Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
8 verses
1د بل کال په پسرلي، یعنې د کال په هغه وخت کې چې اکثره وخت پاچاهان جګړې ته ځي، د اسراییلو لښکر د یوآب تر قوماندې لاندې حرکت وکړ او د عمون هېواد یې وران کړ. هغه د ربه ښار کلابند کړ، بیا یې ورباندې برید وکړ او په کنډوالو یې بدل کړ. خو داود په اورشلیم کې پاتې شو.
2وروسته داود د ربې ښار ته راغی. هلته یې د عموني پاچا د سر نه د سرو زرو تاج واخیست او په خپل سر یې کېښود. یوه قیمتي تیږه په کې وه او خبر شو چې د تاج وزن شاوخوا څلوردېرش کیلوګرامه ؤ. همدارنګه هغه د هغه ښار نه په زیاته اندازه غنیمت لاسته راوړ.
3د هغه ځای خلک یې راوویستل، هغوی یې په ارو، کلنګونو او تبرونو سمبال او په سختو کارونو باندې یې وټاکل. داود د عمون د ټولو ښارونو د خلکو سره همدغه شان عمل وکړ. وروسته بیا داود او د هغه ټول لښکر اورشلیم ته ستانه شول.
4یو څه موده وروسته په جازر کې د فلسطینیانو سره جګړه رامنځته شوه. د دې جګړې په دوران کې حوشاتي سبکای د رافا د لوړ قدو اولادې څخه یو تن چې سفای نومېد وواژه او فلسطینیانو ماتې وخوړه.
5د فلسطینیانو سره په یوه بله جګړه کې د یاییر زوی الحانان، لحمي وواژه. لحمي د جلیات ورور ؤ او له جت څخه ؤ. د لحمي سره یوه نېزه وه چې د هغې لاستی د اوبدلو د دستګاه د میلې په شان ؤ.
6وروسته بیا په جت کې یوه بله جګړه وشوه. په هغه ځای کې یو لوړ قدی سړی ؤ چې لاسونو او پښو یې شپږ، شپږ ګوتې درلودلې چې ټولې څلورویشت ګوتې وې، هغه هم د رافا د لوړ قدو له اولادې څخه ؤ.
7کله چې هغه اسراییلیانو ته پېغور ورکړ، د داود وراره یوناتان چې د شمعا زوی ؤ هغه یې وواژه.
8دغه درې تنه په جت کې د رافا د لوړ قدو اولادې څخه وو او هغوی د داود او د هغه د سړیو له خوا ووژل شول.