Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1شیطان غوښتل چې د اسراییلو په قوم باندې مصیبت راولي، نو هغه داود راوپاراوه چې د اسراییلو سر شمېرنه وکړي.
2داود یوآب او د لښکرو قوماندانانو ته وویل: «په اسراییلو کې هر یو تن په جنوب کې له بیرشبع څخه په شمال کې تر دان پورې وشمېرئ. بیا ماته راپور راوړئ چې زه پوه شم څومره خلک دي.»
3یوآب په ځواب کې وویل: «څښتن دې د اسراییلو د قوم شمېر له اوسني شمېره سل چنده زیات کړي! اعلیحضرته، هغوی ټول ستا خدمتګاران دي. ولې ته ټول قوم ګناهکاروې؟»
4خو پاچا یوآب مجبور کړ چې د هغه امر ته غاړه کېږدي. نو یوآب لاړ، د اسراییلو په هر ګوټ کې وګرځېد او بیا هغه اورشلیم ته راستون شو.
5یوآب، پاچا ته د هغو سړیو د شمېر راپور ورکړ چې جګړه یې کولای شوه. په اسراییلو کې یو میلیون او یو لک تنه وو او په یهودا کې څلور لکه اویا زره تنه وو.
6یوآب د لاوي او د بنیامین قبیلې په سرشمېرنې کې راګډې نه کړې، ځکه چې د هغه دپاره دا سرشمېرنه د کرکې وړ وه.
7خدای په دې کار په قهر شو، نو هغه اسراییلو ته سزا ورکړه.
8داود خدای ته وویل: «په دې کار سره ما ډېره سخته ګناه وکړه! زه تاته زاري کوم چې د خپل غلام ګناه وبخښه، ځکه چې ما ډېر د کم عقلتوب کار کړی دی.»
9څښتن جاد ته چې د داود نبي ؤ، وویل:
10«لاړ شه او داود ته ووایه چې څښتن داسې وایي: زه تاته د درېو سزاګانو د ټاکلو واک درکوم، له هغو څخه یوه وټاکه چې په تا یې عملي کړم.»
11نو جاد داود ته ورغی او ورته ویې ویل: «څښتن داسې وایي: د خپل ځان دپاره له دې درېو سزاګانو څخه یوه غوره کړه:
12درې کاله به قحطي وي، یا به درې میاشتې له خپلو دښمنانو تښتې، یا به درې ورځې څښتن د خپلې فرښتې په وسیله ستا په ټوله ځمکه باندې وبا نازله کړي چې د اسراییلو خلکو ته تباهي راولي. اوس د دې په هکله پرېکړه وکړه چې زه ستا ځواب څښتن ته ورسوم.»
13داود جاد ته په ځواب کې وویل: «زه په ډېر لوی مصیبت کې یم، خو نه غواړم چې د خلکو له خوا سزا ووینم. پرېږده چې څښتن په خپله ماته سزا راکړي، ځکه چې هغه ډېر مهربان او رحیم دی.»
14نو څښتن په اسراییلو باندې وبا نازله کړه او اویا زره تنه یې مړه شول.
15بیا هغه فرښته راولېږله چې د اورشلیم ښار وران کړي. خو څښتن خپله اراده بدله کړه او هغې فرښتې ته یې وویل: «ودرېږه! بس دی! دوی کافي ستونزه وزغمله.» دا په داسې وخت کې پېښ شو کله چې فرښته د یبوسي ارونه له درمند ځای سره ولاړه وه.
16داود د څښتن فرښته په هوا کې ولاړه ولیده چې په اورشلیم باندې یې توره نیولې وه. هغه او د اسراییلو مشرانو چې ټولو د ویر کالي اغوستې وو، په سجده شول.
17داود دعا وکړه: «دا زما ګناه ده! ما د دې حکم په ورکولو سره چې خلک دې وشمېرل شي، لویه ګناه کړې ده. دا خلک لکه د بې ګناه پسونو په شان دي. ای زما څښتن خدایه، مهرباني وکړه ما او زما کورنۍ ته سزا راکړه. مه پرېږده چې دا وبا ستا قوم تباه کړي.»
18د څښتن فرښتې جاد نبي ته وویل: «داود ته دا خبره وکړه چې هغه باید د یبوسي ارونه درمند ځای ته لاړ شي او د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړي.»
19نو داود لکه څنګه چې څښتن د جاد په وسیله امر کړی ؤ هغه ځای ته لاړ.
20په هغه وخت کې ارونه او د هغه څلورو زامنو غنم ټکول او کله یې چې فرښته ولیده، د ارونه څلورو زامنو منډه کړه چې پټ شي.
21څنګه چې ارونه، داود پاچا ولید چې راورسېد، نو هغه د درمند له ځای نه لاړ او د پاچا په مخکې د درناوي په خاطر ټیټ شو.
22داود وویل: «ایا خپل درمند ځای به په ما خرڅ کړې، ترڅو څښتن ته ورباندې د قربانۍ ځای جوړ کړم؟ ځکه زه غواړم چې وبا بنده شي. زه حاضر یم چې پوره بیه یې درکړم.»
23ارونه داود ته وویل: «دا واخلئ، اعلیحضرته او هرڅه چې ورباندې کوئ ویې کړئ. زه به تاسو ته د سوځېدونکو نذرانو دپاره غویان او د غلو دانو د نذرانې دپاره غنم درکړم. تاسو کولای شئ چې د غوبل کولو له څپرونو څخه د اور دپاره کار واخلئ. زه تاسو ته دا ټول وړیا درکوم!»
24خو داود په ځواب کې وویل: «نه! زه په دې باندې ټینګار کوم چې د هغو پوره بیه درکړم. زه نه شم کولای چې ستا څخه یو څه واخلم او بیا څښتن ته یوه داسې قرباني وړاندې کړم چې ماته وړیا تمامه شوې وي.»
25نو داود ارونه ته د درمند ځای په بدل کې شپږ سوه مثقاله سره زر ورکړل.
26هغه هلته څښتن ته د قربانۍ ځای جوړ کړ او سوځېدونکې او د سولې نذرانې یې وړاندې کړې. هغه دعا وکړه او څښتن یې په ځواب کې د اسمان نه د قربانۍ په ځای باندې اور نازل کړ چې قربانۍ وسوځوي.
27بیا څښتن په فرښتې باندې امر وکړ چې توره بېرته په خپل غلاف کې کېږدي. نو هغې اطاعت وکړ.
28کله چې داود ولیدل چې څښتن د هغه دعا منلې ده، هغه هلته په درمند ځای کې نورې قربانۍ وړاندې کړې.
29په دې وخت کې هغه سپېڅلې خېمه چې موسی په دښته کې جوړه کړې وه او هغه د قربانۍ ځای چې سوځېدونکې نذرانې ورباندې سوځېدلې لا د جبعون په عبادت ځای کې وو.
30خو داود جرات نه کاوه چې خدای ته د عبادت کولو دپاره هلته لاړ شي، ځکه چې هغه د څښتن د فرښتې له تورې څخه وېرېده.