Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
50 verses
1اسراییل یعنې یعقوب دولس زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: روبین، شمعون، لاوي، یهودا، یساکار، زبولون، دان، یوسف، بنیامین، نفتالي، جاد او اشیر.
3یهودا او د هغه کنعانۍ ښځې بتشوع درې زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: عیر، اونان او شیله. خو د هغه مشر زوی عیر دومره بد سړی ؤ چې څښتن هغه وواژه.
4یهودا او د هغه انږور تامار هم دوه زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: فارص او زارح. یهودا ټول پنځه زامن درلودل.
5فارص دوه زامن درلودل: حصرون او حامول.
6د هغه ورور زارح پنځه زامن درلودل: زیمري، ایتان، هیمان، کلکول او دارع.
7عخان چې د زارح له اولادې څخه او د کرمي زوی ؤ د اسراییلو په قوم باندې یې افت او مصیبت راوست، ځکه چې ده هغه شیان د خپل ځان دپاره وساتل چې څښتن ته وقف شوي وو.
8ایتان یو زوی درلود چې عزریا نومېده.
9د حصرون زامن: یرحمییل، رام او کالیب.
10رام د عمیناداب پلار او د نحشون نیکه ؤ چې د یهودا یو قبیلوي مشر ؤ.
11سلما د نحشون زوی، بوعز یې لمسی
12او عوبید یې کړوسی ؤ. د عوبید د زوی نوم یسي ؤ.
13-
15یسي اووه زامن درلودل چې په لاندې ترتیب سره زېږېدلي وو: الیاب، ابیناداب، شمعي، نتنییل، ردای، اوصم او داود.
16یسي دوه لورګانې هم درلودې چې نومونه یې زرویه او ابیجایل وو. زرویه د ابشای، یوآب او د عسائیل مور وه.
17د ابیجایل مېړه یتر ؤ، یتر د اسماعیل د اولادې څخه ؤ او د هغوی زوی عماسا نومېده.
18د حصرون زوی کالیب د عزوبې سره واده وکړ او هغوی د یریعوت په نامه یوه لور درلودله چې د یشر، شوڅپرکی او اردون مور وه.
19د عزوبې له مړینې څخه وروسته کالیب د افراتې سره واده وکړ. افراتې حور وزېږاوه.
20حور د اوري پلار او د بصلییل نیکه ؤ.
21کله چې حصرون شپېته کلن شو، هغه د ماخیر د لور سره چې د جلعاد خور وه، واده وکړ. هغې د سجوب په نامه یو زوی وزېږاوه.
22سجوب د یاییر پلار ؤ چې د جلعاد په سیمه کې یې په درویشتو ښارګوټو باندې حکومت کاوه.
23خو یو څه موده وروسته د جشور او د سوریې قومونو په هغه سیمه کې شپېته ښارګوټي ونیول، په دې کې د یاییر کلي هم شامل وو او همدارنګه یې د قنات ښارګوټی او نژدې کلي هم ونیول. د جلعاد د سیمې ټول خلک د ماخیر له اولادې څخه وو.
24د حصرون له مړینې څخه وروسته کالیب افراتې ته لاړ او د حصرون ښځې ابیه، اشحور وزېږاوه چې د تقوع پلار ؤ.
25د حصرون مشر زوی یرحمییل پنځه زامن درلودل: رام تر ټولو مشر او نور یې بونه، اورن، اوصم او اخیا وو.
26د یرحمییل دوهمه ښځه عطاره نومېدله او هغې اونام وزېږاوه.
27رام درې زامن درلودل: معص، یامین او عاقر.
28اونام دوه زامن درلودل: شمای او یاداع.شمای هم دوه زامن درلودل: ناداب او ابیشور.
29ابیشور د ابیحایل سره واده وکړ او هغې دوه زامن احبان او مولید وزېږول.
30ناداب دوه زامن درلودل: سلد او افایم. سلد هېڅ اولاد نه درلود.
31د افایم زوی یشعي نومېده، هغه د شیشان پلار او د احلای نیکه ؤ.
32د شم��ی ورور یاداع دوه زامن درلودل: یتر او یوناتان. یتر هېڅ اولاد نه درلود،
33خو یوناتان دوه زامن درلودل چې نومونه یې فالت او زازا وو.
34شیشان لورګانې درلودلې، خو هېڅ زامن یې نه درلودل. هغه یو مصري غلام درلود چې یرحاع نومېده.
35هغه خپله لور یرحاع ته په نکاح ورکړه او هغې ورته عتای وزېږاوه.
36عتای د ناتان پلار او د زاباد نیکه ؤ.
37-
41د زاباد په اولاده کې دا خلک شامل وو: افلال د هغه زوی، عوبید د هغه لمسی، ییهو د هغه کړوسی او د هغه نوره اولاده: عزریا، حالص، العاسه، سسمای، شلوم، یقمیا او الیشمع.
42د یرحمییل ورور یعنې د کالیب زامن: مشر زوی یې میشاع د زیف پلار ؤ او ماریشه د حبرون پلار ؤ.
43حبرون څلور زامن درلودل: قورح، تفوح، راقم او شمع.
44شمع د راحم پلار او د یرقعام نیکه ؤ. راقم د شمای پلار،
45د ماعون نیکه او د بیت صور غور نیکه ؤ.
46عیفه د کالیب وینځه وه او حاران، موزا او جازیز د هغوی زامن وو. حاران په خپل زوی باندې هم د جازیز نوم کېښود.
47یو سړی چې یهدای نومېده، شپږ زامن یې درلودل چې دا یې نومونه وو: راجم، یوتام، جیشان، فالت، عیفه او شاعف.
48معکه د کالیب یوه بله وینځه وه او هغې ورته دوه زامن شابر او ترحنه وزېږول.
49وروسته د هغوی دوه نور زامن وزېږېدل چې نومونه یې دا وو: شاعف چې د مدمنې د ښارګوټي بنیاد ایښودونکی ؤ او شوا چې د مکبینا او جبعا د ښارګوتو بنیاد ایښودونکی ؤ. عکسه د کالیب لور وه.
50د کالیب لمسي: د کالیب او د افراتې مشر زوی حور درې زامن درلودل: شوبال د قریه یعارم د ښارګوټي بنیاد ایښودونکی،
51سلما د بیت الحم د ښارګوټي بنیاد ایښودونکی او حاریف د بیت جادر د ښارګوټي بنیاد ایښودونکی.
52د قریه یعاریم د ښارګوټي بنیاد ایښودونکی شوبال د هرواه پلار او د منوحوت د نیمایي خلکو نیکه ؤ.
53هغه طایفې چې په قریه یعاریم کې اوسېدلې، هغه دا دي: یتریان، فوتیان، شوماتیان او مشراعیان وو. (د زرعه او اشتاول د ښارونو خلک د دغو طایفو غړي وو.)
54سلما د بیت الحم د ښارګوټي بنیاد کېښود او هغه د نطوفاتیانو نیکه ؤ. همدارنګه هغه د عطروت بیت یوآب د خلکو، د نیمایي مانحتیانو او د زرعیانو نیکه هم ؤ.
55(هغه طایفې چې د اسنادو په لیکلو او په کاپي کولو کې یې مهارت درلود او د یعبیز په ښارګوټي کې اوسېدلې په لاندې ډول دي: ترعاتیان، شمعاتیان او سوکاتیان. قینیان د حمت اولاده وه او حمت د ریکابیانو نیکه هم ؤ.)