Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1څه موده وروسته د عمونیانو پاچا ناحاش مړ شو او د هغه زوی حانون د هغه په ځای پاچا شو.
2داود پاچا وویل: «زه به د حانون سره داسې وفادارانه دوستي وکړم لکه څنګه چې د هغه پلار ناحاش زما سره کړې وه.» نو داود خپل استازي ولېږل چې د خپل ځان له خوا خواخوږي ووایي.خو کله چې هغوی عمون ته ورسېدل او د حانون پاچا سره یې رسمي کتنه وکړه،
3د عمونیانو مشرانو حانون پاچا ته وویل: «ایا تاسو فکر کوئ چې داود په رښتیا دا استازي ستاسو پلار ته د عزت ورکولو دپاره رالېږلي دي؟ ایا هغه ستاسو سره دومره خواخوږي لري؟ البته چې نه! هغوی یې دلته د جاسوسۍ دپاره رالېږلي چې زمونږ هېواد وګوري، ترڅو هغه فتح کړي.»
4نو حانون د داود استازي ونیول، د هغوی ږیرې یې وخریلې، کالي یې د پښو نه تر ملا پورې وشکول او رخصت یې کړل.
5هغوی ډېر شرمېدل چې کور ته راستانه شي. کله چې داود له دې پېښې څخه خبر شو، نو هغوی ته یې خبر ورولېږه: «تر هغې پورې د اریحا په ښار کې پاتې شئ چې ستاسو ږیرې اوږدې شي او بیا بېرته کور ته راشئ.»
6حانون پاچا او عمونیان په دې پوه شول چې هغوی داود خپل دښمن کړ. نو هغوی څلوردېرش ټنه سپین زر ولېږل د دې دپاره چې د بین النهرین، د سوریې د معکه او د صوبه له سیمو څخه جنګي ګاډۍ او د هغو چلوونکي اجیر کړي.
7دوه دېرش زره جنګي ګاډۍ او د معکه پاچا او د هغه لښکرې راغلې او د میدیبا سره نژدې یې خېمې ودرولې. د عمونیانو لښکرې هم له خپلو ښارګوټو څخه د جګړې دپاره راټولې شولې.
8داود د دې نه خبر شو او یوآب یې له ټول لښکر سره د هغوی مقابلې ته ورولېږه.
9عمونیان راووتل او د خپل پایتخت ربه د دروازې په خوله کې ځای په ځای شول. د سوریې لښکرې په صحرا کې ځای په ځای شوې.
10یوآب ولیدل چې د دښمن لښکر به په هغه باندې مخامخ او د شا له خوا برید وکړ، نو هغه د اسراییلو د عسکرو څخه ډېر ښه عسکر وټاکل او هغوی یې سوریایانو ته مخامخ ځای په ځای کړل.
11یوآب د خپلو لښکرو پاتې کسان د خپل ورور ابیشای تر قوماندې لاندې ورکړل او ابیشای هغوی د عمونیانو په مقابل کې ځای په ځای کړل.
12یوآب هغه ته وویل: «که چېرې تا ولیدل چې سوریایانو ماته ماتې راکوله، نو راشه او زما سره مرسته وکړه او که چېرې عمونیانو تاته ماتې درکوله، نو زه به ستا مرستې دپاره درشم.
13قوي او زړور اوسه! راځه چې د خپل قوم او د خدای د ښارونو دپاره په مېړانه او زړورتیا سره وجنګېږو. څه چې د څښتن رضا وي هغه دې وشي!»
14نو یوآب او د هغه سړي مخکې لاړل چې برید وکړي او سوریایان وتښتېدل.
15کله چې عمونیانو ولیدل چې سوریایان تښتي، هغوی د ابیشای څخه وتښتېدل او ښار ته ننوتل. بیا یوآب اورشلیم ته راستون شو.
16کله چې سوریایان پوه شول چې دوی ته اسراییلو ماتې ورکړه، هغوی خپل هغه عسکر راوغوښتل چې د فرات د سیند په ختیځه خوا کې ځای په ځای شوي وو. د هددعزر د لښکرو قوماندان شوفک دا سړي عمون ته بوتلل.
17کله چې داود دا واورېدل، هغه د اسراییلو ټولې لښکرې سره راغونډې کړې، د اردن د سیند نه تېر شو او خپل عسکر یې د سوریایانو لښکرو ته مخامخ ځای په ځای کړل.جګړه پیل شوه،
18خو د سوریایانو لښکرې د اسراییلیانو څخه وتښتېدلې. داود اووه زره د جنګي ګاډیو چلوونکي او څلوېښت زره پیاده عسکر ووژل. هغه شوفک هم وواژه چې د هغوی قو��اندان ؤ.
19هغه پاچاهان چې د هددعزر تابع وو، کله چې هغوی ولیدل چې د اسراییلو له خوا یې ماتې وخوړله، نو د داود سره یې سوله وکړه او د هغه رعیت شول. سوریایانو نه غوښتل چې بیا د عمونیانو سره مرسته وکړي.