Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1داود د خپل ځان دپاره د داود په ښار کې کورونه ودان کړل. هغه د خدای د لوظ د صندوق دپاره هم یو ځای تیار کړ او یوه خېمه یې د هغه دپاره ودروله.
2هغه وویل: «یوازې لاویان به دا اجازه ولري چې د لوظ صندوق یوسي، ځکه چې څښتن هغوی غوره کړي دي چې دا کار وکړي او تل د څښتن خدمت وکړي.»
3بیا داود د اسراییلو ټول قوم اورشلیم ته راوغوښت د دې دپاره چې د لوظ صندوق هغه ځای ته راوړي چې د هغه دپاره یې تیار کړی ؤ.
4هغه د هارون اولاده او لاویان هم یو ځای راغونډ کړل. دا هغه لاویان وو چې د داود حضور ته راغلل:
5اوري ییل چې د قهات د طایفې مشر ؤ او د هغه یوسلو شل تنه خپلوان؛
6عسایا چې د مراري د طایفې مشر ؤ او د هغه دوه سوه او شل تنه خپلوان؛
7یوییل چې د جرشون د طایفې مشر ؤ او د هغه یو سل او دېرش تنه خپلوان؛
8شمعیه چې د الیصافان د طایفې مشر ؤ او د هغه دوه سوه تنه خپلوان؛
9ایلیییل چې د حبرون د طایفې مشر ؤ او د هغه اتیا تنه خپلوان؛
10او عمیناداب چې د عزییل د طایفې مشر ؤ او د هغه یو سل او دولس تنه خپلوان.
11بیا داود صادوق او ابیاتار کاهنان او شپږ لاویان یعنې اوري ییل، عسایا، یوییل، شمعیه، ایلیییل او عمیناداب راوغوښتل.
12هغه دغو لاویانو ته وویل: «تاسو د لاوي د طایفو مشران یئ. تاسو او ستاسو ملګري خپل ځانونه پاک کړئ، ترڅو وکولای شئ چې د اسراییلو د څښتن خدای د لوظ صندوق هغه ځای ته راوړئ چې ما د هغه دپاره تیار کړی دی.
13دا چې د لومړي ځل دپاره تاسو هلته نه وئ چې هغه یوسئ، زمونږ څښتن خدای مونږ ته سزا د دې دپاره راکړه چې مونږ په مناسب ډول د هغه عبادت ونه کړ.»
14بیا کاهنانو او لاویانو خپل ځانونه پاک کړل. هغوی تیار شول چې د اسراییلو د څښتن خدای د لوظ صندوق یوسي.
15لاویانو دا صندوق د ستنو په واسطه په خپلو اوږو باندې یووړ لکه څنګه چې څښتن د موسی په وسیله امر کړی ؤ.
16همدارنګه داود د لاویانو مشرانو ته وویل: «د خپلو خپلوانو څخه ځینې کسان وټاکئ چې د خوشحالۍ سندرې ووایي او چنګونه، رڅپرکیونه او تالونه وغږوي.»
17-
21هغه سړي چې د زیړو تالونو د غږولو دپاره غوره شول دا وو: د یوییل زوی هیمان، د هغه خپلوان اساف چې د برکیا زوی ؤ او د قوشیا زوی ایتان چې د مراري د طایفې څخه ؤ. د هغوی سره د مرستې په خاطر یې دغه لاویان غوره کړل چې د نري اواز چنګونه یې غږول: زکریا، یعزیییل، شمیراموت، یحییل، عوني، الیاب، معسیا او بنایاه. نورو چې د درند اواز رڅپرکیونه یې غږول دا وو: متتیا، الیفلیا، مقنیا، عززیا او دوه د عبادت ځای ساتونکي یعنې عوبید ادوم او یعییل.
22کننیا د لاوي سازغږوونکو مسوول وټاکل شو، ځکه چې هغه په خپله یو تکړه سازغږوونکی ؤ.
23-
24بیا د لوظ د صندوق د ساتلو دپاره څلور لاویان وټاکل شول. هغه لاویان دا وو: برکیا، القانه، عوبید ادوم او یحیا.په پای کې د دې دپاره کاهنان غوره شول چې د لوظ د صندوق مخې ته سرني وغږوي. هغه کاهنان دا وو: شبنیا، یوشافاط، نتنییل، عماسای، زکریا، بنایاه او الیعازر.
25نو داود، د اسراییلو مشران او د لښکرو قوماندانان لاړل چې د څښتن د لوظ صندوق د عوبید ادوم له کوره د جشن په نیولو سره راوړي.
26له دې کبله چې څښتن د لوظ د صندوق په وړلو کې له لاویانو سره مرسته وکړه، نو هغوی اووه غویان او اووه پسونه قرباني کړل.
27داود او هغو لاویانو چې صندوق یې لېږداوه، کننیا د موسیقۍ مسوول او ټولو سندرغاړو د ښه کتان چپنې اغوستې وې او داود هم د کتان پېشبند اغوستی ؤ.
28نو ټولو اسراییلیانو د خوشحالۍ په چیغو او د سرنیو، تالونو، چنګونو او له رڅپرکیونو په غږولو سره د څښتن د لوظ صندوق اورشلیم ته راوړ.
29کله چې صندوق د داود ښار ته راوړل شو، د شاوول لور میکال د کړکۍ څخه وکتل او ویې لیدل چې داود پاچا د خوشحالۍ څخه ټوپونه وهي او نڅا کوي، نو هغه یې په خپل زړه کې سپک وګاڼه.