Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1دا د داود زامن وو چې په حبرون کې زېږېدلي وو:مشر یې امنون نومېده چې مور یې اخینوعم له یزرعیل څخه وه؛ دوهم یې دانیال ؤ چې مور یې ابیجایل له کرمله وه.
2درېم یې ابشالوم ؤ چې مور یې معکه نومېدله چې د جشور د پاچا تلمای لور وه؛ څلورم یې ادونیا ؤ چې مور یې حجیت نومېدله.
3پنځم یې شفطیا ؤ چې مور یې ابیطال نومېدله او شپږم یې یترعام ؤ چې مور یې عجله وه.
4دا شپږ واړه د هغو اووه نیمو کلونو په دوران کې زېږېدلي وو کله چې داود په حبرون کې پاچاهي کوله.هغه په اورشلیم کې دري دېرش کاله پاچاهي وکړه.
5په اورشلیم کې د هغه نور زامن هم وزېږېدل. د هغه ښځه بتشبع چې د عمیییل لور وه، هغه ته یې څلور زامن وزېږول چې نومونه یې دا وو: شمعي، شوڅپرکی، ناتان او سلیمان.
6داود نور نهه زامن هم درلودل: ایبحار، الیشوع، الیفالط،
7نوجه، نفج، یافیع،
8الیشمع، الیاداع او الیفلط.
9له دغو ټولو زامنو پرته داود د خپلو وینځو څخه هم زامن درلودل. هغه یوه لور هم درلودله چې تامار نومېدله.
10-
15د سلیمان اولاده چې ټول پاچاهان وو، داسې وه: رحبعام د هغه زوی، ابیا د هغه لمسی، اسا د هغه کړوسی. د هغه نوره اولاده په ترتیب سره په لاندې ډول وه: یهوشافاط، یهورام، اخزیا، یوآش، امصیا، عزریا، یوتام، آحاز، حزقیا، منسي، آمون او یوشیا. یوشیا څلور زامن درلودل چې نومونه یې یوحانان، یهویاقیم، صدقیا او شلوم دي.
16یهویاقیم دوه زامن درلودل: یهویاکین او صدقیا.
17یهویاکین چې څپرکیل ته د بندي په توګه یووړل شو اووه زامن درلودل. د هغه نومونه دا وو: شالتي ییل،
18ملکیرام، فدایا، شنازر، یقمیا، هوشاماع او ندبیا.
19فدایا دوه زامن درلودل: زروڅپرکیل او شمعي. زروڅپرکیل هم دوه زامن درلودل: مشلام او حننیا. هغه یوه لور هم درلودله چې نوم یې شلومیت ؤ.
20هغه پنځه نور زامن هم درلودل: حشوبه، اوهل، برکیا، حسدیا او یوشب حسد.
21حننیا دوه زامن درلودل: فلتیا او اشعیا. اشعیا د رفایا پلار، د ارنان نیکه او د عوبدیا غور نیکه ؤ. عوبدیا د شکنیا پلار ؤ.
22شکنیا یو زوی درلود چې شمعیه نومېده او پنځه لمسي یې درلودل: حطوش، یجال، باریح، نعریا او شافاط.
23نعریا درې زامن درلودل: الیوعینای، حزقیا او عزریقام.
24الیوعینای اووه زامن درلودل: هوداویا، الیاشیب، فلایا، عقوب، یوحانان، دلایا او عناني.