Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1ثنا او صفت دې وي څښتن ته!ثنا او صفت وکړئ د هغه د نامهای بندګانو د څښتن، د هغه ثنا او صفت وکړئ
2ای هغو خلکو چې خدمت کوئد څښتن په کور کېپه حوېلۍ کې زمونږ د خدای د کور
3د څښتن ثنا او صفت وکړئځکه چې نېک دی هغهثنا او صفت یې د نامه وکړئ په سندرو سرهځکه چې خوند کوي
4ځکه هغه خوښ کړی دی یعقوب د خپل ځان دپارهد اسراییلو خلک چې شي د هغه خپل ملکیت
5لوی دی څښتن په دې پوهېږمه زهلوی دی څښتن زمونږهله نورو ټولو خدایانو څخه
6څښتن کوي هغه څه چې څه یې خوښه ويکه په اسمان کې وي یا وي په ځمکه باندېکه دریابونو کې وي یا یې په تل کې وي
7راولي ورېځې د دنیا له اخر سره څخهبرېښنا رالېږي د بارانه سرهاو له خپلو ذخیرو نه رالېږي بادونه
8اولني زېږېدل شوي یې د مصریانو مړه کړلهم د انسانانو او حیواناتو
9هغه په مصر کې ښکاره کړې معجزېاو ویې کړل عجیبه کارونهد فرعون او د هغه د ټولو درباریانو په ضد
10هغه له منځه یووړل ډېر قومونهاو هغه مړه کړل زورور پاچاهان
11یعنې سیحون د اموریانو پاچاعوج د باشان پاچااو د کنعان ټول پاچاهان
12د هغوی هېوادونه یې خپل قوم تهپه میراث کې ورکړلیعنې اسراییلو ته چې د هغه خپل قوم ؤ
13څښتنه، نوم به دې همېش یادیږياو یادوي به ټول نسلونه تا
14څښتن کوي به دفاع له خپلو خلکو څخههغه به رحم کوي خپل خادمانو باندې
15د نورو قومونو بتان جوړ ديله سرو او سپینو زرو څخههغه جوړ شوي د انسان په لاسو
16د هغوی خولې شته، خو خبرې پرې کولای نه شيسترګې یې شته، خو پرې لیدلی نه شي
17غوږونه یې شته، خو پرې اورېدلی نه شيپه خپلو خولو باندې ساه اخیستلی نه شي
18چې جوړوي څوک هغه او څوک چې باور پرې لريهغوی دې شي هغو بتانو په شان چې جوړوي هغه
19ای د اسراییلو قومه، ووایئ ثنا د څښتنای د هارون کورنۍ، د هغه ثنا ووایئ
20ای د لاوي قبیلې، ووایئ ثنا د څښتنای ټولو خلکو چې کړئ وېره له څښتنهووایئ ثنا د څښتن
21په صهیون کې د څښتن ثنا او صفت ووایئد هغه چا چې اوسیږي اورشلیم کېد څښتن ثنا او صفت وکړئ!