Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
43 verses
1هغوی د خدای د لوظ صندوق په هغې خېمې کې کېښود چې داود د هغه دپاره ودرولې وه، بیا یې سوځېدونکې نذرانې او د سولې نذرانې خدای ته وړاندې کړې.
2کله چې داود د نذرانو د وړاندې کولو څخه وزګار شو، هغه د خلکو دپاره د څښتن په نوم برکت وغوښت.
3هغه د اسراییلو ټولو خلکو، هم سړیو او هم ښځو، هر یو ته یوه ډوډۍ، یوه ټوټه غوښه او د ممیزو یوه کلچه ووېشله.
4داود ځینې لاویان د دې دپاره وټاکل چې د لوظ صندوق په مخکې خدمت وکړي. هغوی به د اسراییلو څښتن خدای یاداوه، د هغه شکر به یې ادا کاوه او ستاینه به یې کوله.
5اساف د هغوی مشر ؤ او زکریا د هغه مرستیال ؤ. یعییل، شمیراموت، یحییل، متتیا، الیاب، بنایاه، عوبید ادوم او یو بل سړی چې یعییل نومېده د دې دپاره ټاکل شوي وو چې چنګونه او رڅپرکیونه وغږوي. اساف په خپله تالونه غږول
6او دوو کاهنانو یعنې بنایاه او یحزییل به پرله پسې د لوظ د صندوق په مخکې سرني غږول.د داود د ستاینې سندره
7داود په هغه ورځ د لومړي ځل دپاره اساف او د هغه ورونو ته وظیفه ورکړه چې د څښتن په حضور کې د هغه د ستاینې دا سندره ووایي:
8کوئ شکر د څښتناو د هغه په نوم دعا کوئ!نورو قومونو ته دا ووایئڅه چې هغه کړي دي
9هغه ته حمد ووایئووایئ هغه ته د ثنا او صفت سندرههغه چې کړي عجیبه کارونهکړئ یې بیان خلکو ته
10په پاک نوم د هغه وکړئ افتخاروي دې خوشحاله څوک چې کاندي عبادت د هغه
11وغواړئ کومک له څښتنهوکړئ عبادت یې تل
12-
13ای د یعقوب یعنې د خدای د خدمتګار اولادېای د یعقوب اولادې تاسو کړئ غوره څښتنکړئ تاسې یادې معجزې لویې چې کړې هغههم کړئ رایاد قضاوتونه چې هغه کړي وو
14دی څښتن زمونږه خدایراولي چې عدالت د ځمکې سر باندې هرځای
15تاسې هېر نه کړئ د خدای لوظ هېڅکلهنه کړئ وعده د هغه هېره تر زرو نسلونو پورې
16هغه لوظ چې هغه وکړ ابراهیم سرههغه قسم چې هغه وکړ د اسحاق سره
17هغه یې ورکړلو یعقوب ته د یو حکم په شاناو اسراییلو ته د ابدي لوظ په توګه
18هغه وویل: «تاسو ته در به کړم وطن د کنعانوي به هغه د ستاسو خپل ملکیت»
19کله چې شمېر د خدای د خلکو کم ؤوو پردي د کنعان خاوره کې دوی
20دوی سرګردانه ګرځېدل به یو بل وطن کېتلل یو او بلې پاچاهۍ ته هغوی
21خو خدای پرېنښودل هېڅوک چې په دوی ظلم وکړيد دوی دپاره یې شاهان ورټل:
22هغوی ته یې وویل:«زما غوره شویو بنده ګانو ته به لاس نه وروړئضرر به نه رسوئ زما پیغمبرانو ته»
23ای ټولې نړۍ، سندره ووایئ څښتن ته تاسېاعلان کړئ هره ورځ دا زېریچې نجات یې دی راکړی مونږ ته
24قومونو ته اعلان کړئ جلال د هغهټولو خلکو ته اعلان کړئد هغه ډېر عجیبه کارونه
25ځکه چې لوی دی څښتناو ډېر لایق دی د ثنا او صفتټولو خدایانو نه دې زیاته وېره وشي د ده
26نورو قومونو ټول خدایان دي بې ګټې بتانخو څښتن دي پیدا کړي اسمانونه
27دي راچاپېره جلال او لویي له هغه څخهد اوسېدو ځای د هغه ډک دی د خوښۍ او قوت
28وکړئ ستاینه د څښتن په ځمکه ټولو خلکوهم ستاینه وکړئ د هغه د جلال او قدرت
29د څښتن د جلالي نوم ستاینه وکړئراشئ حضور ته د هغه او نذرانه راوړئکړئ څښتن ته عبادت په سپېڅلې توګه
30ای ټولې ځمکې ولړزېږه د هغه په مخکېنړۍ یې ټینګه درولې چې خوځیږي نه
31پرېږده خوشحاله اسمانونه شي او ځمکه وکړي خوښياو هم قومونه کړئ خبر چې څښتن پاچا دی!
32شي دریاب په غړمبار دې خپلو ټولو مخلوقاتو سرهشي دې خوشحاله پټي هم ټولو فصلونو سره
33د خوښۍ چیغې به بیا ووهي ځنګل کې ونېکله چې راشي د ځمکې قضاوت ته څښتن
34د څښتن شکر کوئ، ځکه چې نېک دی هغهده ابدي د هغه مینه
35هغه ته ووایئ: «وژغوره مونږ ای خدایهته زمونږ ژغورونکیه خدایهمونږ یو ځای سره راغونډ کړه،ومو ژغوره له قومونوترڅو ادا کړو مونږه شکر د ستاستا د سپېڅلي نوم ثنا مو ویاړ شي»
36ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای تهوکړئ ثنا او صفت یې د ازل نه تر ابده پورېبیا ټولو خلکو وویل: «امین» او د څښتن ثنا او صفت یې وکړ.
37داود اساف او د هغه د طایفې لاویان د دې دپاره غوره کړل چې په هغه ځای کې د ورځني عبادت مسؤولان شي چېرته چې د لوظ صندوق ساتل کېده.
38عوبید ادوم او د هغه اته شپېته خپلوان د هغوی مرستیالان وو او حوسه او د یدوتون زوی عوبید ادوم ساتونکي وو.
39داود صادوق کاهن او د هغه خپلوان چې کاهنان وو، هم غوره کړل چې د جبعون د عبادت په ځای کې د څښتن په سپېڅلي خېمه کې خدمت وکړي.
40هغوی به هر سهار او ماښام د قربانۍ په ځای باندې سوځېدونکې نذرانې وړاندې کولې. دا د هغه شریعت سره سم ؤ چې څښتن اسراییلیانو ته ورکړی ؤ.
41هیمان او یدوتون د هغوی مرستیالان وو او همدارنګه هغه نور سړي چې په ځانګړې توګه د دې دپاره غوره شوي وو چې د څښتن د تلپاتې مینې دپاره د هغه شکر وکړي.
42هیمان او یدوتون د دې کار مسوولیت هم په غاړه درلود چې سرني، تالونه او نورې د موسیقۍ آلې د سندرو د ویلو په وخت کې وغږوي. هغه لاویان چې د یدوتون زامن وو، د دروازې د ساتلو مسؤولان وو.
43د مراسمو نه وروسته هر یو خپل کور ته لاړ او داود هم د دې دپاره کور ته راستون شو چې د خپلې کورنۍ دپاره برکت وغواړي.