Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1سلیمان پرېکړه وکړه چې د څښتن په نوم د عبادت دپاره یو کور او د خپل ځان دپاره یوه ماڼۍ جوړه کړي.
2هغه اویا زره تنه د ودانۍ د موادو د وړلو په کار او اتیا زره تنه یې د غونډیو څخه د تیږو د پرېکولو په کار بوخت کړل. هغه درې زره شپږ سوه سړي د دې دپاره غوره کړل چې د دغو کارګرانو د کار څارنه وکړي.
3سلیمان د صور پاچا حیرام ته دا لاندې پیغام ورولېږه: «پخوا کله چې زما پلار داود خپله ماڼۍ ودانوله، تاسو ورته د سبر د ونې لرګي رسول. اوس یې ماته هم راولېږئ.
4ګورئ، زه د خپل څښتن خدای په نوم یو کور ودانوم. زه یې وقفوم چې هلته خوشبویي وسوځیږي او تل سپېڅلې ډوډۍ هغه ته وړاندې شي. سوځېدونکې نذرانې به هر سهار او ماښام، د هر سبت په ورځ، د نوې میاشتې په اخترونو او د نورو سپېڅلو ورځو په لړ کې زمونږ څښتن خدای ته د هغه د عزت دپاره وړاندې شي. دا کارونه به تل کیږي لکه څنګه چې څښتن اسراییلو ته امر کړی دی.
5هغه کور چې زه یې ودانوم هغه به ډېر لوی وي، ځکه چې زمونږ خدای د نورو ټولو خدایانو څخه لوی دی.
6خو څوک کولای شي چې خدای ته یو کور جوړ کړي؟ حتی دا اوچت او لوی اسمانونه هم د هغه د اوسېدلو دپاره کوچني دي! زه چې څه کولای شم هغه دا دي چې یو ځای جوړ کړم چې هغه ته په کې قربانۍ وسوځول شي.
7اوس ماته یو داسې سړی راولېږه چې په نقش ویستلو کې او همدارنګه د سرو او سپینو زرو، د برنجو او د اوسپنې په کار او د بانجاني، سرو او اسماني رنګو ټوکرو په اوبدلو کې ماهر وي. هغه به د یهودا او اورشلیم د هغو کسبګرو سره یوځای کار کوي چې زما پلار داود غوره کړي وو.
8تاسو ماته یو څه د سبر، سروې او د نښتر د ونو لرګي راولېږئ. زه پوهېږم چې تاسو داسې کارګران لرئ چې د لبنان د لرګیو په پرې کولو کې ماهر دي. زما کارګران به هلته ستاسو د کسانو سره مرسته کوي،
9ځکه چې د یو داسې لوی، پرتمین او د جلال نه ډک کور د ودانولو دپاره به زه ډېرو لرګیو ته اړتیا ولرم.
10زه به ستا د لرګیو پرې کوونکو ته دوه زره ټنه غنم ورکړم، په همدې اندازه اوربشې به هم ورکړم، څلور لکه لیتره شراب او په همدې اندازه د زیتونو تېل به ورکړم.»
11حیرام پاچا سلیمان ته په ځواب کې یو لیک ورولېږه. هغه داسې ولیکل: «له دې امله چې څښتن د خپل قوم سره مینه کوي، تاسو یې د هغوی د پاچا په توګه غوره کړي یئ.
12ثنا او صفت دې وي د اسراییلو څښتن خدای ته چې د ځمکې او د اسمان خالق دی! هغه داود پاچا ته یو داسې زوی ورکړی دی چې د حکمت خاوند دی او د علم او د پوهې څخه ډک دی او اوس دا پلان لري چې د څښتن دپاره کور او د خپل ځان دپاره ماڼۍ جوړه کړي.
13دا دی زه تاسو ته حورام آبي درلېږم. هغه یو ماهر او تجربه لرونکی کسبګر دی.
14د هغه مور د دان د قبیلې څخه ده او پلار یې د صور څخه دی. هغه په دې پوهیږي چې څنګه د سرو او سپینو زرو، برنجو، اوسپنو، تیږو او لرګیو څخه شیان جوړ کړي. هغه د بانجاني او اسماني او د سرو ټوکرو او کتان سره کار کولای شي. هغه د هر ډول نقش کار کولای شي او د هر ډول نقشونو وړاندیز چې ورته وشي هغه یې جوړولی شي. پرېږدئ چې هغه ستاسو د ماهرو کارګرانو او د هغو کارګرانو سره کار وکړي چې ستاسو د پلار یعنې داود پاچا دپاره یې کار کاوه.
15نو مونږ ته هغه غنم، اوربشې، د زیتونو تېل او شراب راولېږئ چې تاسو یې وعده کړې وه.
16مونږ به د لبنان په غرونو کې ستاسو د اړتیا وړ ونې ووهو، هغه به د یو بل سره وتړو او په دریاب کې به یې لاهو کړو چې تر یافا پورې ورسیږي. د هغه ځای نه یې تاسو کولای شئ چې اورشلیم ته یوسئ.»
17سلیمان ټول هغه پردي خلک وشمېرل چې په اسراییلو کې اوسېدل لکه څنګه چې د هغه پلار داود شمېرلي وو او د هغوی ټول شمېر یو لک او دري پنځوس زره او شپږ سوه تنه وو.
18هغه اویا زره تنه د ودانۍ د موادو د وړلو په کار او اتیا زره تنه یې د غونډیو څخه د تیږو د پرېکولو په کار بوخت کړل. هغه درې زره او شپږ سوه تنه نور د دې دپاره غوره کړل چې د کارګرانو د کار څارنه او په خلکو باندې کار وکړي.