Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
47 verses
1وروسته د اسراییلو ټول خلک په حبرون کې د داود حضور ته راټول شول او هغه ته یې وویل: «مونږ ستاسو خپل هډوکي او وینه یو.
2حتی کله چې شاوول زمونږ پاچا ؤ، همدا تاسو وئ چې په عسکري عملیاتو کې به مو اسراییلو ته لارښوونه کوله او ستاسو څښتن خدای تاسو ته وویل: ته به د یو شپون په توګه زما د قوم لارښوونه کوې او د هغوی ټاکلی مشر به یې.»
3کله چې د اسراییلو ټول مشران په حبرون کې داود پاچا ته ورغلل، داود د څښتن په مخکې د هغوی سره یو تړون وکړ. بیا هغوی د داود سر په تېلو غوړ کړ او هغه یې د اسراییلو د پاچا په توګه غوره کړ، لکه څنګه چې څښتن د سموییل په وسیله دا وعده کړې وه.
4داود پاچا او ټول اسراییلیان لاړل او د اورشلیم په ښار باندې یې برید وکړ. په هغه زمانه کې اورشلیم د یبوس په نوم وپېژندل شو او د دې ځای اصلي اوسېدونکي لا تر هغه وخته پورې هلته اوسېدل.
5یبوسیانو وویل: «ته به ونه شې کولای چې دلته راننوځي!» خو داود د صهیون د غره کلا ونیوله چې وروسته د داود د ښار په نوم یاد شو.
6داود خپلو لښکرو ته ویلي وو: «هغه لومړنی عسکر چې یو یبوسی ووژني زما د لښکرو قوماندان به شي.» نو له دې امله چې د زرویه زوی یوآب لومړی برید وکړ، هغه قوماندان شو.
7وروسته داود هماغې کلا ته کډه وکړه، نو ځکه هغه د داود د ښار په نوم یاد شو.
8هغه د ښار شاوخوا سیمه پراخه کړه، په هغه ځای کې یې کار پیل کړ چې ځمکه یې د غونډۍ له ختیځې خوا ډکه وه او یوآب پاتې ښار بېرته جوړ کړ.
9داود نور هم قوي شو، ځکه چې مطلق قادر څښتن د هغه سره مل ؤ.
10دا د هغو نامتو جنګیالیو نومونه دي چې د اسراییلو د خلکو په مرسته یې د داود پاچاهي قوي او ټینګه کړه، ترڅو د څښتن د وعدې سره سم د هغوی پاچا شي:
11له دغو جنګیالیو څخه لومړنی جنګیالی د حکمون زوی یشوبعام ؤ او هغه د «درېو جنګیالیو» مشر ؤ. هغه په خپلې نېزې باندې له درې سوه کسانو سره جګړه وکړه او هغوی ټول یې په یو وخت کې ووژل.
12دوهم یې العازار ؤ چې د دودو زوی ؤ او د اخوخ له خیله ؤ.
13کله چې فلسطینیان هلته د جګړې دپاره راغونډ شول، العازار د داود سره په فسدمیم کې ؤ. په یو داسې ځای کې چې له اوربشو څخه ډک پټی په کې ؤ، اسراییلي عسکر له فلسطینیانو څخه وتښتېدل.
14خو العازار او د هغه سړیو د پټي په منځ کې ځانونه ټینګ کړل او فلسطینیانو ته یې ماتې ورکړه. څښتن هغوی ته یو لوی بریالیتوب ور په برخه کړ.
15یوه ورځ له هغو دېرشو مشرانو جنګیالیو څخه درې تنه یو ګټ ته چې د عدولام سمڅې ته نژدې او داود په کې ؤ، راغلل، په هغه وخت کې د فلسطینیانو یوې ډلې د رفاییم په دره کې خېمې درولې وې.
16داود هغه وخت په خپل خوندي ځای کې ؤ او د فلسطینیانو یوې ډلې بیت لحم نیولی ؤ.
17داود ارمان وکړ او ویې ویل: «کاشکې څوک له هغه کوهي څخه چې د بیت لحم دروازې ته نژدې دی، ماته اوبه راوړي.»
18نو هغو درېو زړورو سړیو د فلسطینیانو کرښې ماتې کړې، له کوهي څخه یې اوبه راوویستلې او داود ته یې راوړې، خو داود هغه ونه څښلې او هغه یې د نذرانې په توګه څښتن ته توی کړې.
19داود وویل: «خدای دې نه کړي چې زه دا اوبه وڅښم! دا به د هغو سړیو د وینو د څښلو په شان وي چې خپل ژوند یې په خطر کې اچولی ؤ!» نو هغه دا اوبه ونه څښلې. دا د هغو درېو زړورو کسانو کارونه وو.
20ابیشای د یوآب ورور د دېرش کسیزې ډلې مشر ؤ. هغه په خپلې نېزې باندې له درې سوه کسانو سره جګړه وکړه او هغوی یې ووژل. نو په دې توګه هغه هم لکه د هغو درېو جنګیالیو په شان مشهور شو.
21که څه هم هغه په هغې دېرش کسیزې ډلې کې ډېر زیات مشهور او د هغوی مشر شو، خو د هغو درېو تنو په شان مشهور نه شو.
22بنایاه د یهویاداع زوی چې د قبصییل څخه ؤ، یو توریالی عسکر ؤ. هغه ډېر د زړورتوب کارونه کړي وو چې په هغو کې د دوو قوي موآبي جنګیالیو وژل شامل وو. یو ځلې هغه د واورې په ورځ یوې کندې ته ورښکته شو او یو زمری یې وواژه.
23همدارنګه هغه یو مصری وواژه چې قد یې له دوو مترو لوړ ؤ او یوه نېزه ورسره وه چې د اوبدلو د کارګاه د میلې په شان غټه وه. بنایاه د خپلې امسا سره په هغه باندې برید وکړ، د هغه مصري له لاسه یې نېزه واخیستله او هغه یې ورباندې وواژه.
24بنایاه داسې د زړورتوب کارونه وکړل چې د درېو جنګیالیو په شان مشهور شو.
25د هغه عزت د هغې دېرش کسیزه ډلې څخه ډېر زیات شو، خو په درېو جنګیالیو کې یې ګډون نه درلود. داود هغه د خپلو ساتونکو د ګارډ مشر وټاکه.
26دا نور نامتو جنګیالي دي:د یوآب ورور عساهیلالحانان د دودو زوی له بیت لحم څخه
27شموت له هرور څخهحالز له فلون څخه
28عیرا د عقیش زوی له تقوع څخهابیعزر له عناتوت څخه
29سبکای له حوشا څخهعیلای له اخوخ څخه
30مهرای له نطوفې څخهحلد د بعنه زوی له نطوفې څخه
31اتای د ریبای زوی د بنیامین له جبعې څخهبنایاه له فرعاتون څخه
32حورای د جاعش له خوړونو څخهابي ییل له عربات څخه
33عزموت له بحروم څخهالیحبا له شعلبون څخه
34هاشم له جزون څخهیوناتان د شاجای زوی له حرار څخه
35اخیام د ساکار زوی له حرار څخهالیفال د اور زوی
36حافر له مکیرات څخهاخیا له فلون څخه
37حصرو له کرمل څخهنعرای له ازبای زوی
38یوییل د ناتان ورورمبحار د هجري زوی
39صالق له عمون څخهنحرای د بیروت څخه چې د زرویه د زوی یعنې د یوآب وسلې به یې وړلې.
40عیرا او جارب له یتر څخه
41اوریا حیتيزاباد د احلای زوی
42عدینا د شیزا زوی چې د روبین په قبیله کې یو مشر ؤ او د دېرش کسیزو عسکرو ډله هم ورسره وه
43حانان د معکه زوییوشافاط له متنا څخه
44عزیا له عشتاروت څخهشاماع او یعییل د حوتام زامن له عروعیر څخه
45یدیعییل او یوخا د شمري زامن له تیص څخه
46الي ییل له محویم څخهیریبای او یوشویا د الناعم زامنیتمه له موآب څخه
47الي ییل، عوبید او یعسي ییل له مسوباه څخه.