Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1مونږ چې په ایمان کې ټینګ یو، باید د کمزرو کمزورتیا وزغمو او یوازې د خپل ځان د خوشحالۍ په فکر کې ونه اوسو.
2مونږ هر یو باید د خپل ګاونډي د ښېګڼې او خوشحالۍ دپاره مرسته وکړو ترڅو د هغوی ایمان ډېر قوي شي.
3ځکه چې مسیح هم کوښښ ونه کړ چې خپل ځان خوشحاله کړي. خو لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «کومو خلکو چې ستاسو سپکاوی وکړ، هغوی زما سپکاوی هم وکړ.»
4ځکه هرڅه چې پخوا لیکل شوي دي، هغه زمونږ د لارښوونې دپاره لیکل شوي دي ترڅو مونږ د صبر او هغې تسلۍ په وسیله چې د خدای کلام یې مونږ ته راکوي، هیله مند واوسو.
5خدای چې د صبر او تسلۍ سرچینه ده، تاسو ته دې توان درکړي چې په داسې همغږۍ یو د بل سره ژوند وکړئ لکه څنګه چې د عیسی مسیح د پیروانو سره مناسب دي،
6ترڅو تاسو ټول په ګډه سره په یو اواز د خدای یعنې زمونږ د څښتن عیسی مسیح د پلار ثنا ووایئ.
7نو لکه څنګه چې مسیح تاسو ومنلئ، نو تاسو هم د خدای د جلال دپاره یو بل ومنئ.
8ځکه چې زه تاسو ته وایم چې مسیح د خدای د رښتینولۍ د ثابتولو دپاره د یهودیانو خدمتګار شو، ترڅو هغه وعدې پوره کړي چې د هغوی د نیکونو سره یې کړې وې
9او د دې دپاره چې غیریهودیان هم خدای ته د هغه د رحم په سبب ثنا ووایي. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:له دې امله به د غیریهودیانو منځ کېزه ستا ثنا ووایماو ثنا او صفت د ستا د نوم به کومزه په سندرو سره
10او په بل ځای کې وایي:ای نورو قومونوخوشحالي وکړئ د خدای د قوم سره
11او بیا په بل ځای کې وایي:ای ټولو قومونو، د څښتن ثنا او صفت وکړئاو ای ټولو خلکو د هغه لویي بیان کړئ
12او بیا اشعیا وایي: د یسي د اولادې څخه به یو څوک راشي او هغه به راپاڅیږي تر څو په غیریهودیانو باندې حکومت وکړي او هغه ته به د غیریهودیانو هیله وي.
13خدای چې د هیلې سرچینه ده، هغه دې تاسو د خپل ایمان په وسیله د پوره خوشحالۍ او سولې نه ډک کړي چې د روح القدس په قدرت سره ستاسو هیله نوره هم زیاته شي.
14ای زما خویندو او ورونو، زه په خپله ستاسو په هکله ډاډمن یم چې تاسو د نېکۍ نه ډک او پوره پوهه لرئ او د دې توان لرئ چې یو بل ته لارښوونه وکړئ.
15خو ما په زړورتیا سره ځینې شیان تاسو ته لیکلي دي چې تاسو ته یې در په یاد کړم، د هغه فضل له امله چې خدای ماته راکړی دی
16چې د غیریهودیانو دپاره د عیسی مسیح خدمتګار شم. هغه ماته د زیري د رسولو په خاطر د کاهنتوب دنده راکړې ده، ترڅو غیریهودیان لکه د یوې نذرانې په توګه چې خدای ته د قبلېدلو وړ وي، وړاندې کړم چې د روح القدس په وسیله پاکه شوې ده.
17نو ځکه زه په عیسی مسیح کې د خدای دپاره په خپل خدمت باندې فخر کوم.
18ځکه چې زه دا جرات نه کوم چې د کوم شي په هکله خبرې وکړم پرته له هغه څه نه چې مسیح زما په وسیله سرته رسولي دي، د دې دپاره چې زه غیریهودیان په خپلو خبرو او عمل باندې د خدای تابع کړم.
19د نښو او حیرانوونکو کارونو په قدرت او د خدای د روح په قدرت سره هغوی قانع شول، ځکه چې ما د اورشلیم نه تر ایلیریکوم پورې په ټوله لاره د مسیح زېری په پوره توګه ورساوه.
20دا زما مقصد ؤ چې زېری هغو ځایونو ته ورسوم چې تر اوسه یې د مسیح نوم نه دی اورېدلی، ترڅو زه په هغه بنیاد باندې داسې کوم څه جوړ نه کړم چې بل چا ایښی دی.
21بلکې لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:«چې څه نه دي ویل شوي د هغه په هکله چاتهوبه یې ویني هغویاو چا چې څه نه دي اورېدلي د هغه په هکلههغوی به پوه شي»
22له همدې امله څو څو ځلې تاسو ته زما د راتللو مخنیوی وشو.
23خو اوس چې ما خپل کار په دې سیمو کې پای ته رسولی دی او کلونه کلونه کیږي چې زه په دې ارمان وم چې راشم او تاسو ووینم،
24نو زه په دې هیله یم چې اسپانیې ته د سفر په وخت کې تاسو سره د لږ وخت دپاره ووینم او کله مې چې ستاسو سره لیدنه وکړه، نو بیا به ستاسو په مرسته خپل سفر ته دوام ورکړم.
25خو اوس د خدای د خلکو سره د مرستې په خاطر اورشلیم ته ځم.
26ځکه چې د مقدونیې او جنوبي یونان ایماندارانو د زړه له اخلاصه پرېکړه کړې ده چې په اورشلیم کې غریبو ایماندارانو ته یو څه پیسې د اعانې په توګه ورکړي.
27هغوی خوشحاله وو چې دا کار وکړي او په حقیقت کې هغوی خپل ځانونه د یهودیانو پوروړي ګڼل. څرنګه چې یهودیانو خپل روحاني برکتونه د غیریهودیانو سره شریک کړل، نو غیریهودیان باید د دې په بدل کې د هغوی سره مالي مرستې وکړي.
28نو کله چې زه دا کار سرته ورسوم او هغه پیسې چې راټولې شوې دي هغوی ته وسپارم، نو بیا زه اسپانیې ته ځم او په لاره کې به ستاسو سره لیدنه وکړم.
29زه پوهېږم چې کله تاسو ته درځم، نو د مسیح د پوره برکتونو سره به درځم.
30ای خویندو او ورونو، زه ستاسو نه د خپل څښتن عیسی مسیح او هغې مینې په خاطر چې روح القدس یې تاسو ته درکوي، غوښتنه کوم چې زما سره په هلوځلو کې خدای ته په دعا کولو سره یوځای شئ.
31دعا وکړئ چې زه د یهودیې د بې ایمانانو څخه وژغورل شم او زما خدمت په اورشلیم کې د خدای خلکو ته د منلو وړ وګرځي.
32نو که د خدای رضا وي، په خوشحالۍ به تاسو ته درشم او ستاسو په ملګرتیا او لیدنې سره به بېرته تکړه شم.
33خدای چې د سولې او سلامتۍ سرچینه ده، هغه دې تاسو ټولو سره وي. امین.