Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
79 verses
1لاوي درې زامن درلودل: جرشون، قهات او مراري.
2قهات څلور زامن درلودل: عمرام، یزهار، حبرون او عزییل.
3عمرام دوه زامن (هارون او موسی) او یوه لور مریم درلودله. هارون څلور زامن درلودل: ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار.
4د العازار په اولاده کې دا خلک شامل وو: فینحاس یې زوی، ابیشوع یې لمسی
5او نوره اولاده یې: بقي، عزي،
6زرحیا، مرایوت،
7امریا، اخیطوب،
8صادوق، اخیمعص،
9عزریا، یوحانان،
10عزریا (هغه کاهن چې د خدای په کور کې یې چې سلیمان پاچا په اورشلیم کې ودان کړی ؤ، خدمت کاوه)،
11امریا، اخیطوب،
12صادوق، شلوم،
13حلقیا، عزریا،
14سرایا او یهوصاداق.
15یهوصاداق هغه وخت جلاوطنه شو کله چې څښتن د یهودا او اورشلیم خلک د نبوکدنصر په لاس اسیران کړل.
16لکه مخکې چې مې یادونه وکړه، لاوي درې زامن درلودل چې نومونه یې جرشون، قهات او مراري وو.
17د جرشون د زامنو نومونه دا وو: لبني او شمعي.
18قهات د عمرام، یزهار، حبرون او د عزییل پلار ؤ.
19مراري د محلي او د مشوي پلار ؤ.د لاوي دغه اولاده د خپلو طایفو مشران شول:
20-
21د جرشون په اولاده کې دا شجره شامله وه چې د هغه له زویه شروع کېدله: لبني یې زوی، یحت یې لمسی، زمه یې کړوسی. نوره اولاده یې یوآخ، عیدو، زارح او یاترای وه.
22-
24د قهات په اولاده کې دا شجره شامله وه چې د هغه له زویه شروع شوه: عمیناداب یې زوی، قورح یې لمسی، اسیر یې کړوسی او نوره اولاده یې: القانه، ابیاساف، اسیر، تحت، اوري ییل، عزیا او شاوول.
25القانه دوه زامن درلودل: عماسای او اخیموت.
26-
27د اخیموت په اولاده کې د زامنو دا شجره شامله وه: القانه یې زوی، صوفای یې لمسی، نحت یې کړوسی. نوره اولاده یې الیاب، یروحام او القانه وه.
28سموییل دوه زامن درلودل: مشر یې یوییل نومېد او کشر یې ابیا ؤ.
29-
30د مراري په اولاده کې د زامنو دا شجره شامله وه: محلي یې زوی، لبني یې لمسی، شمعي یې کړوسی. نوره اولاده یې عزه، شمعي، هجیا او عسایا وه.
31وروسته له دې چې د لوظ صندوق د څښتن کور ته یووړل شو، داود پاچا د لاوي د قبیلې څخه ساز غږوونکي او سندرغاړي غوره کړل چې د عبادت په ځای کې د موسیقۍ مسوولیت په غاړه واخلي.
32مخکې له دې چې سلیمان پاچا د خدای کور په اورشلیم کې ودان کړي، هغوی په دغه دوران کې په سپېڅلې خېمې کې له اصولو سره سم په خپل وار سندرې ویلې.
33د هغو خلکو د کورنیو شجرې چې دا وظیفه یې تر سره کوله په لاندې ډول دي:د قهاتیانو له طایفې څخه: د یوییل زوی هیمان چې د سندرغاړو د لومړنۍ ډلې مشر ؤ. دا د هغه د کورنۍ شجره وه: هیمان چې یوییل یې پلار، سموییل یې نیکه،
34القانه یې غور نیکه او نور نیکونه یې یروحام، الیییل، توح،
35صوف، القانه، محت، عماسای،
36القانه، یوییل، عزریا، سفنیا،
37تحت، اسیر، ابیاساف، قورح،
38یزهار، قهات، لاوي او یعقوب وو.
39اساف د سندرغاړو د دوهمې ډلې مشر ؤ. هغه د هیمان خپلوان او د هغه ښي لاس ته به ودرېده. د اساف د کورنۍ شجره چې تر لاوي پورې رسېدله په لاندې ډول ده: اساف چې برکیا یې پلار، شمعي یې نیکه،
40میکاییل یې غور نیکه او نور نیکونه یې بعسیا، ملکیا،
41اتني، زارح، عدایا،
42ایتان، زمه، شمعي،
43یحت، جرشون او لاوي وو.
44ایتان چې د مراري له طایفې څخه ؤ، د سندرغاړو د درېمې ډلې مشر ؤ. هغه هم د هیمان خپلوان ؤ او چپ لاس ته به یې ودرېده. د هغه د کورنۍ شجره چې تر لاوي پورې رسېدله په لاندې ډول ده: ایتان چې قیشي یې پلار، عبدي یې نیکه، ملوک یې غور نیکه
45او نور نیکونه یې حشبیا، امصیا، حلقیا،
46امصي، باني، سامر،
47محلي، موشي، مراري او لاوي وو.
48پاتې لاویان د نورو دندو دپاره په سپېڅلې خېمې کې وګمارل شول.
49هارون او د هغه اولاده هغه څوک وو چې د خوشبویۍ نذرانې او هغه قربانۍ یې وړاندې کولې چې د قربانۍ په ځای باندې سوځول کېدلې. هغوی په ډېر سپېڅلي ځای کې د ټول خدمت او د هغو قربانیو مسوولیت په غاړه درلود چې خدای ورباندې د اسراییلو ګناهونه بخښل. هغوی دا ټول کارونه د خدای د خدمتګار موسی د حکمونو سره سم کول.
50د هارون د اولادې نومونه دا دي: العازار یې زوی، فینحاس یې لمسی، ابیشوع یې کړوسی او نوره اولاده یې په ترتیب سره:
51بقي، عزي، زرحیا،
52مرایوت، امریا، اخیطوب،
53صادوق او اخیمعص ده.
54د هارون اولاده د قهات د لاویانو له طایفې څخه وه او لومړنۍ ډله وه چې د پچې په اچولو سره غوره شوه، ترڅو د اوسېدو دپاره ورته ښارګوټي ورکړل شي.
55هغوی ته د یهودا په سیمه کې د حبرون ښار او شاوخوا څړځایونه ورکړل شول.
56خو د حبرون د شاوخوا پټي او کلي د یفنه زوی کالیب ته ورکړل شول.
57-
59نو د هارون اولادې ته دا لاندې ښارونه او د هغو د شاوخوا څړځایونه هم ورکړل شول: حبرون (د پناه اخیستلو ښار)، لبنه، یتیر، اشتموع، حیلین، دبیر، عاشان او بیت شمس.
60د بنیامین له قبیلې څخه هغوی ته د جبع، علمت او عناتوت ښارګوټي د هغو له شاوخوا څړځایونو سره ورکړل شول. د هارون اولادې ته دیارلس ښارګوټي ورکړل شول.
61د لوېدیځې منسي په سیمه کې لس ښارګوټي د قهاتیانو پاتې کورنیو ته د پچې په اچولو سره ورکړل شول.
62د جرشون طایفې ته کورنۍ په کورنۍ د یساکار، اشیر او د نفتالي په سیمو کې او په باشان کې د ختیځې منسي په سیمه کې دیارلس ښارګوټي ورکړل شول.
63هماغه شان، د مراري طایفې ته د روبین، جاد او د زبولون په سیمو کې دولس ښارګوټي د پچې په اچولو سره ورکړل شول.
64نو په دې ډول، د اسراییلو قوم لاویانو ته د اوسېدلو دپاره ښارګوټي او د هغو په شاوخوا کې څړځایونه هم ورکړل.
65(همدارنګه د یهودا، شمعون او د بنیامین ښارګوټي چې پورته یې یادونه شوې ده، د پچې په اچولو سره ورکړل شول.)
66د قهات د طایفې ځینې کورنیو ته د افرایم د سیمې څخه ښارګوټي او د هغو شاوخوا څړځایونه ورکړل شول:
67شکیم (چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې د پناه اخیستلو ښار ؤ)، جازر،
68یقمعام، بیت حورون،
69ایالون او جت رمون.
70د قهات پاتې کورنیو ته د لوېدیځې منسي په سیمه کې د عانیر او بلعام ښارګوټي د هغو له شاوخوا څړځایونو سره ورکړل شول.
71جرشونیانو ته په لاندې ډول ښارګوټي د هغو د څړځایونو سره ورکړل شول: د ختیځې منسي په سیمه کې: جولان چې په باشان کې دی او عشتاروت.
72د یساکار په سیمه کې: د جرشونیانو طایفې ته د یساکار له قبیلې څخه څلور ښارګوټي ورکړل شول چې هغه دا دي: قادش، دابره،
73راموت او عانیم چې د هغو شاوخوا څړځایونه هم په کې شامل وو.
74د اشیر په سیمه کې: جرشونیانو ته د اشیر له قبیلې څخه څلور ښارګوټي ورکړل شول: مشال، عبدون،
75حقوق او رحوب چې د هغو شاوخوا څړځایونه هم په کې شامل وو.
76د نفتالي په سیمه کې: په پای کې جرشونیانو ته د نفتالي له قبیلې څخه درې ښارګوټي ورکړل شول چې هغه دا وو: قادش په جلیل کې، حمون او قریتایم چې د هغو شاوخوا څړځایونه هم په کې شامل وو.
77پاتې مراریانو ته په لاندې ډول ښارګوټي د هغو له شاوخوا څړځایونو سره ورکړل شول: د زبولون په سیمه کې: د رمونو او د تابور ښارګوټي.
78د روبین په سیمه کې، اریحا ته مخامخ د اردن سیند په ختیځ کې: په دښته کې باصر، یهصه،
79قدیموت او میفاعت.
80د جاد په سیمه کې: په جلعاد کې راموت او محانیم،
81حشبون او یعزیر.