Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
14 verses
1فلسطینیانو د جلبوع په غره کې د اسراییلو سره جګړه وکړه. په هغه ځای کې ډېر اسراییلیان ووژل شول او پاتې یې چې په هغو کې شاوول پاچا او د هغه زامن هم شامل وو، وتښتېدل.
2خو فلسطینیانو هغوی ډېر سخت تعقیب کړل او د شاوول درې زامن، یوناتان، ابیناداب او ملکیشوع یې ووژل.
3په شاوول باندې جګړه ډېره سخته شوه او کله چې د فلسطینیانو غشي ویشتونکي هغه ته ورسېدل، نو هغه یې سخت ټپي کړ.
4شاوول خپل عسکر ته چې د هغه وسله یې لېږدوله وویل: «خپله توره راوباسه او ما ووژنه، ترڅو دا کافر فلسطینیان مې په عذاب نه کړي.» خو هغه ځوان له دې کاره ډېر ووېرېد. نو شاوول خپله توره راواخیستله او ځان یې ورباندې وغورځاوه.
5کله چې هغه ځوان ولیدل چې شاوول مړ شوی دی، نو هغه هم په خپلې تورې باندې ځان وغورځاوه او مړ شو.
6نو په دې ډول شاوول او د هغه درې زامن ټول یو ځای مړه شول او د هغه شاهي کورنۍ له منځه لاړه.
7کله چې هغو اسراییلیانو چې د یزرعیل په دره کې اوسېدل دا خبره واورېدله چې لښکرې تښتېدلې دي او شاوول او د هغه زامن مړه شوي دي، هغوی خپل ښارګوټي پرېښودل او وتښتېدل. نو فلسطینیان راغلل او په دغو ښارونو کې ځای په ځای شول.
8له جګړې یوه ورځ وروسته فلسطینیان د مړو د لوټلو دپاره ورغلل، نو هغوی د شاوول او د هغه د زامنو مړي وموندل چې د جلبوع په غره کې پراته وو.
9دوی د شاوول سر پرې کړ، له هغه څخه یې زغرې وویستلې او د فلسطین ټول هېواد ته یې استازي ولېږل چې دا زېری د خپلو بتانو او خپلو خلکو په منځ کې خپور کړي.
10دوی د شاوول وسلې د خپلو بتانو په عبادت خانه کې کېښودلې او د هغه سر یې د خپل بت یعنې د داجون په عبادت خانه کې ځوړند کړ.
11کله چې په جلعاد کې د یابیش د ښار ټولو خلکو د هغه څه په اړه چې فلسطینیانو په شاوول باندې کړي وو، واورېدل،
12تر ټولو زړور سړي لاړل، د شاوول او د هغه د زامنو مړي یې راوړل او یابیش ته یې یووړل. هغوی دا مړي هلته د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل او اووه ورځې یې روژه ونیوله.
13-
14شاوول ځکه مړ شو چې هغه بې وفا ؤ او د څښتن اطاعت به یې نه کاوه. هغه حتی د څښتن په ځای له یوې کوډګرې سره مشوره وکړه. نو ځکه څښتن شاوول وواژه او د هغه پاچاهي یې د یسي زوی داود ته ورکړه.