Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
66 verses
1زۀ هغه کس يم چا چې د مالِک خُدائ د غضب د چُوکې نه تکليفونه ليدلى دى.
2هغۀ زۀ په راښکلو تيارې ته راوستم چې هيڅ رڼا په کښې نۀ وه.
3يقيناً چې هغۀ زما په خلاف خپل لاس ټوله ورځ بار بار راوچت کړو.
4هغۀ زما ټول ځان په وهلو تک شين کړو او زما هډُوکى يې مات کړل.
5هغۀ زۀ په تريخوالى او غمونو کښې ايسار او راګېر کړے يم.
6هغۀ زۀ په زوړ قبر کښې په توره تياره کښې کښېنولم.
7هغۀ زۀ په دېوالونو کښې راګېر کړم چې ونۀ تښتم او په درنو زنځيرونو يې تړلے يم.
8تر دې چې ما آواز وکړو او مدد دپاره په چغو وژړېدم، هغۀ زما دُعاګانو ته توجو نۀ ورکوله.
9هغۀ زما لارې د تراشلے شوو کاڼو په دېوال بندې کړى دى، او هغۀ زما لارې ګډې وډې کړې دى.
10هغه لکه د مېلو زما په انتظار کښې پروت دے او لکه چې زمرے د حملې دپاره پټ شوے وى.
11هغۀ زۀ د لارې نه بېلارې کړم، او ټوټې ټوټې يې کړم. او هغۀ زۀ وران ويجاړ او بېياره بېمددګاره پرېښودم.
12هغۀ خپله لينده راښکله او د خپلو غشو دپاره يې نښه وګرځولم.
13هغۀ زما زړۀ سورے سورے کړو او د خپل تيردان په غشو يې وويشتم.
14زۀ د خپلو خلقو د خندا ذريعه شوم، ټوله ورځ ما ته پيغورونه کوى.
15هغۀ زۀ په ترخو خوراکونو موړ کړم، او د څښلو دپاره يې د تريخ ګنډير نه ډکه پياله راکړه.
16هغۀ زما په غاښونو کښې باجرى ورکړه، او په خاورو ايرو کښې يې ومنډلم.
17زما زړۀ د سلامتيا نه خالى شوے دے او ما نه هېر دى چې خوشحالى څۀ ته وائى.
18نو زۀ دا وايم، ”زما طمع او اُميد لاړو او څۀ چې زما د مالِک خُدائ نه اُميد وو هغه ختم شو.“
19زما مصيبتونه او خوار و زار ګرځېدل ما ته ياديږى، او هغه ما ته د ګنډير نه هم تراخۀ دى.
20زۀ بار بار د هغۀ په حقله سوچ کوم او زما روح په ما کښې پرېشانه دے.
21خو بيا هم زۀ په خپل سوچ کښې دا راولم او په دې وجه زۀ بيا هم اُميدوار يم.
22د مالِک خُدائ پائيداره مينه هيڅکله نۀ ختميږى او د هغۀ رحم هيڅکله نۀ ختميږى.
23د هغۀ رحم او مينه هر سحر نوے او تازه کيږى او د هغۀ وفادارى بېشانه لويه ده.
24”مالِک خُدائ زما نصيب دے،“ او زۀ خپل ځان ته دا وايم، ”نو په دې وجه زۀ به د هغۀ نه اُميد ساتم.“
25مالِک خُدائ هغه چا سره ښۀ دے څوک چې په هغۀ باور کوى او هغه کس څوک چې د هغۀ تلاش کوى.
26دا ښۀ ده چې يو کس په خاموشۍ سره انتظار وکړى، د مالِک خُدائ خلاصون ته انتظار وکړى.
27د يو کس دپاره دا ښۀ ده چې په ځوانۍ کښې جغ يوسى،
28چې په خاموشۍ کښې ځان له کښېنى، څۀ چې مالِک خُدائ پرې اېښے وى.
29هغه دې خپل ځان پړمخې په خاورو کښې وغورزوى، کېدے شى چې څۀ اُميد پاتې وى.
30ظالم ته دې د وهلو دپاره خپل مخ ورواړوى او د هغۀ د لاسه دې بېعزتى قبوله کړى.
31ځکه مالِک به انسان د تل دپاره نۀ رد کوى.
32دا کۀ هغه غم راولى، هغه به رحم هم کوى، د هغه مينې په مطابق چې ډېره او پائيداره ده.
33هغه چا ته په تکليف رسولو نۀ خوشحاليږى او نۀ څوک په غم آخته کوى.
34کله چې په مُلک کښې ټول قېديان د پښو لاندې چخڼى کړى،
35او کله چې يو انسان د خُدائ تعالىٰ په وړاندې د بل چا حق په زور وهى،
36کله چې يو سړے په عدالت کښې څوک د اِنصاف نه محروموى، ولې مالِک داسې ظلم نۀ ګورى؟
37څوک په خپل حکم څۀ کار کولے شى ترڅو چې مالِک په خپله د هغې حکم نۀ وى کړے؟
38ولې د خُدائ تعالىٰ د خوا نه ښۀ او بد دواړه نۀ راځى؟
39نو بيا ژوندے انسان ولې شکايت کوى کله چې ورته د خپلو ګناهونو سزا مِلاو شى.
40راځئ چې مونږ خپلې طريقې وآزمايو او مالِک خُدائ ته واپس راوګرځُو.
41راځئ چې په اخلاص خپل لاسونه پورته کړُو او آسمانى خُدائ پاک ته داسې ووايو،
42”مونږ ګناه او سرکشى وکړه او تا مونږ معاف کړى نۀ يُو.
43تا خپلې د قهر جامې واغوستلې او مونږ پسې شوې او په بېرحمۍ سره دې مونږ مړۀ کړُو.
44تا خپل ځان په وريځ کښې ونغښتلو ترڅو هيڅ دُعا هم تا ته در ونۀ رسيږى.
45تا مونږ پليت کړُو او د قومونو په مينځ کښې دې رانه د ګند ډېرے جوړ کړُو.
46زمونږ ټولو دشمنانو زمونږ خلاف خپلې خولې وازې کړې.
47يرې واخستُو او په کنده کښې وغورزېدُو. تباهى او بربادى راباندې راغله.
48زما د خلقو د تباهۍ په وجه زما د سترګو نه د اوښکو سيندونه بهيږى.
49زما سترګو نه به اوښکې جارى وى بې له آرام کولو نه،
50ترڅو چې مالِک خُدائ پاس د آسمان نه نظر واچوى او دا حال وګورى.
51چې کله زۀ په ښار کښې د ټولو ښځو حالت ګورم نو زما زړۀ غمژن شى.
52هغوئ څوک چې هيڅ بېهيڅه زما دشمنان وُو هغوئ لکه د مرغۍ په شان زۀ وويشتم.
53هغوئ زۀ ژوندے په کنده کښې ورواچولم او په ما يې کاڼى راوويشتل.
54اوبۀ زما تر سره راورسېدلې او وئيل مې چې ډوبېږم.
55اے مالِکه خُدايه، ما د کندې د بېخ نه ستا په نامه مِنت زارى وکړه.
56تا زما خواست اورېدلے دے، خپل غوږونه مۀ بندوه، د مدد دپاره زما آواز واوره.
57تۀ ما ته رانزدې شوې کله چې ما درته آواز وکړو، تا ما ته وفرمائيل چې يرېږه مه.
58اے مالِکه، تا زما مسئله راوچته کړه او تا زما ژوند بچ کړو.
59اے مالِکه خُدايه، کوم بد چې ما سره وشُو تا هغه وليدل، زما د مسئلې اِنصاف وکړه.
60تا د هغوئ د انتقام ټول اور وليدو، د هغوئ ټولې منصوبې زما خلاف دى.
61اے مالِکه خُدايه، تا د هغوئ ټول پيغورونه واورېدل، د هغوئ ټولې منصوبې چې زما خلاف دى.
62زما مخالفين ټوله ورځ زما خلاف پس پس او ګنګوسى کوى.
63هغوئ ته وګوره، سحر نه تر ماښامه پورې، زۀ د هغوئ د پيغورونو په سندرو کښې نمونه يم.
64اے مالِکه خُدايه، هغوئ ته بدله ورکړه، هغوئ ته د خپل عمل په مطابق بدله ورکړه.
65هغوئ په زړونو غمژن کړه او ستا لعنت دې په هغوئ باندې وى.
66هغوئ په خپله غصه کښې راونيسه، مالِکه خُدايه، د زمکې د مخ نه يې جارُو کړه.“