Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1روبین د یعقوب مشر زوی ؤ، خو هغه د مشر زوی په توګه خپل حق له لاسه ورکړ، ځکه چې هغه د خپل پلار د یوې ښځې یعنې د خپلې میرې سره څملاست. د لومړني زېږېدل شوي زوی حق بیا د یوسف زامنو ته ور په برخه شو. روبین په نسب نامې کې د مشر په توګه شامل نه شو.
2که څه هم یهودا په خپلو ورونو کې تر ټولو قوي شو، خو د مشرتوب حق د یوسف ؤ.
3د یعقوب مشر زوی روبین څلور زامن درلودل: حنوک، فلو، حزرون او کرمي.
4-
6د یوییل اولاده: شمعیه یې زوی، جوج یې لمسی، او شمعي یې کړوسی ؤ. د هغه نوره اولاده: میکا، ریایاه، بعل او بیره. بیره د روبین د قبیلې یو مشر ؤ. وروسته د آشور پاچا تغلت فلاسر، بئیره د اسیر په توګه بوت.
7د کورنۍ په نسب نامې کې د طایفو دا مشران شامل وو: یعییل چې د یوې طایفې مشر ؤ، زکریا
8او بالع، چې د عزاز زوی او د شمع لمسی ؤ. شمع د یوییل له طایفې څخه ؤ. دا طایفه په عروعیر او په هغې سیمې کې اوسېدله چې نبو او بعل معون ته غزېدلې وه.
9د جلعاد په سیمه کې د هغوی پادې زیاتې شولې، نو هغوی د ختیځې دښتې پورې هغه ځمکه ونیوله چې د فرات تر سینده غزېدلې وه.
10د شاوول د پاچاهۍ په دوران کې د روبین قبیلې د هاجریانو په ضد جګړه وکړه. هغوی ته یې ماتې ورکړه او د جلعاد ختیځ ته، هغه سیمه چې د هغوی بانډې په کې وې ونیوله.
11د جاد قبیله د روبین د قبیلې په شمال کې د باشان په سیمه کې اوسېدله. د جاد سیمه په ختیځ کې تر سلخې غزېدلې وه.
12یوییل مشر ؤ او د خپلې طایفې بنیاد ایښودونکی هم ؤ او شافام دوهمه مشره طایفه وه. یعنای او شافاط په باشان کې د نورو طایفو بنیاد ایښودونکي وو.
13د قبیلې نور غړي له لاندېنیو اوو طایفو څخه وو: میکاییل، مشلام، شبع، یورای، یعکان، زیع او عیبر.
14دا ټول د ابیحایل اولاده وه چې له پلاره پیل شوې وه: حوري یې پلار، یاروح یې نیکه او جلعاد یې غور نیکه ؤ. نور نیکونه یې دا وو: میکاییل، یشیشای، یحدو او بوز.
15د عبدیییل زوی او د جوني لمسی اخي د دغو طایفو مشر ؤ.
16هغوی د جلعاد په سیمې، د باشان د سیمې په ښارګوټو او د شارون په ټولو څړځایونو کې اوسېدل.
17(دا نسب نامه د یهودا د پاچا یوتام او د اسراییلو د پاچا یروبعام په وخت کې ثبت شوې وه.)
18د جاد او ختیځې منسي قبیلو څلورڅلوېښت زره اووه سوه او شپېته زړور جنګیالي درلودل چې د جګړې دپاره ښه روزل شوي وو چې په سپرونو، تورو، لیندو او غشو سره وجنګیږي.
19هغوی د هاجریانو، یعنې د یطور، نافیش او د نوداب د قبیلو په ضد جګړه وکړه.
20هرکله چې دا عسکر د خپلو دښمنانو په ضد جګړې ته تلل، هغوی به خدای ته زارۍ کولې او باور یې پرې کاوه چې مرسته به ورسره وکړي. ځکه د روبین، جاد او د ختیځې منسي قبیلو هاجریانو او د هغوی ملګرو ته یې ماتې ورکړه.
21دغو اسراییلي قبیلو پنځوس زره اوښان، دوه سوه او پنځوس زره پسونه او دوه زره خره ونیول او سل زره کسان یې اسیران کړل.
22هغوی خپل ډېر دښمنان ووژل، ځکه چې دا جګړه د خدای جګړه وه. د روبین، جاد او د ختیځې منسي قبیلې تر هغه وخته پورې په هغه سیمه کې اوسېدلې، ترڅو چې آشور ته د اسیرانو په توګه بوتلل شوې.
23د ختیځې منسي خلک د باشان په سیمه کې او د هغې شمال خواته تر بعل حرمون، سنیر او د حرمون تر غره میشت شول او د دوی نفوس ډېر زیات شو.
24د دوی د طایفو مشران دا وو: عیفر، یشعي، الیییل، عزریییل، ارمیا، هودویا او یحدیییل. هغوی نامتو مشران او زړور جنګیالي وو.
25د روبین، جاد او د ختیځې منسي د قبیلو خلکو له هغه خدای سره بې وفایي وکړه چې د هغوی نیکونو ورته عبادت کاوه. هغوی د هغو قومونو د بتانو عبادت پیل کړ چې خدای د هغوی له وړاندې تګ سره سم د کنعان له خاورې څخه شړلي وو.
26نو د اسراییلو خدای د آشور پاچا فول (مشهور په تغلت فلاسر) راوپاراوه، چې په روبین، جاد او د ختیځې نیمې منسي قبیلو باندې حمله وکړي. هغوی یې حلح، خابور، هارا او د جوزان سیند ته د اسیرانو په توګه بوتلل. هغوی تر نن ورځې هلته دي.