Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1داود او عسکري قوماندانانو د اساف، هیمان او د یدوتون ځینې اولاده غوره کړه چې د عبادت د چارو مشري په غاړه واخلي: هغوی به د خدای پیغامونه اعلانول او رڅپرکیونه، چنګونه او تالونه به یې غږول. دا د ساز غږوونکو او سندرغاړو او د هغوی د وظیفو لست دی:
2د اساف څلور زامن یعنې زکور، یوسف، نتنیا او اشرییله د خپل پلار تر لارښوونې لاندې کار کاوه. اساف د پاچا تر حکم لاندې د خدای پیغامونه اعلانول.
3یدوتون شپږ زامن درلودل چې جدلیا، صري، اشعیا، شمعي، حشبیا او متتیا نومېدل. هغوی د خپل پلار تر لارښودنې لاندې د خدای پیغامونه اعلانول. هغوی رڅپرکیونه غږول او څښتن ته یې د ستاینې او شکرګزارۍ سندرې ویلې.
4هیمان څوارلس زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: بقیا، متنیا، عزییل، شبوییل، یریموت، حننیا، حناني، الیاته، جدلتي، روممتي عزر، یشبقاشه، ملوتي، هوتیر او محزیوت.
5خدای د خپلې وعدې سره سم د پاچا نبي هیمان ته څوارلس زامن او درې لوڼې ورکړې، د دې دپاره چې هغه ته ویاړ وروبخښي.
6د هغه ټولو زامنو د خپل پلار تر لارښودنې لاندې د څښتن په کور کې د عبادت دپاره تالونه، چنګونه او رڅپرکیونه غږول. اساف، یدوتون او هیمان د پاچا د حکم لاندې کار کاوه.
7دا پورته څلورویشت نوموړي کسان د هغوی د خپلوانو په شان روزل شوي وو او دې ټولو په هغې موسیقۍ کې مهارت درلود چې د څښتن دپاره وه. د هغوی شمېر ۲۸۸ تنو ته رسېده.
8ځوانانو او زړو، ښوونکو او زده کوونکو یو شان خپلې وظیفې د پچې له مخې وټاکلې.
9دا ۲۸۸ ساز غږوونکي او سندرغاړي د کورنیو له مخې په څلورویشت ډلو او دولس کسیزو ډلو باندې ووېشل شول او هرې ډلې یو مشر درلود چې د هماغې ډلې مسوول ؤ. څنګه چې د هغوی پچې وختلې، نو د هغوی وظیفې په دې ډول څرګندې شوې: لومړنۍ پچه د اساف د کورنۍ څخه د یوسف په نامه، دوهمه د جدلیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
10درېمه پچه د زکور او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
11څلورمه پچه د یزري او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
12پنځمه پچه د نتنیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
13شپږمه پچه د بقیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
14اوومه پچه د یشرییله او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
15اتمه پچه د اشعیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
16نهمه پچه د متنیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
17لسمه پچه د شمعي او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
18یوولسمه پچه د عزییل او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
19دولسمه پچه د حشبیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
20دیارلسمه پچه د شوباییل او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
21څوارلسمه پچه د متتیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
22پنځلسمه پچه د یریموت او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
23شپاړسمه پچه د حننیا او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
24اوولسمه پچه د یشبقاشه او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
25اتلسمه پچه د حناني او د ��غه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
26نولسمه پچه د ملوتي او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
27شلمه پچه د الیاته او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
28یوویشتمه پچه د هوتیر او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
29دوه ویشتمه پچه د جدلتي او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه،
30درویشتمه پچه د محزیوت او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه
31او څلورویشتمه پچه د روممتي عزر او د هغه د دولسو زامنو او ورونو په نامه.