Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1اَی څښتنه، در په یاد کړه داودټولې سختۍ یې چې زغملې در په یاد کړه هغه
2ای څښتنه، در په یاد هغه قسم کړه چې هغه کړی ؤاو نذر یې ورکړ ستا په نوم:«ای د یعقوب قادره خدایه
3نه به زه لاړ شمه خپل کور تهاو نه به وکړمه ارام خپل کټ کې
4زه به نه شم ویدهاو یوه شېبه به ��م ارام ونه کړم
5ترڅو تیار نه کړمه ځای زه د څښتن دپارهاو د اوسېدلو ځای د یعقوب د قادر خدای دپاره»
6د لوظ صندوق نه شو خبر په افراته کېاو هغه مو وموند د یعاریم سیمه کې
7مونږ داسې وویل:«راځئ چې لاړ شو د څښتن د اوسېدلو ځای تهراځئ چې وکړو عبادت د هغه د تخت مخې ته»
8راشه خپل کور ته ای څښتنه، د لوظ د صندوق سرهچې ده نښه د قدرت ستااو هلته اوسه ته د تل دپاره
9ستا کاهنان دې ځان سمبال کړي د صداقت په لباسستا وفادار خلک دې وهي د خوشحالۍ چیغې
10خپل خدمتګار داود په خاطرمخ مه اړوه د خپل غوره شوي پاچا څخه
11څښتن خوړلی سخت قسم دی له داود سرهداسې قسم چې هغه به یې نه ماتوي:«چې زه به یو کس ستا د زامنو څخهد ستا په تخت کښېنوم
12که زما لوظ ته وفادار اوسي د ستا زامناو هغو حکمونو ته چې زه یې ورکومنو د دوی زامن به تر ابده پورېناست وي ستا په تخت باندې»
13ځکه څښتن دی خوښ کړی صهیوناو هغه غوښتل چې ورنه جوړ کړي خپل کور
14هغه وویل: «دا زما کور دی تر ابده پورېزه به اوسېږم دلته ځکه خوښ کړی دی ما
15زه به یې پوره کړم حاجتونه ټولاو غریبان به یې په خوړو ماړه کړم
16کاهنان به یې سمبال کړم د خلاصون په لباساو وفادار خلک به یې چیغې وهي د خوشحالۍ
17د داود د اولادې نه به یو تن قوي پاچا کړم دلتهزما غوره شوی پاچا به وي څراغ زما د قوم دپاره
18زه به رسوا کړم دښمنان د هغهخو زه به کامیابه او ښایسته کړم پاچاهي د هغه»