Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1د داود زوی سلیمان د خپلې پاچاهۍ واکمني ټینګه کړه، ځکه چې خپل څښتن خدای یې ورسره مل ؤ او د هغه څخه یې ډېر قوي پاچا جوړ کړ.
2-
5په هغه وخت کې د عبادت ځای لا په جبعون کې ؤ، یعنې سپېڅلې خېمه چې د څښتن خدمتګار موسی په دښته کې جوړه کړې وه. د خېمې په مخکې د قربانۍ برنجي ځای ؤ چې د اوري زوی او د حور لمسي یعنې بصلییل جوړ کړی ؤ.یوه ورځ سلیمان د اسراییلو قوم، د لښکرو افسرانو او قوماندانانو، قاضیانو او د قوم او د کورنیو مشرانو ته وویل چې د عبادت هغه ځای ته لاړ شي چې په جبعون کې ؤ. بیا سلیمان او نور خلک څښتن ته د عبادت دپاره هلته لاړل. د عبادت ځای په جبعون کې ؤ، که څه هم داود پاچا له پخوا نه د قریه یعاریم څخه د لوظ صندوق هغې خېمې ته وړی ؤ چې د صندوق دپاره یې په اورشلیم کې ودرولې وه.
6سلیمان د قربانۍ په برنجي ځای کې د خېمې په مخکې زر څاروي د سوځېدونکو نذرانو په توګه وړاندې کړل.
7په هغه شپه خدای سلیمان ته ورښکاره شو او پوښتنه یې وکړه: «سلیمانه! څه غواړې چې تاته یې درکړم؟»
8سلیمان په ځواب کې وویل: «تا تل زما د پلار داود سره ډېره مینه ښودلې ده او اوس دې زه د هغه څخه وروسته د پاچا په توګه غوره کړم.
9ای څښتنه خدایه، هغه وعده تر سره کړه چې زما د پلار سره دې کړې ده. تا زه په یو داسې قوم باندې پاچا کړی یم چې د زیاتوالي له امله د سیند د شګو په شان نه شمېرل کیږي.
10نو ماته حکمت او علم راکړه چې په هغوی باندې د پاچاهي کولو دپاره ورته اړتیا لرم. که نه، نو زه به څنګه وکولای شم چې ستا په دې لوی قوم باندې پاچاهي وکړم؟»
11خدای په ځواب کې وویل: «سلیمانه، تا کولای شول چې زما څخه شتمني او مال او دولت وغواړې، شهرت وغواړې، یا د خپلو دښمنانو تباهي وغواړې یا د خپل ځان دپاره اوږد عمر وغواړې. خو د دې په ځای دې د حکمت او علم غوښتنه وکړه، ترڅو په سمه توګه زما په قوم باندې پاچاهي وکړې چې ته مې ورته غوره کړی یې.
12نو زه به تاته حکمت او علم درکړم. همدارنګه به زه تاته ډېره شتمني او ډېر عزت هم درکړم چې ستا څخه مخکې یا وروسته هېڅ کوم پاچا نه درلودل او نه به یې ولري.»
13وروسته سلیمان د جبعون د عبادت ځای نه چې د څښتن سپېڅلې خېمه په کې ولاړه وه، اورشلیم ته راستون شو او هلته یې په اسراییلو باندې پاچاهي وکړه.
14سلیمان خپلې جنګي قواوې چې د څوارلس سوه جنګي ګاډیو او دولس زره اسونو نه جوړې شوې وې راغونډې کړې. یوه برخه یې په اورشلیم او نورې یې په نورو ځانګړو ښارونو کې ساتلې.
15د هغه د پاچاهۍ په وخت کې سپین او سره زر په اورشلیم کې د تیږو په شان عادي شیان وو او د سبر د ونو لرګي لکه د یهودا د غرونو په لوېدیځو لمنو کې د انځرو د ونو په شان پرېمانه وو.
16د سلیمان سوداګرانو اسونه د مصر او ترکیې څخه راوستل. شاهي سوداګرانو به هغه د ترکیې څخه اخیستل.
17هغوی به د مصر څخه یوه جنګي ګاډۍ په شپږ سوه مثقاله سپینو زرو او یو اس به یې په یوسلو پنځوس مثقاله سپینو زرو اخیستل. همدارنګه ځینې به یې د حیتیانو او سوریایانو په پاچاهانو بېرته خرڅول.