Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1نو بیا د صور پاچا حیرام، داود ته خپل استازي ورولېږل، له هغوی سره ګلکاران او نجاران هم وو. هغوی د سبر د ونو لرګي راوړل، ترڅو داود ته ماڼۍ جوړه کړي.
2نو داود پوه شو چې څښتن د هغه پاچاهي په اسراییلو باندې ټینګه کړې ده او د هغه پاچاهي د خپل قوم یعنې د اسراییلو په خاطر نېکمرغه کیږي.
3وروسته له دې چې داود اورشلیم ته کډه وکړه، هغه د نورو ښځو سره ودونه وکړل او نور زامن او لورګانې یې وزېږېدلې.
4دا د داود اولادونه دي چې په اورشلیم کې زېږېدلي دي: شموع، شوڅپرکی، ناتان، سلیمان،
5ایبحار، الیشوع، الیفالط،
6نوجه، نفج، یافیع،
7الیشمع، بعلیاداع او الیفلط.
8کله چې فلسطینیانو واورېدل چې داود د اسراییلو په ټول هېواد باندې د پاچا په توګه ټاکل شوی دی، هغوی د پوره قوت سره ووتل چې داود ونیسي. خو داود د هغوی د پلان څخه خبر شو او لاړ چې په جګړه کې ورسره مقابله وکړي.
9نو فلسطینیان راغلل او د رفاییم په دره یې حمله وکړه.
10داود د خدای نه پوښتنه وکړه: «ایا په فلسطینیانو باندې حمله وکړم؟ ایا ماته به بری راکړې؟»څښتن ځواب ورکړ: «هو، ورباندې حمله وکړه! زه به تاته بری درکړم!»
11نو داود بعل فراسیم ته لاړ او هلته یې فلسطینیانو ته ماته ورکړه. هغه وویل: «خدای زما په لاسونو د دښمنانو کرښې ماتې کړې.» نو هغه ځای د بعل فراسیم په نوم یاد شو.
12کله چې فلسطینیان وتښتېدل، بیا داود خپلو لښکرو ته حکم ورکړ: «هغه بتان چې له فلسطینیانو څخه پاتې شوي دي، وسوځوئ.»
13څه موده وروسته فلسطینیان بېرته درې ته راستانه شول او بیا یې برید پیل کړ.
14داود یوځل بیا د خدای سره مشوره وکړه، خدای ځواب ورکړ: «د دې ځای نه برید مه کوه، بلکې د شا له خوا ورباندې راتاو شه او د بلسام ونو ته مخامخ په هغوی باندې برید وکړه.
15کله چې دې د بلسام د ونو په سر کې د قدمونو اواز واورېده، نو بیا په بیړه برید وکړه، ځکه چې دا به دا معنی ولري چې زه ستا په مخکې روان یم چې د فلسطینیانو لښکرو ته ماتې ورکړم.»
16نو څنګه چې خدای داود ته حکم کړی ؤ، هماغسې یې وکړل او فلسطینیان یې د جبعون نه تر جازر پورې په ټوله لاره کې تعقیب کړل او ویې وژل.
17نو داود په ټولو هېوادونو کې مشهور شو او څښتن سبب شو چې ټول قومونه له هغه څخه ووېریږي.