Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1مخکې له دې چې موسیٰ مړ شي هغه او د اسراییلو خلکو د اردن د سیند د ختیځې خوا دوو پادشاهانو ته ماتې ورکړه. دې دوو پادشاهانو په هغې سیمې باندې چې د ارنون له درې څخه د حرمون تر غره پورې رسېدله او په هغې کې د اردن د درې ختیځه خوا هم شامله وه حکومت کاوه.
2سیحون د اموریانو پادشاه ؤ چې په حشبون کې یې پادشاهي کوله. هغه له عروعیر څخه چې د ارنون د درې په څنګ کې ؤ او د درې له منځ څخه د یبوق تر سیند پورې چې د عمونیانو پوله وه پادشاهي کوله. په دې کې نیم جلعاد شامل ؤ.
3په هغې کې د اردن دره د جلیل له جهیل څخه جنوب خواته د بیت یشیموت (د ارام دریاب ختیځ ته) او پیسګاه د غره تر لمنې پورې شامل وو.
4همدارنګه موسیٰ او اسراییلیانو د باشان پادشاه عوج ته چې د پاتې شویو رفائیانو څخه ؤ هم ماتې ورکړه. هغه په عشتاروت او ادرعي کې پادشاهي کوله.
5د هغه په پادشاهۍ کې د حرمون غر، سلخه او ټول باشان د جشور او معکې تر پولې او همدارنګه نیم جلعاد د حشبون د پادشاه سیحون تر سیمې پورې شامل وو.
6موسیٰ او د اسراییلو قوم دغو دوو پادشاهانو ته ماتې ورکړه. د څښتن خدمتګار موسیٰ د هغوی خاوره د روبین او جاد قبیلو ته او د منسي نیمې قبیلې ته د هغوی د ملکیت په توګه ورکړه.
7یوشع او د اسراییلو قوم هغو پادشاهانو ته چې د اردن د سیند په لوېدیځه خوا کې وو ماتې ورکړه، یعنې له بعل جاد څخه چې د لبنان په دره کې پروت ؤ د حالق تر غره پورې چې په جنوب کې ادوم ته نژدې ؤ. یوشع هغه ځمکه د اسراییلو د قبیلو ترمنځ ووېشله او د ملکیت په توګه یې هغوی ته ورکړه.
8کومه ځمکه چې یوشع د هغوی په منځ کې ووېشله په هغې کې دا ځایونه شامل وو: غرنۍ سیمه، د غرونو لوېدیځې لمنې، د اردن دره، د غرونو ختیځې ډډې او د کنعان جنوبي دښته. دا ځمکه د حیتیانو، اموریانو، کنعانیانو، فرزیانو، حویانو او یبوسیانو وطن ؤ.
9د اسراییلو قوم د لاندینیو ښارونو پادشاهانو ته ماتې ورکړه: اریحا، عای (بیت ئیل ته نژدې)،
10اورشلیم، حبرون،
11یرموت، لاکیش،
12عجلون، جازر،
13دبیر، جدر،
14حرما، عراد،
15لبنه، عدولام،
16مقیده، بیت ئیل،
17تفوح، حافر،
18عفیق، لشارون،
19مادون، حاصور،
20شمرون مرون، اخشاف،
21تعنک، مجدو،
22قادش، یقنعام (په کرمل کې)،
23دور (د دور په لوړو سیمو)، قوئیم (په جلیل کې)
24او ترزه. د ټولو پادشاهانو شمېر یو دېرشو ته رسېده.