Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1هغه خلک چې په خپل ایمان کې کمزوري دي، هغوی ومنئ، خو د هغوی سره د هغوی د عقیدو په هکله شک او بحث مه کوئ.
2یو کس په دې عقیده دی چې هغه کولای شي چې هرڅه وخوري، خو څوک چې په ایمان کې کمزوری وي، هغه یوازې سابه خوري.
3څوک چې هرڅه خوري، نو هغه باید هغه چاته په سپکه سترګه ونه ګوري چې هغه یې نه خوري او څوک چې هر څه نه خوري، باید د هغه چا په هکله قضاوت ونه کړي چې هرڅه خوري، ځکه چې خدای هغه قبول کړی دی.
4ته څوک یې چې د بل چا د نوکر په هکله قضاوت کوې؟ دا چې هغه نوکر په خپل خدمت کې بریالی دی او که نه، دا د هغه د بادار پورې اړه لري. خو هغه به بریالی شي، ځکه چې څښتن کولای شي چې هغه بریالی کړي.
5یو کس یوه ورځ د نورو ورځو نه سپېڅلی ګڼي، په داسې حال کې چې بل کس ټولې ورځې یو شان ګڼي. هرڅوک باید په دې باندې ډاډمن اوسي چې کوم فکر چې هغه یې لري، هغه سم دی.
6څوک چې یوه ورځ سپېڅلې او مهمه ګڼي، هغه یې څښتن ته د درناوي دپاره ګڼي. څوک چې هرڅه خوري، نو څښتن ته د درناوي دپاره یې خوري، ځکه چې هغه ورباندې د خدای شکر کوي. خو څوک چې هرڅه نه خوري، هغه یې هم څښتن ته د درناوي دپاره نه خوري او د خدای شکر کوي.
7ځکه چې زمونږ څخه هېڅوک هم د خپل ځان دپاره ژوند نه کوي او هېڅوک هم د خپل ځان دپاره نه مړ کیږي.
8ځکه که چېرې مونږ ژوند کوو، نو د څښتن دپاره یې کوو او که مړه کېږو، نو د څښتن دپاره مړه کېږو. نو که چېرې مونږ ژوندي یو یا مړه کېږو، مونږ د څښتن یو.
9له همدې امله مسیح مړ شو او بیا راژوندی شو، ترڅو هغه د مړو او ژوندیو دواړو څښتن وي.
10نو بیا ته ولې د بل ایماندار په هکله قضاوت کوې؟ یا ولې بل ایماندار ته په سپکه سترګه ګورې؟ ځکه چې مونږ ټول به د خدای د قضاوت د تخت په مخکې ودرېږو.
11ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «څښتن وایي چې زه په خپل ژوند باندې قسم خورم چې هر یو به زما په مخکې په ګونډو شي او هر یو به په خپله ژبه اقرار وکړي چې زه خدای یم.»
12نو بیا به مونږ هر یو د خپل ځان په هکله خدای ته حساب ورکوو.
13نو راځئ چې نور د یو بل په هکله قضاوت ونه کړو، بلکې د هغې په ځای پرېکړه وکړو چې د بل ایماندار په لاره کې تیږه کېنږدو چې ورباندې وښوییږي او یا د هغه د لارې خنډ شو ترڅو ګناه وکړي.
14زه پوهېږم او څرنګه چې زه په څښتن عیسی باندې ډاډمن یم چې هېڅ شی په خپله ناپاکه نه دی، خو څوک یې چې ناپاک ګڼي، نو د هغه دپاره ناپاکه دی.
15که چېرې بل ایماندار په هغه خوړو باندې چې ته یې خورې خفه کیږي، نو ته نور په مینه چلند نه کوې. ته چې څه خورې په هغو باندې د هغه چا د تباهۍ او هلا کېدلو سبب مه ګرځه چې مسیح د هغه دپاره مړ شو.
16نو څه چې ستاسو دپاره ښه دي، مه پرېږدئ چې نور ورته بد ووایي.
17ځکه چې د خدای پاچاهي خوړل او څښل نه دي، بلکې عدالت، سوله او خوشحالي ده چې روح القدس یې ورکوي.
18څوک چې په دې ډول د مسیح خدمت کوي، نو هغه خدای ته د منلو وړ دی او خلک یې خوښوي.
19نو بیا راځئ چې د هغو شیانو پسې وګرځو چې زمونږ ترمنځ د سولې او سلامتۍ سبب ګرځي او یو د بل سره مرسته وکړو چې ټینګ ایمان ولرو.
20د خوراک په خاطر د خدای کار مه خرابوئ. په حقیقت کې هرڅه پاک دي، خو دا غلطه ده چې کوم څوک هغه څه وخوري چې د نورو د ښویېدلو او ګناه سبب شي.
21دا به ښه وي چې ته غوښه ونه خورې یا شراب ونه څښې او بل داسې کار ونه کړې چې د نورو ایماندارانو د ښویېدلو سبب شي.
22په کوم شي چې ته عقیده لرې، هغه د خدای او په خپل منځ کې وساته. بختور دي هغه خلک چې خپل ځانونه د هغه څه په خاطر چې د هغوی په ن��ر کې سم دي او ترسره کوي یې، مجرم نه ګڼي.
23خو که چېرې څوک کوم څه وخوري او په هغه باندې شکمن وي، نو هغه محکوم دی ځکه چې هغه د ایمان له مخې دا عمل نه کوي او هر عمل چې د ایمان له مخې نه وي، هغه ګناه ده.