Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1ای څښتنه، ته یې خدای غچ اخیستونکیای غچ اخیستونکیه خدایه، وښایه ته خپل جلال!
2ای د نړۍ قاضي راپاڅېږه تهورسوه د خپلو بدو عملونو په سزا مغروران!
3ترڅو به بدکاران ای څښتنهبدکاران به خوشحالي کوي تر کومه؟
4هغوی د کبر او غرور غټې خبرې کويټول بد کرداره ��لک لاپې وهي
5ستا خلک تر پښو لاندې کوي څښتنههغوی کړي ظلم ستا په خپلو خلکو باندې
6بل ځایي خلک او کونډې وژنيهم یتیمان قتلوي
7وایي هغوی چې څښتن نه ویني مونږنه یې پام کیږي مونږ ته د یعقوب د خدای
8ای د قوم بې عقلو خلکو پوه شئ!کله به تاسو هوښیارېږئ ساده ګانو خلکو؟
9هغه چې مونږ ته یې راکړی دی غوږایا هغه په خپله نه اوري څه؟هغه چې سترګې پیدا کړې ديایا هغه په خپله نه ویني څه؟
10څوک چې په خپله سموي قومونهنو دوی ته نه شي ورکولای سزا؟هغه چې خپله دی استاذ د ټولونو ایا نه لري په خپله پوهه؟
11څښتن پوهیږي د انسان په خیالوهغه پوهیږي چې خیالونه یې باطل او پوچ دي
12بختور دی هغه څوک چې ته یې سموې، څښتنهورته تعلیم د خپل شریعت ورکوې
13ورکوې ورته ارام په سختو ورځو کې تهترڅو چې کنده ویستل کیږي شریرانو ته
14ځکه څښتن به خپل خلک نه کاندي رداو نه به چېرته خپل ولس پرېږدي
15تر سره کیږي قضاوت به د انصاف او عدالت سره سماو ټول نېکان به یې کوي پیروي
16څوک به زما دپاره پاڅي په خلاف د بدکارانو خلکو؟څوک به زما دپاره ودریږي په ضد د شریرانو خلکو؟
17که مرستندوی زما نه وای څښتننو زه به زر ومه ډوب شوی په چوپتیا د مرګي
18کله چې ما وویل: «غورځېږمه زهڅښتنه ستا تلپاتې مینې راټینګ کړمه زه»
19د زړه د زیاتو اندېښنو په منځ کېستا تسلۍ ماته خوښي راوړله
20هغو قاضیانو فاسدانو سره نه کړې یاريچې د قانون په نامه بې انصافي کوي دوی
21چې په شریکه د نېکانو د وژلو دسیسې جوړويمحکوموي بې ګناه خلک په مرګ
22خو څښتن شولو پناه ګاه زمازما خدای زما د پټېدو دپاره کلکه کلا
23خدای به راوګرځوي بېرته هغو باندې خپلې بدۍهغوی تباه به کړي د خپلو ګناهونو په خاطرزمونږ څښتن خدای به تباه کړي هغوی