Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
13 verses
1ستا پښې په څپلو کښې څومره ښُکلې ښکارينه،اے د شهزادګۍ لورې.ستا غونډى پتونونه د قيمتى کاڼو په شان دينه،لکه چې دا يو ماهر زرګر جوړ کړى وينه.
2ستا نوم د يوې پيالۍ په شان دېنهلکه چې د خوشبوداره ميو نه ډکه وينه.ستا پښې لکه د غنمو د ګېډۍ په شان دينهچې ګېرچاپېره ترې نه د لاله ګلونه راتاو شوى وينه.
3ستا سينې لکه د هوسو د جوړه بچو په شان دينه،
4ستا غړۍ لکه د هاتى د غاښونو نه جوړه شوې مينارې په شان ښائسته ده نه.ستا سترګې د حسبون ښار د ځلېدونکو تالابونو په شان دينه،کوم تالابونه چې د دې ښار د بيترابيم دروازې سره دينه.ستا پوزه د لبنان د برج په شان ښائسته ده نهچې د دمشق ښار ترې نه ښکارينه.
5ستا سر لکه د کرمل د غرۀ په شان اوچت دېنه،ستا د زلفو ښائست لکه د شاهى ګُلکارۍ په شان دېنهتر دې چې بادشاهان هم ستا د کمڅو د ولونو بنديوان دينه.
6اے محبوبې، تۀ څومره ښُکلې او حسينه ينه،تۀ څومره د خوشحالو نه ډکه ينه.
7ستا قد او قامت د کجورې د ونې په شان دېنه،او ستا سينې د مېوو د غونچو په شان دينه.
8ما وئيل زۀ به د کجورې ونې ته وخېژمهاو کجورو ته به يې لاس وروړمه.ستا سينې دې د مېوو د غونچو په شان وينه،او ستا د خولې خوشبو دې لکه د سيوانو په شان وينه.
9او ستا شونډې د اعلىٰ ميو په شان دينه.نو دا مے دې زما د جانان په غاښونواو شونډو باندې په نرمۍ سره وبهيږينه.محبوبه
10زۀ د خپل جانان يمه،او د هغۀ زړۀ ما غواړينه.
11زما جانانه راشه، راځه چې بهر پټو ته لاړ شُو نهاو هلته په کلى کښې شپه تېره کړو نه.
12راځه چې سحر وختى پاڅيږونهاو د انګورو باغونو ته لاړ شونهچې د انګورو د ځيلو راټوکېدل ووينواو چې انارو ګلونه کړى دى کۀ نه،هلته به زۀ خپله مينه تا ته وښايمه.
13هلته به د مړه غونو بوټو خپله خوشبو راپرېښې وينه،او د ټولو نه ښې مېوې به زمونږ دروازې سره وينه،نوې او زاړۀ خوندونه،جانانه کوم چې ما ستا دپاره ساتلى دينه.