Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
10 verses
1د څښتن ثنا او صفت وکړئ!د څښتن شکر به وباسمه د زړه له خلاصهزه په مجلس کې د نېکانو او د هغوی غونډه کې
2څومره لوی دي د څښتن کارونههغه ټول خلک چې خوشحاله وي پرېغواړي چې فکر وکړي په هغو باندې
3کارونه یې ټول دي له عزت او له جلاله ډکاو عدالت د هغه پاتې تر ابده به وي
4څښتن چې کړي عجیبه کارونهپرېنږدې چې مونږ یې هېر کړودی مهربانه او رحیم دی هغه
5ورکوي رزق هغه چاته چې ترې وېره کويهغه هېڅ وخت خپل لوظ نه هېروي
6د پردو خلکو د وطن په ورکولو سرههغه ښودلی خپل قدرت خپل قوم ته
7دی وفادار او عادل ټولو کارونو کې خپلحکمونه یې ټول د اعتبار وړ دي
8وي پایدار به تر ابده پورېهغه دي شوي په وفا او صداقت باندې
9هغه خپل قوم ازاد کړاو ورسره ویې کړلو تلپاتې لوظدی سپېڅلی او هیبتناک د هغه نوم
10له څښتن وېره ده شروع د حکمتڅوک چې د هغه د اوامرو اطاعت کويورکوي پوهه ورتهثنا او صفت دې د هغه وي تر ابده پورې