Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
27 verses
1زه تاسو ته زمونږ خور فیبي چې د کينخریه د کلیسا خادمه ده، درپېژنم.
2تاسو هغې ته د عیسی مسیح په نوم لکه څنګه چې د خدای د خلکو سره مناسب دي، هرکلی ووایئ او هر شي ته چې اړتیا ولري ورسره مرسته وکړئ، ځکه چې هغې د ډېرو سره مرسته کړې ده او زما سره یې هم کړې ده.
3پریسکیلا او اکیلا ته چې د عیسی مسیح په خدمت کې زما ملګري دي، سلام ووایئ.
4هغوی خپل ځانونه زما په خاطر په خطر کې واچول، د هغوی څخه یوازې زه نه بلکې د غیریهودیانو ټولې کلیساګانې شکرګزاري کوي.
5د هغې کلیسا غړو ته هم سلامونه ووایئ چې د هغوی په کور کې سره راټولیږي. زما ګران دوست اپنتوس ته چې د اسیا په ولایت کې اولنی کس ؤ چې په مسیح باندې یې ایمان راوړ، هم سلامونه ووایئ.
6مریم ته چې ستاسو دپاره یې ډېر زحمت ویستلی دی، سلام ووایئ.
7اندرونیکاس او یونیاس ته چې زما وطنداران دي او زما سره په زندان کې وو، سلامونه ووایئ. هغوی په رسولانو کې مشهور خلک دي او زما نه مخکې یې په مسیح باندې ایمان راوړی ؤ.
8همدارنګه امپلیاتوس ته چې په څښتن عیسی مسیح کې زما ګران ملګری دی، سلام ووایئ.
9اوربانوس ته چې د مسیح په خدمت کې زمونږ ملګری دی او استاخیس ته چې په ما باندې ګران دی، سلامونه ووایئ.
10اپلیس ته چې وفاداري یې مسیح ته ثابته شوې ده او د ارستبولوس کورنۍ ته زما سلامونه ووایئ.
11زما وطندار هیرودیون او نرکیسوس د کورنۍ ایماندارانو ته سلامونه ووایئ.
12تریفینا او تریفوسا ته چې د څښتن خدمت کوي او ګرانې پرسیس ته چې د څښتن دپاره یې ډېر زحمت ویستلی دی، سلامونه ووایئ.
13روفس ته چې د څښتن له خوا غوره شوی دی او د هغه مور ته چې ماته هم لکه د مور په شان ده، سلامونه ووایئ.
14اسونکریتوس، فلیګون، هرمیس، پتروباس، هرماس او نورو خویندو او ورونو ته چې د هغوی سره دي، سلامونه ووایئ.
15فیلولوګاس، جولیه، نیریاس او د هغه خور او اولیمپیاس او ټولو ایماندارانو ته چې د هغوی سره دي، سلامونه ووایئ.
16یو بل ته سلام ووایئ او په پاکه مینه یو بل ښکل کړئ. د مسیح ټولې کلیساګانې تاسو ته سلام وایي.
17ای خویندو او ورونو، زه ستاسو نه غوښتنه کوم چې هغو خلکو ته مو پام وي چې بې اتفاقي رامنځته کوي او نور بې لارې کوي او د هغه تعلیم په خلاف دي چې تاسو حاصل کړی دی. د هغوی څخه ځان لېرې وساتئ.
18ځکه چې داسې خلک زمونږ د څښتن مسیح خدمت نه کوي، بلکې د خپلې خېټې دپاره کار کوي او په خوږو خبرو او غوړه مالۍ سره ساده خلک غولوي.
19ځکه چې د څښتن څخه ستاسو اطاعت کول ټولو خلکو ته معلوم دي او له همدې امله زه ستاسو په خاطر خوشحاله یم. خو زه غواړم چې تاسو په ښه کار کې هوښیار اوسئ او په بد کار کې بې ګناه اوسئ.
20خدای چې د سلامتۍ سرچینه ده، هغه به زر شیطان ستاسو د پښو لاندې ټوټې ټوټې کړي. په تاسو باندې دې زمونږ د څښتن عیسی مسیح فضل وي.
21زما همکار تیموتاوس او همدارنګه زما وطنداران لوسیوس او یاسون او سوسیپاتوس هم تاسو ته سلامونه وایي.
22زه ترتیوس د پولوس منشي د دې لیک لیکونکی هم تاسو ته د څښتن په نوم سلامونه وایم.
23-
24ګایوس چې زما او د هغه په کور کې د ټولې کلیسا کوربه دی، تاسو ته سلامونه وایي او د ښار خزانه دار اراستوس او زمونږ ورور کوارتس هم تاسو ته سلامونه وایي.
25اوس دې خدای ته جلال وي چې کولای شي تاسو په ایمان کې د عیسی مسیح د زیري له مخې چې زه یې اعلانوم او د هغه حقیقت د څرګندولو له مخې چې د پېړیو پېړ��و راهیسې پټ پاتې ؤ، قوي کړي.
26اوس دا حقیقت د پیغمبرانو د لیکنو په وسیله څرګند شوی دی او د ابدي خدای د حکم له مخې د دنیا ټولو قومونو ته ښکاره شوی دی، ترڅو هغوی ایمان راوړي او د هغه اطاعت وکړي.
27هغه واحد او یوازېني خدای ته دې چې په هرڅه پوهیږي د عیسی مسیح په وسیله تل ترتله جلال وي. امین.