Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
40 verses
1دا د یهودا اولاده ده: فارص د هغه زوی، حصرون د هغه لمسی او د هغه نوره اولاده: کرمي، حور او شوبال.
2شوبال د ریایاه پلار، د یحت نیکه او د اخومای او د لاهد غور نیکه ؤ. دا ټول د صرعاتیانو د طایفې څخه وو.
3-
4حور د کالیب د ښځې یعنې د افراتې مشر زوی ؤ او د هغه اولادې د بیت لحم د ښارګوټي بنیاد کېښود. حور درې زامن درلودل: عیطام، فنوعیل او ایصر. عیطام درې زامن درلودل: یزرعیل، یشما او یدباش. هغه یوه لور هم درلودله چې هسللفوني نومېدله. فنوعیل د جدور او ایصر د حوشا د ښارګوټو بنیادونه کېښودل.
5اشحور چې د تقوع د ښارګوټي بنیاد یې ایښی ؤ دوه ښځې درلودلې، چې نومونه یې حلا او نعره وو.
6اشحور او نعره څلور زامن درلودل: اخزام، حافر، تیماني او اخشطاري.
7اشحور او حلا درې زامن درلودل: صرت، صوحر او اتنان.
8قوس د عانوب او د صوبیبه پلار ؤ او د هغو طایفو نیکه ؤ چې د هاروم له زوی اخرحیل څخه د اولادې په توګه پاتې وې.
9یو سړی چې یعبیز نومېده، د خپلو ټولو ورونو په پرتله عزتمن سړی ؤ. د هغه مور په هغه ځکه یعبیز نوم ایښی ؤ چې د هغه زېږېدنه ډېره دردناکه وه.
10خو یعبیز د اسراییلو خدای ته داسې دعا وکړه: «خدایه، ماته برکت راکړه او زما ځمکه پراخه کړه. زما سره مل شه او له داسې هر بد شي مې وساته چې د درد سبب ګرځي.» خدای د یعبیز دعا ومنله.
11د شوحه ورور کلوب یو زوی درلود چې محیر نومېده. محیر د اشتون پلار ؤ،
12اشتون درې زامن درلودل: بیت رافا، فاسیح او تحنه. تحنه د ناحاش د ښار بنیاد ایښودونکی ؤ. د دغو سړیو اولاده په ریکه کې اوسېدله.
13قناز د عتنیییل او د سرایا پلار ؤ. عتنیییل دوه زامن درلودل: حتات او معونوتای.
14معونوتای د عفره پلار ؤ. سرایا د یوآب پلار ؤ او یوآب د کسبګرو په دره کې د اوسېدو بنیاد کېښود. ځکه چې د هغه ځای ټولو اوسېدونکو د شیانو په جوړولو کې مهارت درلود.
15د یفنه زوی کالیب درې زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: عیرو، ایله او ناعم. ایله د قناز پلار ؤ.
16یهلل ییل څلور زامن درلودل: زیف، زیفه، تیریا او اسري ییل.
17-
18عزره څلور زامن درلودل: یتر، میرد، عیفر او یالون. میرد د فرعون د لور بتیې سره واده کړی ؤ. بتیه یوه لور وزېږوله چې مریم نومېدله او دوه زامن یې هم درلودل: شمای او یشبح. یشبح د اشتموع د ښارګوټي بنیاد کېښود. میرد هم د یهودا له قبیلې څخه د یوې ښځې سره واده وکړ او د هغوی زامن یارد، حابر او یقوتیییل وو. یارد د جدور د ښارګوټي، حابر د سوکوه د ښارګوټي او یقوتیییل د زانوح د ښارګوټي بنیاد کېښود.
19هودیه د نحم له خور سره واده وکړ. د هغوی په اولادې کې قعیله، د جرمیانو له طایفې څخه او اشتموع، د معکاتیانو له طایفې څخه وو.
20شیمون څلور زامن درلودل: امنون، رنه، بنحانان او تیلون.یشعي دوه زامن درلودل: زوحیت او بنزوحیت.
21شیله د یهودا له زامنو څخه ؤ. د هغه په اولاده کې دا خلک شامل وو: عیر چې د لیکه د ښارګوټي بنیاد یې کېښود او لعده چې د مریشه د ښارګوټي بنیاد یې کېښود؛ د کتان د اوبدونکو طایفه چې د بیت اشبیع په ښارګوټي کې اوسېدل؛
22یوقیم او هغه خلک چې د کوزیبا په ښارګوټي کې اوسېدل؛ او یوآش او ساراف چې په موآب کې یې حکمراني وکړه او بیا وروسته بیت لحم ته راستانه شول. (دا ټول له زړو راپورونو څخه پاتې دي.)
23د دغو طایفو غړي هغه کلالان وو چې د نتاعیم او جدیره په ښارګوټو کې اوسېدل او د پاچا دپاره به یې کار کاوه.
24شمعون پنځه زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: نموییل، یامین، یاریب، زارح او شاوول.
25د شاوول زوی شلوم، لمسی یې مبسام او کړوسی یې مشماع ؤ.
26د مشماع زوی حموییل، لمسی یې زکور او کړوسی یې شمعي ؤ.
27شمعي شپاړس زامن او شپږ لورګانې درلودلې. خو د هغه ورونو دومره اولادونه نه درلودل، نو د شمعون قبیله د یهودا د قبیلې په شان لویه نه شوه.
28دا د شمعون د قبیلې ښارګوټي وو: بیرشبع، مولاده، حزر شوعال،
29بلهه، عاصم، تولاد،
30بتوییل، حرما، صقلغ،
31بیت مرکبوت، حزر سوسیم، بیت بریي او شعرایم. دا هغه ښارګوټي وو چې هغوی د داود د پاچاهۍ تر وخته په کې واوسېدل.
32هغوی په لاندې پنځو نورو استوګنځایونو کې هم اوسېدل: عیطام، عین، رمون، توکن، عاشان
33او د هغوی ګردچاپېره کلي د بعل تر ښارګوټي. دا د هغوی د کورنیو او استوګنځایونو سوانح دي چې د هغوی په نسب نامه کې ثبت شوي دي.
34-
38دا لاندې سړي د خپلو طایفو مشران وو: مشوڅپرکی، یملیک، د امصیا زوی یوشه، یوییل، ییهو (د یوشبیا زوی، د سرایا لمسی او د عسي ییل کړوسی)، الیوعینای، یعکوبه، یشوحایا، عسایا، عدیییل، یسیمیییل، بنایاه او زیزا (د شفعي زوی او د الون لمسی. د الون په نیکونو کې یدعیا، شیمري او شمعیه شامل وو.) په دې خاطر چې د هغوی کورنۍ زیاتې شوې،
39هغوی لوېدیځ خواته تر جدور او د درې ختیځ خواته د خپلو رمو د څړځای د موندلو دپاره خپاره شول.
40هغوی په یوه پراخه سیمه کې چې ارامه او سوله ایزه وه، په کافي اندازه حاصلخېزه څړځایونه وموندل. مخکې له دې د حام اولادې هلته ژوند کاوه.
41هغه سړي چې نومونه یې ذکر شول، هغوی د یهودا د پاچا حزقیا په وخت کې راغلل. هغوی د حام په اولادې او د هغو په استوګنځایونو باندې برید وکړ. هغوی په معونیانو باندې چې هلته اوسېدل هم حمله وکړه. دواړه قومونه یې په پوره توګه له منځه یووړل چې تر نن ورځې پورې یې کومه نښه پاتې نه ده. هغوی د هغو په ځایونو کې مېشته شول، ځکه چې هلته د دوی د رمو دپاره ښه څړځایونه وو.
42یو څه موده وروسته د شمعون له قبیلې څخه پنځه سوه سړي د یشعي د زامنو فلتیا، نعریا، رفایا او د عزییل په امر د سعیر غرنۍ سیمې ته ورننوتل.
43هغوی هلته پاتې عمالیقیان ووژل او د هغه وخت راهیسې تر اوسه هلته اوسیږي.