Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
12 verses
1ولې په قهر شول نور قومونه دومره؟ولې بېځایه دسیسې جوړوي دغه قومونه؟
2تیاروي ځانونه جنګ ته پاچاهان د جهاندي لګیا حکمرانان د دسیسو په جوړولو یو له بله سرهد څښتن او د هغه د غوره شوي پاچا په وړاندې
3وایي: «راځئ چې زنځیرونه مات کړود غلامۍ رسۍ به وغورځوو»
4څښتن چې ناست دی په اسمان کې په خپل تخت باندېخاندي ملنډې وهي په پلانونو د دوی
5ورکوي دوی ته په خپل قهر اخطاروېروي دوی په خپل غضب باندې:
6«ما مقرر کړ خپل پاچاپه خپله پاکه غونډۍنوم دی صهیون د غونډۍ»
7پاچا وایي: «زه به اعلان کړم د څښتن فرمانماته وویل هغه چې ته مې زوی زه دې نن پلار شوم
8سوال وکړه له ما نه تهټول قومونه در به کړمنړۍ ټوله به د ستا شي
9هغوی به مات کړېد اوسپنې امسا باندېد خاورینو لوښو په شانبه کړې دوی سم ټوټې ټوټې»
10شئ هوښیار ای پاچاهانوتاسو دې نه عبرت واخلئ د نړۍ حکمرانانو
11د څښتن عبادت وکړئښه په وېره او لړزان
12زوی ته یې ټیټ کړئ د درناوي سرونههسې نه چې دی په قهر شي زراو خپلو لارو کې هلاک شئهرڅوک چې پناه وروړي بختور دی