوک چې د مرګ نه راتښتېدلى يئ، ودرېږئ مه، لاړ شئ. تاسو چې څومره هم لرې يئ نو مالِک خُدائ يادوئ. او د خپل کور يروشلم په حقله سوچ کوئ.“
51تاسو وايئ چې، ”مونږ په شرمونو وشرمېدو، او زمونږ بېعزتى وشوه او شرم مو په مخ راخور شوے دے، ځکه چې غېر مُلکيان د مالِک خُدائ په مقدس ځائ کښې راداخل شوى دى.“
52مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راروانې دى کله چې به زۀ د څپرکیل بُتانو ته سزا ورکړم نو د هغوئ د زخمونو زبيرګى به ټول مُلک کښې اورېدلے شى.
53کۀ څپرکیليان آسمان ته هم وخېژى او هلته يوه مضبوطه قلعه جوړه کړى، نو زۀ به هلته هم دشمنان ورولېږم چې هغوئ چور کړى، مالِک خُدائ فرمائى.“
54”د ژړا آوازونه د څپرکیل نه راځى، د لوئ تباهۍ آوازونه د څپرکیليانو د زمکې نه اورېدلے کيږى.
55مالِک خُدائ به څپرکیل تباه کړى، او هغه به د هغوئ د شور نه ډک ښار خاموشه کړى، دشمن به لکه د اوبو د غضبناکو چپو په شان راروان وى او د هغوئ د آوازونو شور به اورېدلے شى.
56تباه کوونکے به د څپرکیل خلاف راشى، د هغوئ جنګى فوجيان به ونيولے شى او د هغوئ ليندې به ماتې کړے شى. ځکه چې مالِک خُدائ د انتقام اخستلو خُدائ پاک دے او هغه به پوره بدله ورکړى.
57زۀ به د هغۀ مشران او پوهان نشه کړم، د هغۀ حکمرانان، آفسران، او فوجيان به هم نشه کړم. هغوئ به د تل دپاره اودۀ شى او بيا به نۀ راپاڅى، دا د بادشاه فرمان دے د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“
58مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”د څپرکیل پيړ دېوالونه به هوار کړے شى او د هغۀ اوچتې دروازې به وسوزولے شى، نو خلقو يې خپل ځان ستړے کړو خو هيڅ فائده يې ونۀ کړه، د دې قوم ټول محنت صرف د اور دپاره خشاک دے.“
59يرمياه نبى دا پېغام د عملى آفسر سراياه د نيرياه زوئ يعنې د محسياه نمسې ته هغه وخت ورکړو کله چې هغه څپرکیل ته د صدقياه د يهوداه بادشاه د حکومت په څلورم کال د هغۀ سره لاړو.
60يرمياه د هغه ټولو افتونو د تفصيل په حقله چې په څپرکیل باندې راتلونکى وُو په يو طومار کښې وليکل.
61هغۀ سراياه ته وفرمائيل، ”کله چې تۀ څپرکیل ته ورسېږې نو تۀ دا ټول کلام په اوچت آواز سره خلقو ته ولوله.
62نو بيا داسې وايه چې، اے مالِکه خُدايه، تا وفرمائيل چې تاسو به دا ځائ تباه کړئ، نو په دې کښې به نۀ انسان او نۀ ځناور اوسيږى، او دا به د تل دپاره وران ويجاړ پروت وى.
63کله چې تۀ د دې طومار لوستل بند کړې، نو يو کاڼے ورپورې وتړه او د فرات د سيند په مينځ کښې يې وغورزوه.
64نو بيا هغوئ ته ووايه چې، دغه شان به څپرکیليان ډوب شى او هيڅکله به بيا راوچت نۀ شى د هغه افت په وجه کوم چې زۀ په دوئ نازلوم. نو د هغۀ خلق به راوغورزيږى.“ د يرمياه خبرې دلته په دې ځائ باندې ختمې شوې.