Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1اوروسته له دې چې داود خپلې ماڼۍ ته کډه وکړه، هغه ناتان نبي ته وویل: «ګوره، زه دلته په دې ماڼۍ کې اوسېږم چې د سبر د ونې د لرګیو څخه جوړه شوې ده، خو د څښتن د لوظ صندوق په خېمه کې ایښودل شوی دی.»
2ناتان ځواب ورکړ: «هرڅه چې ستا په زړه کې دي هغه وکړه، ځکه چې خدای ستا سره مل دی.»
3خو په هم هغه شپه څښتن ناتان ته وویل:
4«لاړ شه او زما خدمتګار داود ته ووایه چې څښتن داسې وایي: ته هغه څوک نه یې چې زما د اوسېدلو دپاره کور جوړ کړې.
5له هغه وخته چې ما د اسراییلو قوم د مصر څخه راخلاص کړ، تر نن ورځې پورې زه په کور کې نه یم اوسېدلی. هر چېرته چې زه د هغوی سره تللم، خېمه به زما کور ؤ.
6ما د قوم مشران غوره کړل او ورته مې وویل چې د شپنو په شان زما د قوم اسراییلو لارښوونه وکړي. خو ایا کله مې د هغوی څخه چاته په ټول سفر کې ویلي دي چې د سبر د ونې د لرګیو څخه دې ولې زما دپاره کور نه دی جوړ کړی؟
7نو په دې خاطر زما خدمتګار داود ته ووایه چې مطلق قادر څښتن درته داسې وایي: ماته د پسونو د ساتلو د څړځای څخه راواخیستلې او د خپل قوم اسراییلو مشر مې وټاکلې.
8هر چېرې چې ته تللې، زه به درسره وم. څنګه به چې ته پرمخ تللې، ما به ستا ټول دښمنان له منځه وړل. اوس به تاته یو نوم درکړم لکه څنګه چې مې د نړۍ ډېرو لویو مشرانو ته ورکړی دی.
9-
10ما د خپل قوم اسراییلو دپاره ځای وټاکه او هغوی مې هلته ځای په ځای کړل، ترڅو هلته واوسیږي او نور ورباندې ظلم ونه شي. له هغه وخته چې مې قاضیان یعنې مشران د اسراییلو دپاره ټاکلي دي په هغوی باندې د بدکاره خلکو له خوا تېری شوی دی. بیا به داسې ونه شي. زه وعده کوم چې ستا ټولو دښمنانو ته به ماتې ورکړم او تاته به یوه شاهي کورنۍ درکړم.
11هغه ورځ چې ستا سترګې د دې نړۍ څخه پټې شوې او د خپلو نیکونو سره ښخ شوې، زه به ستا د زامنو څخه یو پاچا کړم او د هغه پاچاهي به ټینګه وساتم.
12هغه به هغه څوک وي چې زما دپاره به یو کور جوړ کړي او د هغه پاچاهي به زه د تل دپاره ټینګه کړم.
13زه به د هغه پلار یم او هغه به زما زوی وي. زه به خپله تلپاتې مینه ورنه لېرې نه کړم لکه څنګه چې مې د شاوول نه لېرې کړې وه، څوک چې ستا نه مخکې پاچا ؤ.
14زه به د تل دپاره ستا زوی د خپل قوم او پاچاهۍ مشر کړم. د هغه پادشاهي به هېڅکله پای ته ونه رسیږي.»
15ناتان داود ته هر هغه څه بیان کړل چې خدای ورته په رویا کې ښکاره کړي وو.
16بیا داود پاچا د لوظ د صندوق خېمې ته ورننوت، هلته د څښتن په حضور کې کښېناست او دعا یې وکړه: «ای څښتن خدایه! هغه څه چې تا پخوا زما سره کړي دي زه او زما کورنۍ د هغې وړ نه یو.
17خو بیاهم دا ستا په نظر کافي نه وو! تا د راتلونکو ډېرو کلونو دپاره هم زما د اولادې یعنې شاهي کورنۍ په هکله وعدې کړې دي. ای څښتن خدایه، ته له ما سره داسې چلند کوې لکه زه چې یو ډېر مهم سړی یم.
18زه ستا خدمتګار یم او ته مې پېژنې. زه نور څه ویلی شم؟ تا زما درناوی کړی دی!
19ای څښتنه! زما په خاطر او د خپل مقصد دپاره دې دا ټول لوی کارونه وکړل او هغه دې ښکاره کړل.
20څښتنه، هېڅوک ستا په شان نه دی. لکه څنګه چې مونږ تل اورېدلي دي، بې له تا بل خدای نشته.
21د ځمکې په مخ د اسراییلو په شان بل قو�� نشته، هغه قوم چې تا هغوی د مصر د غلامۍ څخه وژغورل، د دې دپاره چې هغه ستا خپل قوم شي. د هغوی دپاره دې لوی او حیرانوونکي کارونه وکړل او خپل نوم دې په ټوله نړۍ کې مشهور او لوړ کړ. تا خپل قوم اسراییل د مصر څخه وژغوره او د هغه د وړاندې تګ سره سم دې نور قومونه وشړل.
22اسراییل دې د تل دپاره خپل قوم غوره کړ او ای څښتنه، ته د هغوی خدای شوې.
23ای څښتنه! اوس هغه وعده د تل دپاره سرته ورسوه چې زما او زما د کورنۍ سره دې کړې ده. هغه څه چې دې ویلي وو، هماغسې وکړه.
24ستا نوم به لوی وي او خلک به د تل دپاره وایي: مطلق قادر څښتن د اسراییلو خدای دی. بیا به زما د اولادې پاچاهي د تل دپاره ټینګه وي.
25دا ټول تا ماته ښکاره کړي دي او ماته دې وویل چې زما اولاده به ته پاچاهان کړې، نو ځکه مې ای خدایه دا جرات وکړ چې تاته دا دعا وکړم.
26څښتنه، ته په رښتیا خدای یې او تا د خپل خدمتګار سره د دې ښو شیانو وعده کړې ده.
27اوس مهرباني وکړه زما کورنۍ ته د تل دپاره برکت ورکړه او پرېږده چې هغوی تل ستا غوره شوي پاچاهان وي. څښتنه، تا پخوا زما کورنۍ ته برکت ورکړی ؤ او زه پوهېږم چې ته به مونږ ته د تل دپاره برکت راکړې.»