Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
41 verses
1آدم د شیت پلار ؤ او دا د شیت اولاده وه: انوش د هغه زوی ؤ، قینان د هغه لمسی او مهللییل د هغه کړوسی ؤ. د شیت نوره اولاده دا وه: یارد د مهللییل زوی ؤ، خنوخ د یارد زوی ؤ، متوشالح د خنوخ زوی ؤ، لمک د متوشالح زوی او نوح د لمک زوی ؤ. نوح درې زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: سام، حام او یافت.
5د یافت زامن: جومر، ماجوج، مادای، یاوان، توبال، ماشک او تیراس.
6د جومر زامن: اشکناز، ریفات او توجرمه.
7د یاوان زامن: الیشه، ترشیش، کتیان او رودانیان.
8د حام زامن: کوش، مصر، فوط او کنعان.
9د کوش اولاده سیبا، حویله، سبته، رعمه او سبتکا وه. د رعمه اولاده شیبا او ددان وه.
10د کوش یو زوی نمرود نومېده، هغه د نړۍ لومړنی قوي جنګیالی ؤ.
11د مصر له اولادې څخه د لودیانو، عنامیانو، لهابیانو، نفتوحیانو،
12فتروسیانو، کسلوحیانو او د کریت قومونه جوړ شول. (کسلوحیان د فلسطینیانو نیکونه وو.)
13کنعان د صیدون او حیت پلار ؤ چې صیدون د هغه مشر زوی ؤ. همدارنګه کنعان
14-
16د یبوسیانو، اموریانو، جرجاشیانو، حویانو، عرقیانو، سینیانو، اروادیانو، صماریانو او حماتیانو د قومونو نیکه هم ؤ.
17د سام زامن عیلام، آشور، ارفکشاد، لود او آرام وو. د آرام زامن عوص، حول، جاتر او ماشک وو.
18ارفکشاد د شالح پلار ؤ او شالح د عیبر پلار ؤ.
19عیبر دوه زامن درلودل، د یو نوم فالج ؤ ځکه چې د هغه په وخت کې د نړۍ خلک ووېشل شول. د هغه د ورور نوم یقطان ؤ.
20د یقطان څخه الموداد، شالف، حزرموت، یارح،
21هدورام، اوزال، دقله،
22عوبال، ابیمائیل، شیبا،
23اوفیر، حویله او یوڅپرکی پیدا شول. دا ټول د یقطان زامن وو.
24-
27د سام په اولاده کې دا خلک شامل وو: ارفکشاد، شالح، عیبر، فالج، رعو، سروج، ناحور، تارح او ابرام چې وروسته یې نوم په ابراهیم بدل شو.
28ابراهیم دوه زامن درلودل: اسحاق او اسماعیل.
29-
31اسماعیل دولس زامن درلودل چې په لاندې ترتیب سره زېږېدلي وو: نبایوت، قیدار، ادبییل، مبسام، مشماع، دومه، مسا، حدد، تیما، یطور، نافیش او قدمه.
32ابراهیم او د هغه وینځې قطوره شپږ زامن درلودل چې دا یې نومونه وو: زمران، یقشان، مدان، مدیان، یشباق او شوحا. یقشان د شیبا او ددان پلار ؤ.
33د مدیان زامن دا وو: عیفه، عیفر، خنوک، ابیداع او الدعه.
34د ابراهیم زوی اسحاق دوه زامن درلودل: عیسو او اسراییل یعنې یعقوب.
35د عیسو زامن: الیفاز، رعوییل، یعوش، یعلام او قورح.
36د الیفاز زامن: تیمان، اومار، صفي، جعتام، قناز او عمالیق. تمناع د عمالیق مور وه.
37د رعوییل زامن: نحت، زارح، شمه او مزه.
38د سعیر زامن دا وو: لوتان، شوبال، صبعون، عنه، دیشون، ایصر او دیشان.
39د لوتان زامن حوري او هومام وو. تمناع د لوتان خور وه.
40د شوبال زامن علوان، مناحت، عیبال، شفي او اونام نومېدل. ایه او عنه د صبعون زامن وو.
41عنه د دیشون پلار ؤ او د حمران، اشبان، یتران او د کران نیکه ؤ.
42د ایصر زامن: بلهان، زعوان او یعقان. د دیشان زامن: عوص او اران.
43-
50له دې څخه مخکې چا په اسراییلو باندې پاچاهي نه وه کړې. لاندې ذکر شوو پاچاهانو په ترتیب سره وروسته د هر یو له مړینې د ادوم په هېواد باندې پاچاهي وکړه:بالع د بعور زوی چې د دینهابه د ښار څخه یې په ادوم باندې حکومت کاوه.یوڅپرکی د زارح زوی چې له بصرې څخه ؤ.حوشام چې د تیمان له هېواد څخه ؤ.حداد د بداد زوی چې له عویت څخه ؤ (هغه مدیانیانو ته د موآب په خاوره کې په جګړه کې ماتې ورکړه.)سمله چې له مسریقه څخه ؤ.شاوول چې د رحوبوت د ښار څخه ؤ او دا ښار د سیند په غاړه پروت دی.بعل حانان چې د عکبور زوی ؤ.حداد چې له فاعو څخه ؤ. (د هغه د ښځې نوم مهیتبییل ؤ چې د مطرد لور وه او د میذهب لمسۍ وه.)
51وروسته حداد هم مړ شو.دا د ادومیانو قبیلوي مشران وو: تمناع، علوه، یتیت،
52اهولیبامه، ایله، فینون،
53قناز، تیمان، مبصار،
54مجدیییل او عیرام.