Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
19 verses
1نو داود وویل: «دلته به د څښتن خدای کور او د قربانۍ ځای وي چې باید د اسراییلو قوم سوځېدونکې نذرانې وړاندې کړي.»
2داود هغو بېګانه خلکو ته چې په اسراییلو کې اوسېدل، حکم وکړ چې راغونډ شي. هغه ځینو ته دا وظیفه وسپارله چې د خدای د کور د ودانولو دپاره تیږې پرې او تیارې کړي.
3هغه ډېره اوسپنه راوړه چې د دروازو دپاره ورڅخه مېخونه او چپراسونه جوړ کړي او دومره برنج یې تیار کړل چې نه تلل کېدل.
4داود بې شمېره د سبر د ونو لرګي تیار کړل، کوم چې د صور او صیدون خلکو هغه ته راوړي وو.
5داود د ځان سره وویل: «هغه کور چې زما زوی سلیمان یې د څښتن دپاره ودانوي، باید ډېر ښکلی، پرتمین او په نړۍ کې مشهور وي. خو هغه ځوان او بې تجربه دی، نو زه باید د څښتن د کور دپاره تیاری ونیسم.» نو داود د خپلې مړینې مخکې په زیاته اندازه مواد تیار کړل.
6بیا داود خپل زوی سلیمان راوغوښت او امر یې ورباندې وکړ چې د اسراییلو د څښتن خدای دپاره کور ودان کړي.
7هغه وویل: «زما زویه، ما غوښتل چې یو کور ودان کړم چې زما د څښتن خدای عبادت په کې وشي.
8خو څښتن راته وویل چې داوده، تا ډېر خلک وژلي او ډېرې جګړې دې کړې دي. له دې امله به ته زما کور نه ودانوې، ځکه چې تا ډېره وینه تویه کړې ده.
9خو ته به یو زوی ولرې چې په سوله کې به پاچاهي وکړي، ځکه چې زه به هغه ته د هغه له شاوخوا ټولو دښمنانو سره سوله ور په برخه کړم. د هغه نوم به سلیمان یعنې سوله وي، ځکه چې زه به د هغه د پاچاهۍ په دوران کې اسراییلو ته سوله او امنیت ور په برخه کړم.
10سلیمان به زما د عبادت دپاره کور ودان کړي. هغه به زما زوی وي او زه به د هغه پلار یم او زه به د هغه او د هغه د اولادې پاچاهي په اسراییلو باندې تل ټینګه وساتم.»
11داود زیاته کړه: «اوس زما زویه، ستا څښتن خدای دې ستا سره مل شي او څنګه چې هغه وعده کړې ده، د هغه د کور د ودانولو دپاره دې تا بریالی کړي.
12کله چې ستا څښتن خدای تا د اسراییلو پاچا کړي، هغه دې پوهه او حکمت درکړي، ترڅو ته د هغه د حکمونو او شریعت پیروي وکړې.
13که چېرې ته د هغو ټولو قوانینو اطاعت وکړې چې څښتن موسی ته د اسراییلو دپاره ورکړي دي، ته به بریالی شې. قوي او زړور اوسه، جرات له لاسه مه ورکوه او د څه شي څخه مه وېرېږه.
14ما په ډېرو هڅو سره درې زره او څلور سوه ټنه سره زر، څلوردېرش زره ټنه سپین زر، په کافي اندازه لرګي، تیږې او دومره برنج او اوسپنه چې زه یې تللی نه شم د خدای د کور د ودانولو دپاره تیار کړي دي. ته کولای شې چې نور لرګي او تیږې هم تیارې کړې.
15ته ډېر کارګران لرې. داسې خلک شته چې تیږې پرې کوي او هغه ږدي. ګلکاران، نجاران او داسې بې شمېره کسبګران هم شته چې
16د سرو او سپینو زرو، برنجو او د اوسپنې په کار کې مهارت لري. اوس په کار پیل وکړه او زه دعا کوم چې څښتن دې له تا سره مل وي.»
17بیا داود د اسراییلو ټولو مشرانو ته حکم وکړ چې د سلیمان سره مرسته وکړي.
18داود وویل: «ستاسو څښتن خدای ستاسو سره مل دی او د هرې خوا څخه یې تاسو ته سوله در په برخه کړې ده. هغه ماته په هغو ټولو خلکو باندې چې په دې ځمکه کې اوسېدل بری راکړ او هغوی اوس د څښتن او د هغه د قوم د لاس لاندې دي.
19نو اوس خپل ځانونه د زړه له کومي د خپل څښتن خدای په لټه کې و��ف کړئ. د هغه په سپېڅلي کور باندې کار پیل کړئ چې د څښتن د درنښت دپاره دی، ترڅو د لوظ صندوق او هغه سپېڅلي شیان په کې وساتل شي چې د عبادت دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي.»