Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1دَ پولوس دَ طرف نه چه دَ خُدائے په رضا دَ مسيح عيسىٰ رابللے شوے رسُول، اَؤ دَ ورور سوستينس له طرف نه،
2دَ خُدائے دَ هغه جماعت په نُوم چه په کورنتوس کښے دے، يعنے دَ هغوئ په نُوم چه په مسيح عيسىٰ کښے پاک کړى شوى اَؤ بللى شوى پاکان دى، اَؤ دَ هغو ټولو په نُوم هم چه په هر ځائے کښے دَ هغوئ اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په نُوم عبادت کوى،
3زمُونږ دَ خُدائے پلار اَؤ دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل اَؤ سلامتى دِ تاسو سره وى.
4زَۀ ستاسو په حقله دَ خُدائے دَ هغه فضل په سبب چه په مسيح عيسىٰ کښے په تاسو وشو، هميشه دَ خُدائے شکر کوم.
5چه تاسو په هغۀ کښے شوئ نو په ټولو خبرو کښے، په کلام اَؤ غم کښے دَ هر قِسم دولت خاوندان شوى يئ.
6هم دغه وجه ده چه دَ مسيح ګواهى په تاسو کښے قائمه شوه.
7تر دے چه تاسو په يو نعمت کښے هم نيمګړى نۀ يئ اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ ظهُور په اِنتظار يئ،
8څوک چه به تاسو تر آخره پورے قائم ساتى، دَ دے دَ پاره چه تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح په ورځ دَ اِلزام نه برى شئ.
9خُدائے رښتُونے دے چا چه تاسو دَ خپل زوى، زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ شراکت دَ پاره رابللى يئ.
10نو اوس اَئے ورُوڼو، عيسىٰ مسيح چه زمُونږ مالِک دے، دَ هغۀ دَ نُوم په وسيله تاسو ته خواست کوم چه ټول يو شئ اَؤ ډلے پرے مه جوړوئ، خو په يو عقل اَؤ پُوره په يوه رائے شئ.
11ځکه چه اَئے ورُوڼو، ستاسو په نسبت ما ته دَ خلوئ دَ خاندان نه معلُومه شوے ده چه په تاسو کښے جګړے روانے دى.
12زما مطلب دا دے چه په تاسو کښے څوک خو ځان ته دَ پولوس وائى، څوک دَ اپولوس، څوک دَ کيفا اَؤ څوک دَ مسيح.
13آيا مسيح وويشلے شو؟ آيا پولوس ستاسو دَ پاره په سولئ کړے شو؟ آيا تاسو دَ پولوس په نُوم بپتسمه واخسته؟
14دَ خُدائے شکر ګذار يم چه دَ کرسپوس اَؤ ګايُوس نه بغير ما په تاسو کښے يو تن ته هم بپتسمه نۀ ده ورکړے،
15دَ دے دَ پاره چه څوک دا ونۀ وائى چه زما په نُوم ئے بپتسمه آخستے ده.
16هو دَ ستِفانس خاندان ته هم ما بپتسمه ورکړے ده. نوره ما ته نۀ ده معلُومه چه ما بل چا ته بپتسمه ورکړے وى.
17ځکه چه مسيح زَۀ بپتسمه ورکولو ته نۀ يم را استولے بلکه زيرے آؤرولو ته، اَؤ هغه هم دَ الفاظو په حِکمت نه، دَ دے دَ پاره چه دَ مسيح سولئ بے تاثيره نۀ شى.
18ځکه چه دَ سولئ پيغام دَ هلاکيدُونکو په نِزد بے وقوفى ده خو زمُونږ دَ نجات موندُونکو په نِزد دَ خُدائے قُدرت دے.
19ځکه چه ليکلى دى چه : ”زَۀ به دَ حکيمانو حِکمت نشت کړماَؤ دَ هوښيارانو عقل به رد کړم.“
20نو حکيم چرته؟ هوښيار چرته؟ اَؤ چرته دَ دے دُنيا بحث کوُونکے؟ آيا خُدائے دَ دُنيا حِکمت ته بے وقوفى نۀ ده وئيلے؟
21ځکه چه دَ خُدائے دَ حِکمت په مُطابق دُنيا په خپله پوهه خُدائے ونۀ پيژندو، نو خُدائے دا خوښه کړه چه دَ دے زيرى په وسيله ايمان راوړُونکو له خلاصُون ورکړى، اګر که دُنيا ئے بے وقوفى ګڼى.
22دغه شان يهُوديان دَ نخښے طالبان دى اَؤ يُونانيان دَ حِکمت په لټُون.
23خو مُونږ په سولئ شوى مسيح زيرے ورکوُو چه دَ يهُوديانو په نِزد ټکَره اَؤ دَ غير قومُونو په نِزد بے وقوفى ده.
24خو څوک چه رابللى شوى دى، که هغه يهوديان وى که يُونانيان، دَ هغوئ په نِزد مسيح دَ خُدائے قُدرت اَؤ دَ خدائے حِکمت دے.
25ځکه چه دَ خُدائے بے حِکمتى دَ بنى آدمو دَ حکمت نه زيات حِکمت دے اَؤ دَ خُدائے کمزورتيا دَ بنى آدمو دَ زور نه زياته زور�� وره ده.
26اَئے ورُوڼو! خپلے بلنے ته خو لږ فکر وکړئ چه ستاسو په مينځ کښے په اِنسانى طور خو ډير حکيمان، ډير زوره ور اَؤ ډير دَ اُوچت خاندان خلق راونۀ بللے شول.
27خو خُدائے دَ دُنيا بے وقوفان غوره کړل دَ دے دَ پاره چه حکيمان شرمنده کړى، اَؤ خُدائے دَ دُنيا عاجزان غوره کړل چه زوره ور شرمنده کړى.
28بلکه خُدائے دَ دُنيا کمينه، سپک اَؤ بے اَصله غوره کړل چه دَ وجُود خاوندان نِشت کړى،
29دَ دے دَ پاره چه يو بشر هم دَ خُدائے په وړاندے لوئى ونۀ کړى.
30خو تاسو دَ خُدائے له خوا په مسيح عيسىٰ سره يووالے لرئ چه زمُونږ دَ پاره دَ خُدائے له لورى حِکمت ګرزيدلے دے، يعنے صداقت اَؤ پاکوالے اَؤ فِديه.
31لکه چه ليکلى دى : ”څوک چه فخر کوى هغه دِ په مالِک فخر کوى.“