Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1کله چې داود ډېر زوړ شو، نو خپل زوی سلیمان یې د اسراییلو پاچا وټاکه.
2داود د اسراییلو ټول مشران او همدارنګه کاهنان او لاویان یو ځای راوغوښتل.
3بیا داود هغه لاویان وشمېرل چې عمرونه یې لږ تر لږه دېرش کاله وو او د هغوی ټولو شمېر اته دېرشو زرو تنو ته ورسېده.
4هغه وویل: «څلورویشت زره لاویان به د څښتن د کور د کار څارنه کوي، شپږ زره به مامورین او قاضیان وي،
5څلور زره تنه به د دروازو ساتونکي وي او څلور زره تنه نور به د موسیقۍ د آلو په غږولو سره چې ما د دې مقصد دپاره ورکړې دي، د څښتن ستاینه کوي.»
6بیا داود لاویان د هغوی د قبیلو له مخې په درېو ډلو ووېشل: جرشون، قهات او مراري.
7جرشون دوه زامن درلودل: لعدان او شمعي.
8لعدان درې زامن درلودل: یحییل، زیتام او یوییل.
9دا د هغو طایفو مشران وو چې د لعدان له اولادې څخه وو. شمعي درې زامن درلودل: شلومیت، حزیییل او هاران.
10-
11وروسته د شمعي څلور نور زامن د هغوی د عمر له مخې دا وو: یحت، زینا، یعوش او بریعه. خو یعوش او بریعه ډېر اولادونه نه درلودل، نو د هغوی اولاده د یوې کورنۍ په توګه وشمېرل شوه.
12قهات څلور زامن درلودل: عمرام، یزهار، حبرون او عزییل.
13عمرام د هارون او د موسی پلار ؤ. هارون او د هغه اولادونه د ټولو سپېڅلو شیانو مسؤولان غوره شوي وو. هغوی څښتن ته د خوشبویۍ په سوځولو او خلکو ته د هغه په نوم د برکت په ورکولو سره د څښتن خدمت کاوه.
14-
15د خدای نبي موسی د جرشون او د الیعازر پلار ؤ او هغوی لاویان ګڼل کېدل.
16د جرشون په زامنو کې مشر یې شبوییل ؤ.
17الیعازر یوازې یو زوی درلود چې رحبیا نومېده، خو رحبیا ډېر اولادونه درلودل.
18د قهات دوهم زوی یزهار نومېده او د هغه مشر زوی، شلومیت د خپلې طایفې مشر ؤ.
19د قهات درېم زوی حبرون، څلور زامن درلودل: یریا، امریا، یحزییل او یقمعام.
20د قهات کشر زوی عزییل، دوه زامن درلودل: میکا او یشیه.
21مراري دوه زامن درلودل: محلي او موشي. محلي د العازار او د قیس پلار ؤ.
22العازار هېڅ زامن نه درلودل، یوازې لوڼې یې درلودلې او هغوی د خپل تره یعنې د قیس د زامنو سره ودونه وکړل.
23د مراري دوهم زوی موشي درې زامن درلودل: محلي، عیدر او یریموت.
24دا د لاوي اولاده وه چې طایفه په طایفه او کورنۍ په کورنۍ یې د هر یو نوم ثبت شوی ؤ. د هغه له اولادې څخه هرڅوک چې د شلو یا له شلو څخه د زیاتو کالو په عمر ؤ، د څښتن د کور په کار کې یې برخه درلودله.
25داود وویل: «د اسراییلو څښتن خدای خپل قوم ته سوله ور په برخه کړې ده او هغه به هم په اورشلیم کې د تل دپاره واوسیږي.
26نو لاویان به نور دې ته مجبور نه وي چې سپېڅلې خېمه او هغه شیان د یو ځای نه بل ځای ته یوسي چې د عبادت دپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي.»
27د داود د وروستنۍ لارښوونې له مخې د ټولو لاویانو نومونه چې د شلو کالو عمر ته رسېدل، د خدمت دپاره ثبتېدل.
28دا لاندې وظیفې لاویانو ته سپارل کېدلې: هغوی به د هارون د اولادې سره د څښتن د کور په چارو ��ې مرسته کوله چې د کور په حوېلۍ او کوټو باندې پام وکړي او په دې باندې ځان پوه کړي چې هرڅه چې په عبادت کې ورڅخه کار اخیستل کیږي، باید پاک وساتل شي.
29هغوی د هغې ډوډۍ مسؤولان وو چې خدای ته وړاندې کېدله، د غلې دانې د نذرانې دپاره د اوړو، د فطیرې نرۍ ډوډۍ، هره نذرانه چې د ډوډۍ په شان پخیدله او د هغو اوړو مسؤولان هم وو چې د زیتونو د تېلو سره ګډیدل. دغو لاویانو به دا نذرانې تللې او اندازه کولې.
30لاویانو به هر سهار او ماښام د څښتن شکر ادا کاوه او د ستاینې سندرې به یې ورته ویلې.
31هغوی به هغه وخت هم شکر ادا کاوه او د ستاینې سندرې به یې ویلې کله چې د هر سبت په ورځ باندې قربانۍ وړاندې کېدلې او همدارنګه به یې د نوې میاشتې په اخترونو او د نورو دیني اخترونو په دوران کې همداسې کول. لاویانو ته دا وظیفه ورسپارل شوې وه چې په منظم ډول د څښتن عبادت وکړي. لاویان مجبور وو چې تل په کافي اندازه سړي وټاکي چې د څښتن په کور کې خپله وظیفه تر سره کړي، د دې دپاره چې د اړتیا وړ کار سرته ورسیږي.
32هغوی ته دا مسوولیت ور په غاړه شو چې په سپېڅلې خېمې او د څښتن په کور باندې پام وکړي او د هغو کاهنانو سره چې د هارون د اولادې او د هغوی له خپلوانو وو، د څښتن د کور په ټولو چارو کې مرسته وکړي.