Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1داود پاچا ټولې غونډې ته دا اعلان وکړ: «زما زوی سلیمان خدای غوره کړی دی، خو هغه لا تر اوسه ځوان دی او تجربه یې لږه ده. دا کار چې کېدونکی دی ډېر لوی دی، ځکه چې دا د خلکو دپاره یوه ماڼۍ نه ده بلکې د څښتن خدای دپاره کور دی.
2ما په ټول زیار د خپل خدای د کور دپاره مواد تیار کړل لکه سره او سپین زر، برنج، اوسپنه، لرګي، د عقیقو تیږې، رنګین غمي، هر ډول نورې ګران بیه تیږې او په پوره اندازه د مرمرو تیږې.
3د دې شیانو سره سره چې ما تیار کړي دي، زما د مینې له امله چې د خدای له کور سره یې لرم، په لاندې ډول مې له خپلې ځانګړې شتمنۍ څخه سره او سپین زر ورکړي دي: ۴د اوفیر د ۱۰۰ ټنو څخه زیاتو د ښو سرو زرو او د ۲
4۰ ټنو سپینو زرو څخه به د دېوالونو په پوښولو کې کار واخیستل شي
5او کسبګر به هم د سرو او سپینو زرو د ټولو شیانو په جوړولو کې ورڅخه کار واخلي. اوس بل څوک حاضر دی چې د څښتن د کور د ودانولو دپاره د نذرانې په ورکولو سره څښتن ته خپله وقفېدنه وښایي؟»
6-
7وروسته له دې چې داود له خبرو څخه وزګار شو، د کورنیو مشرانو، د قبیلو مسؤولانو، د لښکرو قوماندانانو او د پاچاهۍ د چارو مسؤولانو په خپله خوښه د خدای د کور د کار دپاره سوغاتونه ورکړل. په دغو سوغاتونو کې ۱۷۰ ټنه سره زر، ۳۴۰ ټنه سپین زر، ۶۱۰ ټنه برنج او ۳۴۰۰ ټنه اوسپنه شامله وه.
8هرچا چې قیمتۍ تیږې درلودلې هغه یې هم د څښتن د کور خزانې ته ورکړلې او یحییل چې د جرشون له طایفې څخه ؤ د هغې ساتنه یې کوله.
9خلک ډېر خوشحاله وو چې دومره شیان د زړه له کومي څښتن ته ورکړل شول او داود هم ډېر زیات خوشحاله ؤ.
10داود د ټولې غونډې په مخکې د څښتن ستاینه وکړه:«ای څښتنه، زه له شروع نه تر پایه ستا ستاینه کوم! ته هغه خدای یې چې زمونږ نیکه یعقوب ستا عبادت کاوه.
11ای څښتنه، ته لوی، قوي، ځلانده او له جلال او شان او شوکت څخه ډک یې. په اسمان او ځمکه کې هرڅه ستا دي او ته پاچا او په ټولو کایناتو باندې واکمن یې.
12ټوله شتمني او درنښت ستا له خوا دی. ته په هر شي باندې په خپل زور او واک سره حکمراني کوې او ته کولای شې چې له هرچا څخه لوی او قوي سړی جوړ کړې.
13اوس ای زمونږ خدایه، مونږ ستا شکر ادا کوو او ستا د جلال څخه د ډک نوم ستاینه کوو.
14بیا زه څوک یم او زما قوم څوک دی چې د داسې سوغاتونو د وړاندې کولو لیاقت ولرو؟ مونږ دا دعوه نه لرو چې څه شی تاته درکوو، ځکه هرڅه چې لرو هغه ستا دي او ستا د مال څخه مونږ تاته دا هرڅه وړاندې کړل.
15مونږ د خپلو نیکونو په شان یوازې پردي او زر تلونکي یو چې یو څه موده دلته په ځمکه باندې ژوند کوو. مونږ به زر د هغې سیوري په شان پناه شو چې ناڅاپه ورکیږي او هېڅ هیله نشته چې دوام ولري.
16ای زمونږ څښتنه خدایه! مونږ دا ټول شیان ستا د کور د ودانولو دپاره راوړي دي، هغه کور چې ستا د نوم د عزت دپاره دی. دا ټول ستا دي او تا مونږ ته راکړي دي.
17ای زما خدایه، زه پوهېږم چې ته د هرچا زړه ازمایې او له هغو خلکو څخه خوشحاله یې چې صادق دي. ما په اخلاص او رضایت سره دا ټول شیان درکړي دي او هغه خلک چې دلته راغونډ شوي دي ما ولیدل چې هغوی د څومره خوشحالۍ سره تاته نذرانې راوړې دي.
18ای څښتنه، زمونږ د نیکونو ابراهیم، اسحاق او یعقوب خدایه! تل دا شوق د خپلو خلکو په زړونو کې قوي وساته چې د دوی زړونه تاته وفادار پاتې شي.
19زما په زوی سلیمان کې داسې شوق پیدا کړه چې په پوره توګه ستا د هر امر اطاعت وکړي او هغه د عبادت ځای ودان کړي، د کوم دپاره چې ما دا سوغاتونه تیار کړي دي.»
20بیا داود ټولو خلکو ته حکم وکړ: «د خپل څښتن خدای ستاینه وکړئ!» نو ټولې غونډې د څښتن، یعنې د هغوی د نیکونو خدای ستاینه وکړه او څښتن ته په سجده او پاچا ته د درنښت په خاطر ټیټ شول.
21په راتلونکې ورځ اسراییلیانو زر غویان، زر پسونه او زر وري حلال کړل او د سوځېدونکو نذرانو په توګه یې د څښلو له نذرانو سره څښتن ته وړاندې کړل. نورې ډېرې قربانۍ هم د اسراییلیانو په خاطر وړاندې شوې.
22نو په هغه ورځ هغوی په ډېرې خوشحالۍ د څښتن په حضور کې خوراک او څښاک وکړ.هغوی سلیمان د دوهم ځل دپاره پاچا اعلان کړ. خلکو د څښتن په نوم د سلیمان سر د زیتونو په تېلو غوړ کړ چې دا خبره په ډاګه شي چې سلیمان به د هغوی پاچا وي. هغوی د صادوق سر هم په تېلو غوړ کړ چې دا وښایي چې صادوق د هغوی کاهن دی.
23په دې توګه سلیمان د خپل پلار داود نه وروسته د څښتن د پاچاهۍ په تخت باندې کښېناست. هغه یو بریالی پاچا ؤ او د اسراییلو ټول قوم د هغه اطاعت کاوه.
24ټولو مامورانو او عسکرو او د داود نورو ټولو زامنو دا وعده وکړه چې د سلیمان پاچا سره به وفادار وي.
25څښتن د سلیمان څخه یو لوی پاچا جوړ کړ او ټول قوم د هغه شهرت ته حیران ؤ. په حقیقت کې څښتن د نورو پاچاهانو په پرتله چې په اسراییلو باندې یې پاچاهي کړې وه سلیمان ته ډېر شان او شوکت ورکړ.
26-
27د یسي زوی داود څلوېښت کاله د ټولو اسراییلو پاچا ؤ. هغه په حبرون کې اووه کاله او په اورشلیم کې یې دري دېرش کاله پاچاهي وکړه.
28داود شتمن او عزتمن ؤ او په زوړوالي کې یې د دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. بیا د هغه زوی سلیمان پاچا شو.
29داود چې د خپلې پاچاهۍ په دوران کې هرڅه کړي دي له شروع نه تر پایه پورې، د تاریخ په هغو کتابونو کې شامل دي چې درې نبیانو یعنې سموییل، ناتان او جاد لیکلي دي.
30هغوی د داود د قوي پاچاهۍ او د هغو پېښو په اړه ولیکل چې نه یوازې په هغه بلکې په اسراییلو او په نورو پاچاهیو باندې هم تېرې شوې وې.