Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1د هارون اولاده په لاندېنیو ډلو وېشل شوې وه.هارون څلور زامن درلودل چې ناداب، ابیهو، العازار او ایتامار نومېدل.
2خو ناداب او ابیهو د خپل پلار نه مخکې مړه شول او زامن یې نه درلودل. له دې امله العازار او ایتامار د کاهنانو په توګه خدمت کاوه.
3داود د هارون اولاده د هغوی له وظیفو سره سم په ډلو کې تنظیم کړه. صادوق چې د العازار له اولادې څخه ؤ او اخیملک چې د ایتامار له اولادې څخه ؤ، هغوی د داود سره مرسته کوله.
4د العازار اولاده په شپاړسو ډلو او د ایتامار اولاده په اتو ډلو ووېشل شوه، ځکه چې د العازار د کورنیو مشران زیات وو.
5د هرې ډلې وظیفه د پچې له مخې څرګندېده، ترڅو د دوی په منځ کې اختلاف پیدا نه شي، ځکه چې د دواړو ډلو (العازار او ایتامار) مامورانو او روحاني مشرانو د خدای په کور کې خدمت کاوه.
6د العازار او ایتامار اولادې په خپل وار سره پچې واچولې. بیا د نتنییل زوی شمعیه چې د لاویانو یو منشي ؤ د هغوی نومونه ثبتول. داود پاچا، د هغه درباریان، صادوق کاهن، د ابیاتار زوی اخیملک او د کاهنانو او د لاویانو د کورنیو مشران ټول د دې کار شاهدان وو.
7-
18د کاهنانو هره ډله د خپلې کورنۍ د مشر په نوم لاړه او د پچې له مخې په لاندینې ترتیب سره هغوی ته خپلې وظیفې وسپارل شوې: یهویاریب، یدعیا، حاریم، سعوریم، ملکیا، میامین، هقوس، ابیا، یشوع، شکنیا، الیاشیب، یاقیم، حفه، یشڅپرکی، بلجه، یمیر، حیزیر، هفسیس، فتحیا، یحزقیییل، یاکین، جامول، دلایا او معزیا.
19دغو کسانو ته د څښتن په کور کې خپلې وظیفې وروسپارل شوې، لکه څنګه چې د اسراییلو څښتن خدای د هغوی په نیکه یعنې هارون باندې امر کړی ؤ.
20دا د لاوي د نورې اولادې لست دی:عمرام د شوباییل نیکه او شوباییل د یحدیا نیکه ؤ.
21رحبیا د یشیه نیکه ؤ او یشیه د خپلې کورنۍ مشر ؤ.
22یزهار د شلوموت نیکه او شلوموت د یحت نیکه ؤ.
23حبرون څلور زامن درلودل چې په لاندې ډول وو: یریا، امریا، یحزییل او یقمعام.
24عزییل د میکا او میکا د شامیر نیکه ؤ.
25د میکا ورور یشیه د زکریا نیکه ؤ.
26مراري د محلي، موشي او د یعزیا پلار ؤ. یعزیا د بنو پلار ؤ.
27یعزیا څلور زامن درلودل چې بنو، شوهم، زکور او عبري نومېدل.
28-
29محلي د العازار او د قیس پلار ؤ. العازار هېڅ زامن نه درلودل، خو قیس د یرحمییل پلار ؤ.
30موشي درې زامن درلودل چې محلي، عیدر او یریموت نومېدل.دا د لاوي اولاده وه د هغوی د خپلو طایفو له مخې.
31لکه د هارون د اولادې په شان، هغوی هم د پچې له مخې د داود پاچا، صادوق، اخیملک او د کاهنانو او د لاویانو د کورنیو د مشرانو په حضور، پرته له کوم ویشه او تبعیضه چې څوک مشر دی او څوک کشر دی، وټاکل شول.