Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1کله چې سنبلط واورېدل چې مونږ یهودیان د دېوال په بیا ودانولو باندې بوخت وو، هغه ډېر په قهر شو او په مونږ باندې یې ملنډې ووهلې.
2هغه د خپلو ملګرو او د سامریانو د لښکرو په مخکې وویل: «دا بېچاره یهودیان څه کوي؟ ایا دوی نیت لري چې دا ښار بېرته ودان کړي؟ ایا دوی فکر کوي چې د قربانیو په وړاندې کولو سره به وکولای شي چې دا کار په یوه ورځ کې پای ته ورسوي؟ ایا دوی کولای شي چې د دې سوځېدلي ښار د ډېریو څخه د ودانۍ تیږې جوړې کړي؟»
3طوبیا د هغه په څنګ کې ولاړ ؤ او ویې ویل: «هغوی څه ډول دېوال جوړوي؟ که چېرې یو ګیدړ هم په هغه باندې وخېژي، نو د هغوی دغه د تیږو دېوال ورانولی شي!»
4ما دعا وکړه: «ای زمونږ خدایه! واوره چې هغوی څنګه په مونږ باندې ملنډې وهي. دا ملنډې دې په خپله په هغوی باندې ووهل شي. د هغوی هرڅه دې لوټ شي او هغوی دې پردي وطن ته د اسیرانو په توګه یووړل شي.
5د هغوی بد کارونه مه بخښه او د هغوی ګناهونه مه هېروه، ځکه چې هغوی د معمارانو یعنې زمونږ سپکاوی کوي.»
6نو مونږ د دېوال بیا ودانولو ته دوام ورکړ او د هغه لوړوالی نیمایي ته ورسېده، ځکه چې خلکو په شوق سره کار کاوه.
7خو کله چې سنبلط، طوبیا او د عربو، عمون او اشدود خلکو واورېدل چې د اورشلیم د دېوال د بیا جوړولو کار پرمخ روان دی او د دېوال سوري بندیږي، نو هغوی ډېر په قهر شول.
8نو هغوی ټولو دسیسه جوړه کړه چې راشي او په اورشلیم باندې برید وکړي او ګډوډي جوړه کړي،
9خو مونږ خپل خدای ته دعا وکړه او د خپل ځان د ساتنې دپاره مو د هغوی په وړاندې شپه او ورځ ساتونکي ځای په ځای کړل.
10د یهودا خلکو دا سندره وویله:«مونږه ستړي شوي یو په وړلو د بارونو سرهڅنګه به یووړل شي دومره ماتې تیږېڅنګه جوړوو به مونږه دا دېوال؟»
11زمونږ دښمنانو به ویل: «مخکې له دې چې یهودیان په دې پوه شي چې څه وشول، مونږ به په غلا ورشو او هغوی به ووژنو، ترڅو د هغوی د کار مخه ونیسو.»
12خو هغه یهودیان چې زمونږ دښمنانو ته نژدې اوسېدل، هغوی به بیا بیا راتلل او مونږ به یې د دښمنانو د هغو نقشو څخه خبرولو چې زمونږ په ضد به یې جوړولې.
13نو ما خلک ولېږل چې د دېوال په هغو ټیټو ځایونو کې چې لا جوړ شوي نه وو، پهره وکړي. هغوی مې د کورنیو په ترتیب ځای په ځای کړل او د خپلو تورو، نېزو او لیندو سره هلته ودرېدل.
14کله چې ماته معلومات وشو، نو زه پاڅېدم او مشرانو، مامورانو او د قوم پاتې خلکو ته مې وویل: «د خپلو دښمنانو څخه مه وېرېږئ. دا یاد ساتئ چې څښتن څومره لوی او هیبتناک دی. نو تاسو د خپلو خپلوانو، اولادونو، ښځو او کورونو په خاطر وجنګېږئ.»
15زمونږ دښمنان پوه شول چې مونږ د هغوی د دسیسې څخه خبر یو او هغوی په دې باندې هم پوه شول چې خدای د هغوی پلانونه شنډ کړي دي. نو مونږ ټول بېرته لاړو چې د دېوال د بیا ودانولو کار وکړو.
16د هماغه وخت څخه وروسته زما نیمو خلکو کار کاوه او نیمو خلکو چې د زغرو کالي یې اغوستي وو او په نېزو، سپرونو او لیندو باندې سمبال وو، پهره کوله. مشرانو د کار کوونکو ملاتړ کاوه.
17هغه څوک چې د دېوال په ودانولو باندې بوخت وو او هغو خلکو چې د ودانۍ مواد به یې وړل، په یو لاس کې به یې وسله نیولې وه او په بل لاس به یې کار کاوه.
18د معمارانو څخه به هر یو خپله توره تر ملا تړلې وه او کار به یې کاوه. هغه سړی چې د خطر سرنی یې واهه، زما په څنګ کې ولاړ ؤ.
19نو ما شریفو خلکو او د هغوی مامورانو او نورو خلکو ته وویل: «زمونږ کار ډېر دی او ساحه يې دومره پراخه ده چې مونږ یو د بل څخه په یو لېرې فاصله کې یو.
20کله چې تاسو د سرني اواز واورېد، زر راشئ او زما په شاوخوا باندې راټول شئ. زمونږ خدای به زمونږ دپاره وجنګیږي.��
21نو هره ورځ به د سباوون څخه د شپې د ستورو د راختلو پورې زمونږ نیمو کسانو په دېوال باندې کار کاوه او نورو نیمو به د خپلو نېزو سره ولاړ او پهره به یې کوله.
22په دې وخت کې ما د کار مسوولانو ته وویل چې دوی دې د خپلو مرستیالانو سره د شپې له خوا په اورشلیم کې پاتې شي، ترڅو هغوی وکولای شي چې د شپې له خوا د ښار ساتنه وکړي او د ورځې له خوا کار وکړي.
23په دې وخت کې ټولو خپل کالي نه ویستل او تل به په وسلو سمبال وو. نه ما، نه زما خپلوانو، نه زما خدمتګارانو او نه زما ساتونکو، حتی هغه وخت چې د اوبو دپاره تلل، وسله به یې په ځمکه نه ایښودله.