Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
22 verses
1اے مالِکه خُدايه، راياد کړه چې په مونږ څۀ وشو، وګوره چې زمونږ څنګه بېعزتى شوې ده.
2زمونږ ميراث غېرو ته حواله شوے دے او زمونږ کورونه پردو خلقو قبضه کړى دى.
3مونږ يتيمان او بېپلاره شوى يُو او زمونږ ميندې کونډې شوې دى.
4مونږ د څښلو اوبۀ او د سوزولو خشاک په بيعه اخلو.
5هغوئ څوک چې مونږ پسې وُو راته په سر ناست دى او مونږ ډېر ستومانه شُو خو هيڅ آرام ته مو نۀ پرېږدى.
6مونږ خپل ځان مِصر او اسور ته حواله کړو چې مونږ ته پوره روټۍ مِلاو شى.
7زمونږ پلار نيکۀ ګناه وکړه خو هغوئ مړۀ دى او اوس مونږ د هغوئ د ګناه سزا خورو.
8غلامان په مونږ حکومت کوى او هيڅ څوک نشته چې مونږ د هغوئ د لاس نه آزاد کړى.
9مونږ د روټۍ پېدا کولو دپاره خپل ځان په خطره کښې اچولے دے ځکه چې په ټوله علاقه کښې وسله وال ګرځى.
10زمونږ څرمن لکه د تنور په شان ګرمه ده، د قحط د ډېر تاو نه سوزېدلې ده.
11په صيون کښې د ښځو عزت لوټ شوے دے او د يهوداه په ښارونو کښې د پېغلو عزت لوټ شوے دے.
12دوئ شهزادګان د لاسونو نه راځوړند کړى دى او د مشرانو بېعزتى يې کړې ده.
13په ځوانانو په زور مېچنې ګرځولے شى، او زلمى د لرګو د درنو بارونو لاندې په تکليف روان دى.
14مشرانو د ښار په دروازه د جرګو ځايونه پرېښودل او ځوانانو خپل ساز و سرود پرېښودو.
15زمونږ د زړۀ خوشحالى رانه اخستے شوې ده او زمونږ ګډا په ماتم بدله شوې ده.
16زمونږ نه تاج و تخت اخستلے شوے دے، افسوس په مونږ ځکه چې مونږ ګناه کړې ده.
17ځکه د دې په وجه زمونږ زړونه مات شوى دى او د ژړا په وجه زمونږ نظر کم شوے دے.
18دا چې د صيون غر وران ويجاړ پروت دے او ګيدړان په کښې اوسيږى.
19خو تۀ اے مالِکه خُدايه، د تل دپاره حکومت کوې او ستا تخت په ټولو نسلونو کښې قائم پاتې کيږى.
20تا ولې مونږ بلکل هېر کړى يُو؟ تا ولې مونږ ډېرو ورځو نه پرېښى يُو؟
21اے مالِکه خُدايه مونږ ځان ته راوبله، مونږ بحال کړه او زمونږ حال د مخکښې په شان کړه.
22ولې تا مونږ تل دپاره رد کړى يُو؟ او تۀ مونږ ته د حد نه زيات غصه يې؟