Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
39 verses
1یساکار څلور زامن درلودل: تولاع، فوه، یاشوب او شمرون.
2تولاع شپږ زامن درلودل: عزي، رفایا، یریییل، یحمای، یبسام او سموییل. هغوی د تولاع د طایفې د کورنیو مشران او زړور عسکر وو. د داود پاچا په وخت کې د هغوی د اولادې شمېر ۲۲۶۰۰ تنه وو.
3عزي د یزرحیا پلار او د میکاییل، عوبدیا، یوییل او د یشیه نیکه ؤ او دا د کورنیو مشران هم وو.
4هغوی دومره ډېرې ښځې او اولادونه درلودل چې د خپلې اولادې د شمېر سره سم هغوی کولای شول چې ۳۶۰۰۰ کسان د عسکرۍ دپاره تیار کړي.
5د یساکار د قبیلې د ټولو کورنیو په نسب نامې کې ۸۷۰۰۰ تنه جنګیالي ثبت شوي وو.
6بنیامین درې زامن درلودل: بالع، باکر او یدییئیل.
7بالع پنځه زامن درلودل: اصبون، عزي، عزییل، یریموت او عیري. هغوی ټول قوي عسکر او د خپل پلار په طایفه کې د کورنیو مشران وو. د بالع د طایفې په نسب نامې کې ۲۲۰۳۴ تنه جنګیالي ثبت شوي وو.
8باکر نهه زامن درلودل: زمیره، یوآش، الیعازر، الیوعینای، عمري، یریموت، ابیا، عناتوت او علمت.
9د هغوی په نسب نامه کې د ۲۰۲۰۰ تنو قوي عسکرو او د قبیلو د مشرانو نومونه ثبت شوي وو.
10یدیعییل د بلهان پلار او د یعوش، بنیامین، ایهود، کنعنه، زیتان، ترشیش او د اخیشاحر نیکه ؤ.
11هغوی په خپله طایفه کې د کورنیو مشران وو او په دې طایفه کې ۱۷۲۰۰ تنه قوي عسکر د جګړې دپاره تیار وو.
12عیر دوه زامن درلودل چې شفیم او حفیم نومېدل او احیر د حوشیم په نامه یو زوی درلود.
13بلهه د نفتالي مور وه. نفتالي څلور زامن درلودل: یحصیییل، جوني، یصر او شلوم.
14منسي دوه زامن درلودل: اسریییل او ماخیر، چې د هغه سوریایۍ وینځې زېږولي وو. ماخیر د جلعاد پلار ؤ.
15ماخیر یوه ښځه حفیم ته او یوه یې هم شفیم ته وکړه. ماخیر یوه خور درلودله چې معکه نومېدله.د ماخیر دوهم زوی صلفخاد ؤ او هغه یوازې لورګانې درلودلې.
16د ماخیر ښځې معکې فارش او شارش وزېږول. فارش دوه زامن درلودل: اولام او راقم.
17اولام د بدان پلار ؤ. دا ټول د جلعاد په اولاده کې شامل وو. جلعاد د ماخیر زوی او د منسي لمسی ؤ.
18د جلعاد خور، همولکه درې زامن درلودل: ایشهود، ابیعزر او محله.
19شمیداع څلور زامن درلودل: اخیان، شکیم، لقحي او انیعام.
20افرایم د شوتالح پلار، د بارد نیکه او د تحت غور نیکه ؤ. د هغه د کورنۍ نوره شجره په لاندې ډول وه: العادا، تحت،
21زاباد، او شوتالح. افرایم دوه نور زامن هم درلودل، ایصر او العاد. خو هغوی په هغه وخت کې ووژل شول کله چې هغوی د جت سیمې له اوسېدونکو څخه د څارویو د غلا کولو هڅه وکړه.
22افرایم په خپلو زامنو ډېره موده ویر وکړ او د هغه خپلوان به راتلل او هغه ته به یې ډاډګېرنه ورکوله.
23هغه بیا د خپلې ښځې سره یو ځای شو او هغه امیدواره شوه او یو زوی یې وزېږاوه. افرایم په هغه باندې د بریعه نوم کېښود، ځکه چې هغه د مصیبت په وخت کې وزېږېده.
24شیره د افرایم لور وه. هغې د ښکتني او پورتني بیت حورون او د ازین شیره ښارګوټي ودان کړل.
25افرایم یو بل زوی هم درلود چې رافح نومېده او د هغه د اولادې ترتیب په لاندې ډول ؤ: راشف یې زوی، تالح یې لمسی، تاحن یې کړوسی ؤ
26او نوره اولاده یې لعدان، عمیهود، الیشمع،
27نون او یوشع وو.
28د افرایم اولادې په جنوب کې تر بیت ییل پورې، په ختیځ کې تر نعران پورې او په لوېدیځ کې تر جازر پورې سیمې او ښارګوټي ونیول. د هغوی په خاوره کې د دغو ښارګوټو د شاوخوا کلي او هم شکیم، ایه او د هغو شاوخوا کلي شامل وو.
29د منسي د قبیلې د سرحد په اوږدو کې بیت شان، تعنک، مجدو، دور او د هغو د شاوخوا کلي شامل وو.د یعقوب د زوی یوسف اولاده په دغو ښارګوټو او کلیو کې اوسېدله.
30اشیر څلور زامن درلودل چې یمنه، یشوه، یشوی او بریعه نومېدل او یوه لور یې درلودله چې سارح نومېدله.
31بریعه دوه زامن درلودل: حابر او ملکیییل. ملکیییل د برزاوت پلار ؤ.
32حابر درې زامن درلودل چې یفلیط، شومیر او حوتام نومېدل او یوه لور یې درلودله چې شوعا نومېدله.
33یفلیط درې زامن درلودل: فاسک، بمهال او عشوت. ۳۴شومیر څلور زامن درلودل: اخي، رهجه، یحبه او آرام.
35د یفلیط ورور هیلام څلور زامن درلودل: صوفح، یمناع، شالش او عامال.
36د صوفح زامن دا وو: سوح، حرنفر، شوعال، بیري، یمره،
37باصر، هود، شما، شلشه، یتران او بیرا.
38یتر درې زامن درلودل: یفنه، فسفا او ارا.
39علا درې زامن درلودل: آرح، حنیییل او رصیا.
40دا د اشیر اولاده وه او هغوی ټول د کورنیو ډېر عزتمن مشران او زړور خلک وو چې د عسکرۍ دپاره تیار وو. د اشیر په قبیله کې ټول چې په نسب نامه کې ثبت شوي وو، ۲۶۰۰۰ تنه وو.