Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1یو څه موده مخکې داود تللی ؤ چې د صقلغ په ښارګوټي کې واوسیږي او د شاوول پاچا څخه پټ شي. کله چې داود هلته ؤ، ډېرو زړورو جنګیالیو د هغه سره لاس یو کړ چې په جګړه کې ورسره مرسته وکړي.
2دغه جنګیالي د شاوول پاچا له خپلوانو او د بنیامین له قبیلې نه وو. هغوی د لیندې او د غشو په ویشتلو کې تکړه وو، هغوی په خپل ښي او چپ لاس دواړو باندې غشي وېشتلی شول او هم یې په مچنوغزه کې تیږې وېشتلی شوې.
3-
7د هغوی مشران په لاندې ډول وو: اخیعزر د شماعه زوی چې له جبعې څخه ؤ، د ټولو مشر ؤ، د هغه ورور یوآش په رتبه کې د هغه پسې دوهم سړی ؤ. دا د هغوی عسکر وو:د عزموت زامن، یزي ییل او فالطبراکه او ییهو، له عناتوت څخهیشمعیا چې له جبعون څخه ؤ، د هغو «دېرشو جنګیالیو» یو مشر ؤ او په خپله هم نامتو جنګیالی ؤارمیا، یحزییل، یوحانان او یوزاباد له جدیره څخهالعوزای، یریموت، بعلیا، شمریا او شفطیا له حروف څخهد قورح له طایفې څخه القانه، یشیه، عزرییل، یوعزر او یشوبعامله جدور څخه د یروحام زامن یوعیله او زبدیا.د جاد د قبیلې څخه د داود جنګیالي
8ځینې کسان د جاد له قبیلې څخه چې د جګړې په هنر کې تجربه لرونکي او زړور خلک وو، د دښتې په خوندي ځای کې چې داود په کې ؤ، هغه ته ورواوښتل. دوی ټولو د سپرونو او نېزو په استعمالولو کې مهارت درلود. هغوی د زمریو په شان هیبتناک او د غرنیو هوسیو په شان تېز او چالاک وو.
9-
13له هغوی څخه د یوولسو تنو رتبې او مقامونه په ترتیب سره په لاندې ډول وو: ایصر یې مشر، بیا عوبدیا، الیاب، مشمنه، ارمیا، عتای، الیئیل، یوحانان، الزاباد، ارمیا او مکبنای.
14نوموړي کسان د لښکرو قوماندانان وو. د ټیټې رتبې خاوندان یې د سلو کسان او لوړ رتبه یې د زرو کسانو قوماندانان وو.
15د کال په لومړنۍ میاشت کې یعنې په هغه وخت کې چې د اردن د سیند اوبه د سیند له غاړو واوښتلې، هغوی د سیند نه تېر شول او هغه خلک یې پسې واخیستل او خواره واره یې کړل چې د سیند د دواړو غاړو په درو کې اوسېدل.
16یوځل د بنیامین او یهودا د قبیلو څخه یوه ډله سړي هغه خوندي ځای ته لاړل چې داود په کې اوسېده.
17داود له هغوی سره دباندې لیدنه او کتنه وکړه او ورته ویې ویل: «که چېرې تاسو د ملګرو په توګه راغلي یئ چې زما په طرفدارۍ جګړه وکړئ، بیا پاتې شئ او زمونږ سره لاس یو کړئ. خو که چېرې تاسو دا هڅه وکړئ چې ما خپلو دښمنانو ته تسلیم کړئ، هغه خدای چې زمونږ نیکونو یې عبادت کاوه، تاسو ته به سزا درکړي، ځکه چې ما کوم ظلم او تېری نه دی کړی.»۱
18بیا په عماسای باندې د خدای روح نازل شو، (هغه څوک چې وروسته د دېرشو جنګیالیو مشر شو) او ویې ویل:«د یسي زویه داوده، مونږ ستا یو!بریالي دې اوسي تهاو وي بریالی دې هغه څوکچې کوي تا سره مرسته!ځکه چې خدای دی مرستندوی ستا.»وروسته داود هغوی ته هرکلی ووایه او د خپلو هغو عسکرو مسؤولان یې وټاکل چې په دښمنانو باندې یې یرغل کاوه.
19هغه وخت چې داود د فلسطینیانو سره د شاوول په ضد جګړې ته لاړ، یو شمېر د منسي خلک د داود په خوا شول. خو کله چې د فلسطینیانو پاچاهان په دې پوه شول چې کېدای شي داود د هغوی سره خیانت وکړي او د پخوا په شان به د شاوول سره لاس یو کړي، هغوی داود بېرته د صقلغ ښارګوټي ته ولېږه.
20دا د منسي هغه عسکر وو چې په هغه وخت کې یې د داود سره لاس یو کړ: عدناح، یوزاباد، یدیعییل، میکاییل، یوزاباد، الیهو او صلتای. هغوی ټول په منسي کې د زر کسیزو فرقو قوماندانان وو.
21هغوی د داود سره مرسته کوله چې د یرغلګرو ډلو سره وجنګیږي، ځکه چې هغوی ټول زړور جنګیالي وو. وروسته هغوی د اسراییلو په لښکرو کې قوماندانان شول.
22ورځ په ورځ به نوي کسان راتلل او د داود سره به یې لاس یو کاوه، نو زر هغه د یو لوی او قوي لښکر خاوند شو، چې دا د خدای لښکر ؤ.
23کله چې داود په حبرون کې ؤ، ډېرو په وسلو سمبال شویو کسانو د هغه له لښکرو سره لاسونه یو کړل، ترڅو هغه د شاوول په ځای پاچا کړي، لکه څنګه چې څښتن وعده کړې وه. د هغوی شمېر په لاندې ډول ؤ:
24د یهودا د قبیلې څخه: ۶۸۰۰ تنه ښه سمبال شوي کسان چې سپرونه او نېزې ورسره وې؛
25د شمعون د قبیلې څخه: ۷۱۰۰ تنه زړور جنګیالي؛
26د لاوي د قبیلې څخه: ۴۶۰۰ تنه؛
27یهویاداع د هارون د کورنۍ مشر د ۳۷۰۰ تنو سره؛
28صادوق، یو زړور ځوان او د هغه د پلار د کورنۍ افسران: ۲۲ تنه؛
29د بنیامین د قبیلې څخه (د شاوول خپله قبیله):
30۰۰ تنه، د دغو څخه اکثره تر هغه وخته پورې د شاوول سره وفادار پاتې شوي وو. ۳۰د افرایم د قبیلې څخه: ۲۰۸۰۰ تنه زړور جنګیالي چې په خپلو خېلونو کې نومیالي وو؛
31د لوېدیځې منسي د قبیلې څخه: ۱۸۰۰۰ تنه د دې دپاره غوره شوي وو چې لاړ شي او داود پاچا کړي؛
32د یساکار د قبیلې څخه: ۲۰۰ مشران د خپلو وطندارانو سره یو ځای چې د هغوی د امر لاندې وو (دا مشران پوهېدل چې اسراییل څه وکړي او په کوم وخت کې یې وکړي)؛
33د زبولون د قبیلې څخه: ۵۰۰۰۰ تنه وفادار او د اعتبار وړ کسان چې د جګړې دپاره تیار وو او د هر ډول وسلې په کارولو پوهېدل؛
34د نفتالي د قبیلې څخه: ۱۰۰۰ تنه قوماندانان د ۳۷۰۰۰ کسانو سره یوځای چې سپرونه او نېزې ورسره وې؛
35د دان د قبیلې څخه: ۲۸۶۰۰ تنه چې د جګړې دپاره تیار وو؛
36د اشیر د قبیلې څخه: ۴۰۰۰۰ تنه تجربه لرونکي عسکر چې د جګړې دپاره تیار وو؛
37د روبین، جاد او د ختیځې منسي د قبیلو څخه (هغه قبیلې چې د اردن د سیند په ختیځ کې وې): ۱۲۰۰۰۰ تنه، چې په هر ډول وسلو سمبال شوي وو.
38دا ټول عسکر چې د جګړې دپاره تیار وو، حبرون ته لاړل. هغوی ټینګه اراده درلودله چې داود په ټولو اسراییلو باندې پاچا کړي. نو پاتې اسراییلیان په دې خبره باندې راضي او خوښ وو.
39هغو عسکرو هلته د داود سره درې ورځې تېرې کړې او په هغو خوړو او د څښاک په شیانو یې چې خپلو خپلوانو ورته تیار کړي وو، میلې کولې.
40د یساکار، زبولون او د نفتالي د شمالي قبیلو پورې د لېرې لېرې ځایونو څخه خلک راتلل او خره، اوښان، کچرې او غویان یې چې اوړه، د انځرو او د ممیزو کلچې، د انګورو شراب او د زیتونو تېل ورباندې بار وو، راوستل. هغوی پادې او رمې هم راوستلې چې حلال یې کړي او ویې خوري. دا ټول د هغو خوشحالیو څرګندونه وه چې په ټول هېواد کې احساسیدله.